سالم فکر اوکړئ

د لکۍ مبارکې فلسفه!

د لکۍ مبارکې فلسفه!

غرب کې نوی فيشن راوتلی ، يوازې په تېره هفته کې ۳۵۷۰۰۰ نفرو ځان ته لکۍ اخيستي ....! 

ما شاء الله څومره ښه



د لکۍ مبارکې فلسفه 

يو څه وخت مخکې په غرب کې لکۍ خرڅې شوې وې ، مسلمانانو پرې هم خپلې رايې ښکاره کړې او بعض سيکولرانو ورته حيلې ميلې وکتلې ، خير راځو دې بحث ته چې ولې يو غربي انسان دسې کانې کوي؟ کله لکۍ واچوي ، کله لباسونه اوږده کړي ، کله يې بيرته لنډ کړي ، د دې اسان مثال که درکړم نو زموږ ټولنو کې به پخوا فيشني هلکانو لنډې لمنې کولې د پرتاګه مهمه حصه به يې ترې ښکاره کېدله او ويختان به يې هم په غوګونو دسې پريښي وو لکه د کابل پخواني ډمان ....! ازاده پايڅې به يې کولې ، البته وس هلکان اوږدې لمنې کوي د خپل حد نه هم اوږدې او د لمنې د اطرافو درز تر ګوردو پورې رسېږي هلته يې بيا کميس په خاص فرمايش نور هم تنګ کړی وي ، همدا راز پايڅې هم تنکې جوړوي ، لنډه دا حې که دا مثال په غرب کې هم وګورو نو د وخت سره سره فيشن بدليږي، په فيشنونو کې يو لک او ديرش زرو ۱۳۰۰۰۰۰ نه زيات ډوله لباسونه دي ، بلکه د فيشن تجارت په نړۍ کې لويو تجارتونو کې شمارل کېږي .

اخر ولې انسان دسې کوي ؟ 

د دې لنډ ځواب په يو ټکي کې دی چې د سرمايه دارانه انفراديت احساسات( Capitalist subjectivity emotions ).


تفصيل:

معاصر اقتصادي نظام( کپيټلزم ) يوه لويه فلسفه ده ، په دې کې ډول ډول تصورات دي لکه د علميت تصور ، د تعلق تصور ، د عقليت تصور ، د احساساتو تصور او او ... 

يعنې لکه څنکه چې په اسلام کې د هر څه خپل ځانګړی تصور دی چې علم څه ته وايې ؟ يا تعلق څنګه جوړېږي ؟ د تعلقاتو اساس چيشی وي ؟ د احساساتو اساس او.... په سرمايه دارانه نظام يا کپيټلزم کې هم دسې تصورات دي .

هر کله چې موږ او تاسې يو څوک وګورو چې مختلفې کانې کوي لکه څوک لکۍ اچوي ، څوک پپس يا سپی له زانه جوړ کي يا څوک دسې عجيبه فيشني لباس کوي يا نورو شيانو سره واده کوي نو دا ټول په غرب کې د سرمایه دارانه انفراديت او احساساتو پورې اړوند وي ، 

په دې نظام کې يو فرد هغه که ښځه وي او که نر بايد په خپلو خواهشاتو پوره کولو کې کاملاً ازاد وي ، يعنې زړه چې يې څه غواړي بايد هغه وکړي خو دسې کار به نه کوي چې د بل انسان په خواهش پوره کولو کې خنډ جوړ کړي ، همدا راز په دې نظام کې د تعلق اساس هم دا وي چې هر کله ستا په يو تعلق کې خواهش پوره کېګي بايد هغه تعلق جاري وساتې او کومو تعلقاتو کې چې ستا خواهش نه پوره کېګې هغه عبث دي ، 

(د خواهش نه مراد ققط جنسي خواهشات نه بلکه مادي اغراض هم دي ) 

مثال : يو انسان د مور خدمت کوي ، د اسلام له نظره د مور خدمت کې اجر دی او دا د اسلام د تعلق تصور دی ، البته په سرمايه دارانه نظام کې د مور خدمت کولو کې انسان ته کوم تسکین نشته بلکه ستړيا وي ، د انسان خواهش ورسره نه پوره کېګې ، نو په سرمايه دارانه نظام کې د مور خدمت کول کاملاً عبث کار دی .

