د علم فضيلت پېژندل!
امام ابو الحسن علي بن محمد البصري الماروي رحمه الله (مړ .۴۵ ھ) د خپل کتاب(ادب الدنيا و الدين) په ۲۵ مخ کې ليکلي دي يواځې جاهلان او نا پوهه خلک د علم فضيليت نه پيژني ځکه د علم فضيليت خو په علم سره پيژندل کيږي او دا علم لوی فضيليت دې چې په بل څه سره نه پيژندل کيږي يواځی په علم سره پيژندل کيږي نو جاهلان چې علم نه لري څنګه به وکولای شي چې علم وه پيژني.
ابن المعتز العباسي وايی،
عالم سړی جاهل ځکه پيژني چې عالم لومړی په خپله جاهل وي.
او جاهل عالم ځکه نه پيزني چی هغه لومړی عالم نه وي ، نو ځکه د جاهلانو د علم او علم له خاوندانو څخه ښه نه راځي او دا څرګنده خبره ده چې څوک په په کوم شي نه پوهيږي له هغه سره يی دښمني وي لکه چې وايی الناس اعداء لما جهلوا.
بزرجمهر ته چا وويل علم ښه دې او که مال، ده ورته وويل علم ښه دې هغه بيا پوښتنه وکړه چې له څه وجې علماء د غنيانو او شتمنو خلکو په دروازو کې ولاړ وي؟ اړ شتمن خلک ولی د علماوو په دروازو کې کم ليدل کيږي؟ بزرجمهر ورته وويل دا ځکه چې علماء د علم سره مال په ګټه هم پوهيږي او غنيان خو د علم په ګټه نه پوهيږي.
(د وخت ارزښت او ساتنه۳۴)
0 Response to "د علم فضيلت پېژندل!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com