خالد محمدي ليکنه:په ښې اړخ د ويده کيدلو ګټې.
په ښې اړخ د ويده کيدلو ګټې.
کوم څه چې په نبوي احاديثو باندې ثابت وي،هغه هيڅکله د ټولنې د وکړو په تاوان باندې نه دي، بلکې په هغې کې به ډير زيات فوائد وي، ځکه که چيرته مونږ اوس وګورو، نو څوارلسوه کاله مخکې چې نبي صلی الله عليه وسلم کومه خبره کړې ده، نن ساينس د هغې تصديق کوي چې دا خبره همداسې صحيح ده، اصل لامل يې دا دی چې نبوي احاديث وحې ده او حقيقت دا دی چې وحي هيڅکله هم د ساينس يا ټيکنالوژي سره په ټکر کې نه واقع کيږي.
چې د دغه احاديثو له جملې څخه يو حديث دا دی (وَعنِ البرَاءِ بنِ عازِبٍ، رَضِيَ اللَّه عنْهمَا، قَالَ: قَالَ لي رسُولُ اللَّهِ ﷺ: إِذَا أَتَيتَ مَضْجَعَكَ فَتَوضَّأْ وضُوءَكَ لِلصَّلاةِ، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلى شِقِّكَ الأَيمَنِ، وقلْ: اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نفِسي إِلَيكَ، وَفَوَّضتُ أَمري إِلَيْكَ، وَأَلَجَأْتُ ظَهرِي إِلَيْكَ، رغبةً ورهْبَةً إِلَيْكَ، لامَلجأَ ولا مَنجي مِنْكَ إِلاَّ إِليكَ، آمنتُ بِكِتَابِكَ الذِي أَنزَلْت، وَبِنَبِيِّكَ الذِي أَرسَلتَ، فإِنْ مِتَّ. مِتَّ عَلَى الفِطرةِ، واجْعَلهُنَّ آخِرَ مَا تَقُولُ )
مُتَّفقٌ عليهِ
چې کله خپلې بسترې ته راځي نو مخکې ترې اودس وکړه ،او بيا په ښې اړخ باندې ويده شه.
په نورو احاديثو کې يې بيا د په چپ اړخ د ويده کيدلو څخه منع کړې ده، خو که چيرته ضرورت وو، نو بيا په چپ اړخ هم ويده کيدلی شې.
که چېرته کوم انسان په ښې اړخ باندې ويده شي نو، په سنتو د عمل تر څنګ به يې د خپل بدن لپاره څه ګټې هم تر لاسه کړي وي، چې يو څو دانې دلته ستاسو په وړاندي ليکم.
1- د انسان بدن ته سکون او راحت بښي.
2- د انسان په بدن کې دوه سږي دي، چې يو ېې ښې طرف او بل يې چپ طرف دا ښې طرف سږی د چپ طرف څخه غټ دی، نو کله چې په ښې طرف ويده شې په دغه غټ سږي باندې زور نه راځي.
3- د سر ماغزه په ښې اړخ کې ډير قرار لري، کله چې يو انسان په ښې اړخ باندې ويده کيږي، نو د دې په سر چې کوم دروند والی دی هغه کميږي.
4- د انسان په بدن کې زړه چپ طرف ته واقع دی، کله چې يو انسان په ښې اړخ باندې ويده شي، نو زړه يې په آسانۍ سره ټول بدن ته وينه رسولی شي.
5- معده په دغه وخت کې ډيره زياته په راحت کې وي، او په آسانۍ سره هضم شوی خوراک ويستلي شي.
6- کله چې ښې لاس د مخ لاندې کيږي، نو د انسان په لاس کې داسې يو قوت دی، چې د انسان د ذهن څخه ټوله ستړيا ختموي او په آسانۍ سره ورته خوب ورځي.
په چپ اړخ د ويده کيدلو زيانونه.
1- د بدن ښې طرف اعضاء وزن زيات وي په نسبت د چپ طرف، نو کله چې يو انسان په چپ اړخ باندې څملې نو د ښې طرف زور پرې ډير وي او که ښې طرف څملې د چپ طرف وزن پرې کم راځي.
2- کله چې څوک په چپ طرف څملې نو معده يې فشار راځي او معده خپل فشار بيا په زړه باندې راوړي، چې په دې سره انسان ته د ساه لنډۍ او د زړه ضربې تکليف پيدا کيږي.
3- کله چې څوک په چپ اړخ باندې څملې نو زړه يې معلق کيږي او عمل ورته سختیږي.
4- د معده په سختي باندې هضم شوي خواړه وباسي، او معده باندې ډير زيات فشار راځي.
مګر دومره خبره ده چې په ځينې وخت کې د حاملې ښځې لپاره په چپ اړخ ويده کيدل فائده رسوي چې هغه يو استثناءي امر دی.
دا وو په ښې اړخ د ويده کيدلو ګټې او په چپ اړخ د ويده کيدلو زيانونه، خو اصل خبره داده چې د شريعت امورو کې چې نبي صلی الله عليه وسلم پرې امر کړی وي هغه به کوو او بيا به يې حکومتونو او ګټو ته نه ګورو،بلکې عمل به پرې کوو،داسې به نه وايو چې اوس د دې حکمت څه شی دي؟
#ليکوال_خالدمحمدي
0 Response to "خالد محمدي ليکنه:په ښې اړخ د ويده کيدلو ګټې."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com