مولوي بشير احمد حليمي ليکنه:دفکری جګړی پینځمه برخه.
دفکری جګړی پینځمه برخه.
دمسلمه اومة واحده رهبری کولی شي چې اومة دموجوده ټولو ستونزو څخه خلاص کړی او دهرقسم فتنی مخه ونیسی همدغه وجه ده چي کفری نړۍ خپل ټول امکانات په کار اچولی ترڅو اومة مسلمه واحدی رهبری ته لار پیدا نه کړی .
ځکه یې په اسلامی هیوادنو کې داومة کلیمه دملت په نوم تبدیل اودعامو خلګو په ذهن کې ځای پرځای کړه .
مونږ یو اومة یو هیڅ کله په ملت نه بدلیږو.
تاسو فکر وکړی کله چي دواحد اومة فکر داسلامی هیوادنو داکثر خلکو دذهن څخه وتلی دهمغی ورځی څخه اومة ټوټه؛ ټوټه؛ شو بر او برکت یې ورک شو هغه هیبت یې چی دواحدی رهبری په وخت لرلو دخارو سره خاوری شو.
کفری نړۍ ته جانس په لاس ورغلو مسلمه اومة یې نور هم سره ښه بیل کړو.
دنشنلیزم؛ ایډیالوژی یې میدان ته کړه چې دا یوه خطرناکه سرطانۍ ایډیالوژی ده.
چي په راتلونکی وخت کی به یوه مستقله لیکنه کی د قوم پرستی په نقصاناتو بحث وکړو.
دوهم یی دسیکولریزم؛ کمونیزم؛لالبرالیزم. ایډیالوژیانو باندی اومة کمزوری کړو .
حتی اکثر خلک به تاسو ګوری چې تر اوسه استعمار ته آزادی وایی.
دوی دومره په فکری لحاظ کمزوری شوی.
چې وس ورته داخبره بیخی ناشنا ښکاری چې اسلامی نظام دی یوځل بیا راشي.
او دغه غم ځپلی او مة دی یو ځل بیا د واحدی اسلامی رهبری لاندی دعزت. امن. او سکون. زندګې وکړی.
دوی فکر کوی چې اسلامی نظام نور دقیامت پوری نه رازی .
دوی ته خپلو بادارانو ویلی چې اسلامی اومة په فکری لحاظ مړ دی دوی به هیڅ کله د واحدی رهبری لپاره سره راټول نشی.
خو ان شاءالله وس ورځ تربلی داسلامی هیوادنو ځوان نسل کی فکری مبارزین دزیاتیدو په حال کې دی اومید لرو چې یو ځل به بیا یو غښتلی اسلامی نظام اومة مسلمه ولری.
نوټ.
زمونږ لیکنی دهیڅ تنظیم پوری اړه نه لری:
باید دسیاسی ډلو او تنظمونو پوری اړیکه ورنه کړی.
هدف مو داسلامی نظام روحیه دځوان نسل په ذهن کی راژوندی کول دی او ټول اومة مسلمه سره يو ځای کول او په اتفاق اتحاد کی ژوند کول دی.
دکفری نړۍ دفتونو نه ځان او مة محفوظ ساتل دی.
لیکنه مولوي بشیراحمد حلیمې
0 Response to "مولوي بشير احمد حليمي ليکنه:دفکری جګړی پینځمه برخه."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com