مابعد الاستعمار وضعیت او حکومتونه :
مابعد الاستعمار وضعیت او حکومتونه :
مابعد الاستعمار حکومتونه چې راغلل
دوي هماغه دانګریز تګلاره دانګریز قانون دانګریز فرهنګ دغربیانو برنامې دا دوي په عالم اسلام کې په محلي شکل په خلکو باندي تطبیق کړې،
اوپه زور یې تطبیق کړې څه یې په زور تطبیق کړې څه یې په تذویر دوکه ورکولو تطبیق کړې
څه یې په منافقت باندې تطبیق کړې،
اوڅه یو نیم ځاي یې اسلامې پیوندونه ورسره ولګول
تر څو دې خلکو حساسیتونه کم شې.
په دې ترتیب باندي
دوي په محلي شکل باندي د استعمار دوام تضمین کړ او تر ننه پورې په ټوله اسلامي نړۍ کې
چې څومره هیوادونه ازاد شوې دې هلته بیا اسلام ندی حاکم شوی.
که یې د اتلنتیک سمندر له غاړې څخه را شروع کړو .
#المغرب ازاد شوی
خو اسلام پکي بیا ندی حاکم شوی
شریعت پکې حاکم ندی.
#الجزایر
په الجزایر کې یو سل دیرش کاله ۱۳۰ جهاد شوی له فرانسې ازاد شوی مګر تر اوسه پورې پکې اسلام بیا ندی حاکم شوی.
حتی چې د انتخاباتو د دیمکراسۍ له لارې هم اسلام پلوو پکې انتخابات وګټل
مخکې تر دې چې نتیجه راووزې دوي پوه شو چې نتیجه ددوي په ګټه باندې ده #فوراً یې کودتا وکوله چا چې تنتخابات ګټلي وو
دا یې ټول په زندانونو کې واچول.
دېرش کاله شل کاله اته ویشت کاله یې په زندانونو کې وساتل شول.
#تونس کې
جــ/هاد وشو ازادي راغله خو اسلام رانغی همدا سکولر بې دینه حکومتونه راغلل
په #لیبیا کې
ایټالویانو ماتې وخوړه وطن ازاد شو خو اسلام رانغی اوحاکم نشو الحاد ورکې راغی،
په #مصر کې
وطن ازاد شو په زرګونو خلک ورکې شهیدان شول انګریز لاړل
په ځاي باندې داسي حکومتونه راغلل
چې د یهودو تر ټولو لوي حامي دمصر حکومت وو
داسي حکومت ورکې راغی
چې د انتخاباتو له لارې
هم که یو اسلام پلو انتخابات وګټل
ددې مرداري دیمکراسۍ له لاري یې هم چي هم وګټل
بیا یې همغه سړی هم په زندان کې واچول او مړ یې کړل،
داخو زمونږ او ستاسو
تقریبا دسترګو لیدلی حالت ده
#محمدمرسي یو رئیس جمهور وو خو کودتا یې پې وکوله برحاله رئیس جمهور یې وو
او دهغه ملاتړ او انصار او خلک چې راټول شوې وو
په یوه ورځ یې دغرمې نه تر مازیګره پورې یې #څلورنیم_زره
اخوانیان یې دقاهرې په سړکونو باندې ووژل
اوپه هغه ورځ چې دقاهرې په سړکونو تر ټولو ډېر پاشلې وو هغه دقرآنکریم نسخې وې
ځکه دا
غیر مسلح خلک وو راوتلي وو خپل تلاوتونه یې هم کول او مظاهرې یې هم کولې
څلورنیم زره ۴۵۰۰ کسان یې په یوه ورځ ووژل او ددې وژل شویو خلکو جسدونه یې په بلدوزرونو باندې ټول کړل
او دشپې یې
ورته ټانکرونه راوستل اوبو یې راوړې سړکونه یې دوینو څخه پرېمنځل
بس سبا ته خیر خیرت وو هیڅ خبره نه وه
نه ویني وې
نه زخمیان وو
نه څلورنیم زره مړي وو
نه قرآن شریفونه وو
نه خیمې وې
نه مظاهرې وې
نه معترضین وو
نه مردباد زندباد وو
نه جماعتونه وو
نه تلاوتونه وو
هیڅ شئ نه وو
رئیس جمهور یې په زندان کې واچاوه مشران یې زندانیان کړل په حزب باندي یې بندیز ولګول
انتخابات یې لغوه اعلان کړل
له سره یې دوباره نوی حکومت جوړ کړل
نو داسي خلک یې په ځاي راغلل.
#یمن ازادشو
خو په ځاي باندي یې نیم امریکاته نیم روسانو ته وسپارل شو.
#دحرمینو په خاوره
باندي داسي کورنۍ داسي خلک داسي نظام ورباندې راغی چې تر ټولو لویه دښمني یې له ملا سره ده،
تر #پنځلس زرو زیات دمساجدو امامان یې
زندانونو کې پراته دې
په اسلامې کتابونو باندي بندیز ولګیده
دنصاب له کتابونو یې جــ/هادې ایتونه وویستل شول
دصحابه ؓ کیسې وویستل شوې
د ښځو او دنرو د اختلاط ازادې ورکړاي شوه
امر بالمعروف نهی عن المنکر
ممنوع اعلان شو
دشخصي ازادۍ په نامه باندې فسق وفجور فساد بدکارۍ لغړتوب ته یې اجازه ورکړاي شوه .
