لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه
لبراليزم (٤ برخه)
لبرالي خرافات
ټول لبرالي مفکرين چي د مساواتو پر اساس د لبرالزم اساسات مدلل ګڼي، خپل مرجع دين ټاکي (لکه د جان لاک استدلال) او يا هم لبرالزم پر داستاني خرافاتو بناﺀ کوي چي لبرالي نقل (Liberal Myth) هم ورته ويلاى شو. تاسو به ډېر ليدلي وي چي ملحد لبرالان د مذهبي کتابونو کيسې فقط خيالي داستانونه بللي. خو په ياد مو وي چي لبرالزم خپله پر خيالي کيسو اساس شوى دئ، چي د تاريخي پلوه هيڅ صحت نه لري. شروع به ئې د "انسان طبعيي حالت" (state of nature)څخه وکړو, چي په لبرالزم کي يو مهمه موضوع ده. ډېر لبرالي مفکرينو لکه جان لاک، توماس هوبس، روسو اونورو د انسان طبعيي حالت(State of nature) د مرجع په ډول راوړى دئ. په لبرالزم کي د انسان د طبعيي حالت مفهوم دا دئ چي په تاريخ کي ډېر پخوا داسي يو وخت تير شوى چي انسان د کوم مرکزي ادارې/دولت د قوانينو تابع نه وو.
د مثال په ډول که يو څوک بل هيواد ته ګډه بار کړي، هلته به د هغه خاوري قوانين (Law of the land) پر ځاى کوي. که وپوښتو چي خپله د هغه خاوري دولت ته په لومړي سر کي چا د واکمنۍ حق ورکړ. نو لبرالي نظريه به د انسان طبيعي حالت ته اشاره کوي او ادعا کوي چي ډېر پخوا داسي يو ابتدائيه وخت شتون درلود چي هيڅ انساني نظم او دولت موجود نه وو. وروسته انسانانو د يو نماينده/دولت/ځواک سره بيعت وکړ، تر څو د دوى حقونه خوندي وساتي. يواځي همدا نه، بلکې وروسته راتلونکي نسلونه به هم د ټاکل شوي ځواک سره په بيعت(Social contact) مکلف وي، حتى که د يو فرد خوښه هم نه وي. د دغه ټولنيز بيعت څخه مخکي انسان د بل انسان سره نه چليدئ او وحشي و ځنګلي برخورد ئې د نورو پر وړاندي درلود او هر يو د بل سره په جنګ ښکېل وو. وروسته دوى فکر وکړ چي بايد يو دولت جوړ کړو چي هغه د حقونو خونديتوب رامنځته کړي او ملک الطوايفي و ګډوډى پريږدي. خو دا ټوله فرضي (hypothetical) خبري دي او په حقيقت کي داسي کومه تاريخي پيښه نه ده ثبوت شوې. دا فقط يو لرغونى خيالي درواغجن نقل دئ او نه هم په اوسني موجود تاريخي ادب کي د کوم داسي پيښي شاهدان تير شوي يو. دا کاذب تاريخ څو پيړيو مخکي د انسانانو د فرضيوي تخيل په مقابل کي زيږېدلى.
دلته د تنقيد موضوع د لبرالزم د خيالي کيسې پر جوړولو باندي ده، نه پر ټولنيز بيعت. په اسلام کي هم بيعت شته او هغه بعيت د الله تعالى سره دئ، سبحان الله. برخلاف په لبراليزم کي ټولنيز بيعت پر افسانې بناﺀ دئ چي پخوا انسانان خپل د طبعيي حالت څخه ووته، د يو ځواک سره ئې بيعت وکړ او وروسته انسانان هم پر هغه خيالي افسانوي بيعت مکلف او مسئول شوه. حتى لبرالي مفکر Thomas Hobbes خپل کتاب پر هغه خرافاتي کيسې نومولى چي Leviathan يعني غټه/لويه بلا او ځواک چي خلګو خپل د حقونو د خونديتوب په موخه بيعت ورسره وکړ. دا کيسه خالص خرافات (mythology) دي. ولي دې ډول لبرالي کيسې ته څوک خرافات نه وايي. ايا په دې خاطر چي دا خرافات سېکولري دي؟؟
لبرالان بايد خپل اساسات مطالعه او تحليل کړي!
لکچرر: محمد حجاب
ژباړه: منير احمد قلم مل
ژباړه د لکچر د موضوعاتو د بهير له مخي ترتيب سوې ده.
0 Response to "لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com