سالم فکر اوکړئ

غرب له مسلمانانو څخه څه غواړي؟

غرب له مسلمانانو څخه څه غواړي؟

*غرب غواړي په مسلمانانو کي فحاشي خپره کړي*

دغرب له هغو مهمو اهدافو څخه چی دمسلمانانو دکمزورۍ لامل ده یو هم په مسلمانانو کي دفحاشي خپرول دي.

غربیان له مختلفو لارو په مختلفو وسایلو په مسلمانانو کی فحاشي خپرول غواړي چی یوه وسیله یی ښځه ده. 

او ښځه داسي فتنه ده چی محمد صلی الله علیه وسلم وایی: زما له رحلته وروسته زه په خپل امت تر ښځو بل له هیڅ نه نه ویریږم،یعني که زما امت خرابیدو نو دښځو په توسط به خرابیږي.

غربیان غواړي په مسلمانوکي مخلوط تعلیم رائج کړي چی نجوني او هلکان پکي یو ځای درسونه وایی،خو په اسلام کي له دې منع راغلي چی سړی به له اجنبي ښځي سره نه کیني او نه به دپردی سړي په مخ کي پردۍ ښځه غږ پورته کوي ځکه داد فتنې دواقع کیدا لامل ګرځي.

غربیان غواړي په رسنیو لکه په ټلویزون،رادیو، سریالونو،ډرامو او دموسیقي په مرکزونوکي ښځي دمسلمانانو په مخ کي ښکاره کړي ،او په اسلام کي ددې حکم شوی چی سړی به پردۍ ښځی ته نه ګوري، نه به خبري ورسره کوي حتی دپردۍ ښځی جامو ته به هم سړی نه ګوري ځکه په دې کي هم فتنې ته یو قسم لار جوړیږي.

غربیان غواړي په مسلمانانو داقتصاد لاري وتړي او مسلمانان دې ته اړ شي چی له داسې لارو روزي لاس ته راوړي چی په هغو کي دښځو او سړیو تر منځ اختلاط او ګډون وي تر څو مسلمان فحاش شي.

غربیان غواړي په مسلمانا نو دپردۍ ښځي اواز واوري چی دغه کار ته یی دهنر مندي نوم ورکړی ده او دتجویز لاره یی ورته هواره کړې ده، سره لدې چی په اسلام کي ددې حکم شوي چی که سړی دروازه وټکوي نو ښځه دي په نرمه او خوږه لهجه غږ نه ورکړي ځکه دلته هم فتنې ته لار پیدا کیږي،بیا څه چی دپردۍ ښځي خوږ اواز وي او له موسیقي سره وي نو دا به څنګه دفتنې سبب نه ګرځي.

الله تعالی ډیر حکیم او مهربان ذات ده ځکه مونږ انسانا ن یی له زنا منع کړي یو خو دا چی انسان ډیر عاجز ده نو الله تعالی ورته دزنا له اسبابو دلري والي او پرهیز حکم کړی ده (لَا تَقْرَبُوْ الزِّنَا) زنا ته مه نږدې کیږئ! یعني پردۍ ښځي ته کتل،ورسره خبري کول، اوز یی اوریدل او ورسره په یو ځای کي اوسیدل دا پریږدئ! خو کفار چی هم دالله تعالی دښمنان اوهم دمسلمانانو دښمنان دي دوي غواړي په مسلمانانو کي دزنا اسباب ډیر او اسان کړي تر څو په مسلمانه ټولنه کي فحاشي عامه شي.

کفار په دې موخه په مسلمانو کي فحاشي خپروي چی مسلمان کله فحاش او عیاش شي نو مسلمان بي غیرته شي، بیا مسلمان دخپل هوسا ژوند او عیش غم اخیستی وي او بیا دخپل دین، اسلامي تمدن، اسلامي مقدساتو او له خپل دین نه ددفاع په کیسه کي نه وي، بیا که کفار ددین تخریب کوي،که دقران سپکاوی کوي، که په اسلامي خاوره یرغل کوي او که دمسلمان نسل د ګمراهې کوشش کوي نو دغه مسلمان یی په خلاف هیڅ غږ نه پورته کوي او دکفارو ستر هدف هم داده چی په مسلمان کې له کفارو سره دمقاومت او مبارزې روحیه له منځه یوسي. 

سالم فکر اوکړئ


0 Response to "غرب له مسلمانانو څخه څه غواړي؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article