نو هر کله چې يو انسان په دې نظام کې فقط د تسکين او خواهش په لټه کې شي ، زړه يې د اعراضو او لالچ نه ډک شي ، شپه ورځ فکر کوي چې څنګه به لاس ته پيسې راوړم ، خوند به څنګه ترلاسه کړم ، د دې لپاره هيڅ ډول حرام کار کولو باندې بريک نه نيسي ، ځکه چې هر څه نه خپل غرض مقدم او مهم دی ، مثال استاد او شاګرد کومه روحاني رشته او ترحم نه لري ، د استاد خپلې تنخواه سره کار وي او د شاګرد ورکړل شوې فيس په مقابل کې د سبق سره ، يعنې استاد خپل مادي غرض او شاګرد خپل مادي او همدې ته ( د سرمايه دارانه نظام د تعلقاتو تصور) وايې يعنې کوم کې چې فقط د تعلق اساس په مفاد ولاړه معاهده وي .

 هر کله چې غربي او کپيټلسټ انسان کې يوه لامحدوده خود غرضي راغله او بل اړخ د خوند او خواهش مطلقه غلامي شي نو بيا دا انسان ازادي غواړي ، ازادي له هغه شيانو او انسانانو څخه غواړي چې د ده پکې غرض نه وي ، دا آزادي د تعلقاتو په کمېدو کې رامنځته کېږي ، لکه مثال موږ د ډېرو دوستانو ، خپلوانو او ټولنې سره وصل يو خو زموږ پکې کوم غرض نه وي او نه پکې کوم خواهش وي بلکه د الله تعالی په خاطر تعلق ساتو او همدې تعلق موږ پابند کړي هم يو ، ( لنډ مثال ته چې د چيشې سره مينه کی د هغې به خامخا پابند يې ، مينه ختمه که خپله ازادي ترلاسه کوې له هغه څيز څخه ) .

بيا هر کله چې انسان څومره هم ازادي خپلوي هغه هومره يوازې کېږي ، زکه چې تعلق يې ډېر محدود کړی ويي يغنې فقط هغه څه سره يې تعلق وي چې د ده خواهش او مفاد پکې وي . بيا د دې يوازې والي په نتيجه کې انسان يوه خاليګاه په خپل زان کې احساسوي ، لامل ېې دا دی چې د فلاسفوو په آند انسان يو ټولنيز حيوان دی ، انساني فطرت دا دی چې بايد انسان له نورو انسانانو سره په اړيکه کې وي او ګډ ژوند ولري ، خو سرمايه دارانه نظام په دې فطرت جبر کړی او انسان يې کاملاً يوازې کړی ، د دې يوازې والي په نتيجه کې انسان کې اضطراب او ژور خفګان رامنځته کېږي ، لامل يې دا وي چې ياد انسان خو شپه او ورځ خپل خواهشات نشي پوره کولی ، نو په کوم وخت کې چې د ده خواهشات نه پوره کېږي يا يې کوم غرض نه پوره کېږي هغه ټولپ موده او وخت په اضطراب او خفګان کې وي . 

لکه مثال يو تاجر روزانه يو لک افغانۍ ګټه کوي ، بيا يوه ورځ راشي چې د دې تاجر يوه روپئ ګټه هم ونشي ، بله ورځ بيا ګټه ونشي نو رفته رفته دا انسان په اضطراب کې واقع شي ، چې اخر ولې ګټه نه کېږي ، وار خطا شي ، يا مثال يو ځوان کومې جينئ سره مينه کوي او هغه جينئ ترې يو دم مخ چپه کي او لاړه شي نو ياد انسان يوازې شي ، تعلق ختم شي ، بيا دا انسان سخت په اضطراب کې واقع وي ځکه چې د خواهش پوره کېدلو لار بنده شوه .