#عراق ازاد شو
په ځاي باندې یې حزب بعث راغی
#دهند دنیمي وچي هیوادونه ازاد شو په ځاي باندي یې سکولر حکومتونه راغلل چې تر ټولو لویه دښمني یې له ملا مسجد محراب سره ده .
#افغانستان ازاد شو
په ځاي باندي یې امان الله خان راغی
تر ټولو لویه غټه دښمني یې له ملا سر محراب مدرسې مسجد سره وه
په ځاي یې یو سکولر بې دینه حکومت راغی
بیا ددې
په خاطر باندې چې افغانانو ته یې ځلولی یې او دوي ته یې پې باندي
قناعت ورکړی یې چې دا دتاسو یو ملي زعیم ده او غازی امان الله هان غازی غازی ...
کوم #غازي ؟
غازي دې ته وایې چئ ته خپل هیواد کې اسلام باندي بندیز ولګوه؟
غازې دېته وایې چې ته په حجاب باندي بندیز ولګوه
غازې دې ته وایې
چئ ته دې غزا مجاهدین شهیدان که
او غازې دې ته وایې چې ته دې همغه وخت له روسانو څخه طیارې راوغواړه او په پکتیا کې
لس زره کسان ورباندي ووژنه ؟؟
غازې دې ته وایې؟
چې ته دې دکابل په ښار کې لوحې ولګوه چې په دې لاره چادرې والا ښځه نشې تېرېداي
غازې دې ته وایې؟
چې ته دې دکابل په سرکونو باندي لوحې ولګوه او بیا ووایه چې پګړۍ والا سړی نور دې لار باندي بند؟؟
غازې دې ته وایې ؟
چي په دار لامان کې دې کومه ښځه له چادري سره راوتلي یې دولتي پارک کې دې ګرزي اوبیا دې
عسکر ورشې دامان الله خان په امر باندې چادرې ترې کوزه کړی شې
او ودې سوزولی شې؟؟
#ګورئ
داټول هرڅه زره په زره په تاریخ کې لیکل شوې دې ثبت شوې دې
تاسو ( افغانستان درمسیر تاریخ ) کتاب وګورئ
تاسو پخپله
د همدوي دفکر طرفدارو دجهانې څېړنې تاسو وګورئ
امان الله خان د اصلاحاتو په اړه چې یې څه لیکلي دې .
نو همدارنګه
دا ټولي سیمي نن دېخوانه دامو نه اغاړه چئ ورته ګورې
#پاکستان ازاد شو
خو اسلام شریعت پکې حاکم نشو
ار ټولو ډېره فحاشي ډېر لغړتوب ډېر داسلام دښمنان هملته دې
یو غت بې دینه سکولر حکومت حاکم شو
#تاجکستان ازاد شو کمونیزم راغی خو اسلام رانغی
#ازبکستان ازاد شو روسیې نه
خو اسلام پکې رانغی
#قزاقستان ازاد شو اسلام پکې حاکم نشو
#اذربائجان ازاد شو خو اسلام پکې رانغی
#چیچنیا
چې داسلام بیرغ پورته کاوه اسلام ته دبیرته راګرزیدلو کوشش یې کاوه
ویې سوځوله ټوله چیجنیا یې داسي د اور لمبه کړه
سکروټه یې ترې جوړه کړه
په هفتو هفتو به دچیچنیا په ښارونو کې اور بل وو
دنن دیرش دوه دیرش کاله مخکي چیچینیا وسوځولی شوه ولي ؟؟
ځکه هلته د اسلام خبره پورته شوه .
په محلي کار باندي د اشغال او استعمار دوام ته زمینه سازي وشوه
دوي داسي حکومتونه
انګریزانو روسانو غربیانو فرانسویانو او...
دې ټولو کفارو په عالم اسلام کې په مونږ باندي مسلط کړل
ترشایې ودرېدل
دوي یې حمایه کړل
بین المللې تائید یې ددوي وکاوه
دوي یې وروزل قوانین یې ورته تدوین کړل
او کار پوهان یې ورته راولیږل په فوځي اقتصادي امنیتي ستراتیژیکو تړونونو کې یې له ځان سره شامل کړل
ترڅو
هغه کار ورته وکوې چې
انګریزانو کفارو به کاوه
کافر اسلام حاکمیت ته نه پرېښودل دوي یې هم نه پریږدي.
دکافر ملا اومسجد سره دښمني وه ددوي هم ورسره دښمني ده
کافر
به هم د ازادۍ مبارزین نیول اعدامول به یې بندیانول به یې چېرته دسمندر جزیرو کې به یې بندیانول
دوي هم
د ازادۍ مبارزین بندیانوي
زمونږ اوویشت اته ویشت زره ځوانان ددې بدبختو خلکو زندانونو کې شپې تیروې،
پاکستان زدندانونه وګورئ
ټول دازادفکره ځوانانو او علماؤ ډک دې
جرم یې څه شئ دی
دوطن ازادي د اسلام حاکمیت غواړې
دبل چا تسلط دلته نغواړي
دخپلو ارزښتونو پالنه غواړې
ذلت نه منې
دانه غواړې چې دلور اړخور له سره یې پړونی ولویږي
جرم یې سشی دی
داسي معلم او تعلیمي نظام نه غواړې
چې دتعلیم په ځاي دجنکیو هلکانو سره ناروا بدفعلۍ لواطتونه انلاین فحاشي کوې
دې جرم باندي
یې ځوانان نیولي کیږي
تړلي کیږي
توهینیږي ...!!
#عقابون
0 Response to "مابعد الاستعمار وضعیت او حکومتونه :"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com