سلطان صلاح الدين ايوبي او يهودي ملا! سالم فکر اوکړئ.
یهودي ملا...!
#او_سلطان_صلاح_الدین_ایوبي
سلطان صلاح الدین ایوبي رح ته خپل یوه خبر راوړونکي خبر ورکړ، چې په پلاني ځاي کې یو دیني عالم، چې ډېر فصیح او بلیع دی او زیات خلک یې پرځان راټول کړي دي،خلکو ته په ډېره نرمه او پسته ژبه وعظ کوي او له جهاد یې راگرځوي.
سلطان خبر راوړونکي ته وویل، چې هغه څه ډول خبرې کوي? خبر راوړوونکي ورته وویل، چې هغه وایي، له خپل نفس سره مبارزه تر ټولو افضل جهاد دی، اولادونو ته د زده کړو برابرول غوره جهاد دی، د خپلې کورنۍ لپاره دنفقې موندل جهاد دی او...
سلطان ورته وویل، چې داخو ښې خبرې دي، په دې کې خو کوم شک او شبهه نه شته.
خبر راوړونکي ورته وویل، چې په دې خبرو کې خو کوم شک نه شته، اما هغه وایي، چې له جگړو څه په لاس درځي?! یوازې دخلکو وژل، د مړو جسدونو امبارونه او وحشت یې پایله ده.
سلطان ددې خبرو په اورېدلو ټکان وخوړ او سمدلاسه دهغه عالم په موندلو پسې روان شو، عالم یې ومونده او پوښتنه یې ترې وکړه، چې بیت المقدس څه ډول له جګړې پرته ازادیږي او مظلوم مسلمانان دکفارو له شره خلاصیږي?
عالم ورته وویل، چې په دوعاگانو!
ددې خبرې په اورېدلو د سلطان مخ له غوسې سور واووښت او پوه شو، چې دا عالم دټول صلیبي فوځ هم خطرناک دی.
سلطان په خپل خنجر دهغه گوتې پرې کړې، چې په دې سره هغه ډېرې چیغې ووهلې.
سلطان ورته وویل، چې خپل اصلیت راوښیه، ګني سر دې هم پرې کوم.
مالومه شوه، چې دا سپین ږیری عالم یو یهودي وو.
له دې حکایت مالومېږي، چې حق دتورې په زور اخېستل کیږي، په سوال، زاریو او دوعاگانو چاته حق نه ورکول کیږي.
دیدن د سر په بدله دی
چی سر ساتی خاورې به وکړی دیدنونه
0 Response to "سلطان صلاح الدين ايوبي او يهودي ملا! سالم فکر اوکړئ."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com