نو بلکل همداسي يو سرمايه دار انسان هم همېشه په ژور خفګان کې وي بلکه د هايډيګر او جان پال سارتر په آند دغه اضطراب او خفګان د انسان فطري احساس دی ،

 هر کله چې دا انسان دسې يوازې والي او اضطراب کې واقع شي بل طرف انسان ته هر هغه څيز لايعنې او عبث ښکارې کوم کې چې د دې انسان سکون نه وي ، نو انسان مجبور وي چې د خپل اضطراب او خفګان ختمولو لپاره دسې حرکات وکړي چې د ده پرې دغه خفګان ختم شي ، 

نو دا انسان بيا خپله بعض شيانو ته معنا ورکړي ، يعنې د ده لپاره قدر جوړ شي ، لکه څنګه چې يو هندو عامې تيږي ته معنا ورکوي او خداي ترې جوړ کړي ، همدغه راز غربي انسان هم په خپل ژوند کې مختلفو شيانو ته معنا ورکوي ، لکه بعض چې کور کې سپی ساتي يا پيشو ساتي نو هغوي دې حيواناتو ته معنا ورکوي چې دا شيان زما د سکون لپاره دي ، همدا لامل دی چې په غرب کې اکثره هغه خلک چې فاميل نه لري سپيان ساتي .....! 

کټ مټ همداراز غربي انسان مختلف لباسونو هم کوي او کوشش کوي چې معنا ورکړي ، بعض وخت يو کوم سپي يا اس يا ونې سره واده وکړي ، دوئ د خپل اضطراب ختمولو لپاره دا کار کوي ، چې پوښتنه ترې وکړې چې ولې ؟ جواب درکوي چې : دا زما لپاره معنا لري ( its meaningful for me ) .

حيران به شي چې دا دوئ ولې دومره بې معنا څيز ته معنا ورکوي ؟ د دوئ ځواب دا وي چې : زه کوم نوي څيز ته معنا ورکول غواړم ، يو نوی څه کول I want to do something new ، همداراز د لباسونو بدلولو کې هم هغوي ته يو قسم نوی احساس کېږي ، هغه اضطراب يې تر يو حده کم شي ، ځکه چې دا انسان هغه لباس ته دا معنا ورکړي چې دا لباس نوی او اول ځل لپاره ما استعمال کړ ، يو قسم د کبريا او تفاخر احساس کوي ، دغه تفاخر دوئ ته تسکين ورکوي .

د عالمي ريکارډونو کتابون (ګينز بک ) کې هم خلکو دسې ريکارډونه جوړ کړي وي چې هيڅ فايده نه لري ، بس اسې يو نوی کار وي ، بلکه يو څو کاله مخکې ما يو خبر لوستی وو چې په فلانکي ملک کې د ( بول ، غ..ل ) خوړلو مقابله وه او کوم نفر چې ګټلې وه هغه تقريبا پاو باندې يو کيلو خوړلي وو ، يعنې دا بلکل حماقت دی خو دوئ کوم نوی کار کول غوښتل او وي کړ . 

لکۍ مبارکه هم د دغه اضطراب ختمولو او په ژوند کې مختلفو شيانو ته خود ساخته معنا او اهيت نتيجه ده . 

او دا زموږ ځوانان چې کوم فيشن کوي نو دوئ د غرب سره د وصل کېدلو او عصريت احساسولو لامله يو قسم تفاخر احساسوي ، يعنې زه په دې ټولنه کې د نورو ځوانانو په نسبت ډېر عصري يم ،


دا د لکۍ اصل فلسفه ده .


 

0 Response to "د لکۍ مبارکې فلسفه!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article