سټريس يا غم نه څنګه خلاصون موندلی شو ؟
سټريس يا غم نه څنګه خلاصون موندلی شو ؟
په دې موضوع ډېر کتابونه ليکل شوي البته زما د تجربې پر اساس دا ( توجو ) او ارتکاز پورې اړه لري ، هر کله چې زموږ او ستاسې توجو خپل ماضي ، قرضدارې ، د يو چا بدې خبرې ، کورني مشکلاتو ته لاړه شي نو د دسې خبرو ياداشت انسان ته ذهني تعذيب ورکوي ، دا ذهني تعذيب انسان د تخليقي فکر او د مسايلو حل کولو فکر څخه منعه کوي .
هر کله چې انسان خپل تمرکز او توجوو کنټرول کړي هغه انسان بيا خپل خيالات هم کنټرول کولی شي ،
توجوو دسې کنټرول کېږي لکه څنګه چې يو وړوکی ماشوم بيا بيا د يو څيز نه معنه کوې او هغه بيا هم هغه طرف لاس وړي ، تمرکز هم په ابتدايي وختونو کې هغه خيالاتو طرف ځي چې په کومو ته تعذيب کېږي ، نو هغه وخت به ته خپل تمرکز مثبت اړخ ته ويسې ، مثال : د شپې دې په بالخت سر کېښود ، تاته قرض داری را ياد شو ، قرضداری ځکه درياد شو چې ستا تمرکز قرضداري طرف لاړ او وايې چې دا به څه کېږي ، دې وخت يو قسم ذهني تعذيب سره مخ شوې . په دې وخت کې ته کوښښ وکړه چې دا تمرکز کوم بل طرف بوزه ، مثال په دې خبره تمرکز وکړه چې کومو ممکنه لارو باندې زه دا قرض ختمولی شم ، يا بلکل کوم متفاوت طرف خيال بوزه ......!
دا تمرين به اوايلو کې لګ مشکل وي ، دې سره به رفته رفته ستاسې په تمرکز ستاسې ګرفت زياتېږي او دسې يو وخت به راشي چې ستاسې خيالات به ستاسې کنټرول کې وي .
د تمرکز بې لګامي ډېر بد شی دی ، په دې ضرور ګرفت ولرئ ، په خپل ذهن کې ورسره مقابله وکړئ ، هغه به بل طرف ځي ته يې بيرته مثبت اړخ ته کش کوه .
0 Response to "سټريس يا غم نه څنګه خلاصون موندلی شو ؟ "
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com