مولوي بشير احمد حليمي ليکنه: د فکري جګړې شپږمه برخه!
(((دفکری جګړی شپږمه برخه)))
څنګه چې فکري جګړه مرموزه ده
همدغسې یې لوبغاړي ، همکاران او جاسوسان هم مرموز دي
مبالغه به نهٔ وي کهٔ ووایم چې منافقین دؤه مخي وي خو د فکري جګړې چلؤنکي ، پلان جوړؤنکي او ؤرسره عملي کؤنکي څلور مخي انسانان دي .
د دؤی پېژندل عامو خلکو ته لږ مشکل وي خو د ؤخت پهٔ تېرېدلو یې د ؤلس پهٔ زړونو کې د مینې پهٔ ځای نفرت پیدا شي ځکه د دؤی څلور واړه طرفونه وؤیني لکه د مثال پهٔ توګه د فکري جګړې ښکار شوي استخدام شوي خلک تاسو ؤلیدل چې د کمونېرم پهٔ لښکر کې ولاړ وو
او د کمونېزم د ایډیالوژۍ لپاره یې فکري جګړه کؤله کله چې کمونېزم د اقتصادي نظام پلو پهٔ هر ځای کې د ماتې سره مخ ؤ نو دغه فکري جګړه مارانو مخ د غرب طرف ته کړو دلبرالانو ، سېکولرانو ، الحادیانو او ډیموکراتانو پهٔ جامه کې را څرګند شؤل اؤ د طاغوتي نظامونو لپاره یې د فکري جګړې میدان ګرم کړو ځکه دؤی د مادیاتو لپاره هر څهٔ کوي .
دا خلک نه خپل ملک (هېواد ) ته وفادار دي نهٔ دین ته اؤ نهٔ ؤلس ته .
د دؤی ضمیرونه د پخوا څخه مړه دي د غرب پهٔ غلامۍ کې ښهٔ بې غمه خوبونه کؤي د هېڅ غم ورسره نهٔ وي حتیٰ خپل ناموس ته یې هم مطلقه آزادي ورکړي وي .
د دؤی هدف شیطاني دجالي نظامونه مسلمه اُمت ته پهٔ جعلي شعارونو ښایسته کؤل دي
ځوانان او ځوانې انجونې بې حیایۍ ته هڅؤل د مدرسو او علماؤو سره د عام ولس مینه محبت کمول طاغوت ورته دوست او اسلامي نظام ورته ؤروسته پاتې نظام تعریفؤل دي .
د اُمت مسلمه پهٔ منځ کې اعتماد ،او باور لهٔ منځه وړل دي .
کرکه ، نفرت ، قوم پرستي ، شهوت پرستي او مذهبي اختلافاتو ته ؤده ؤرکؤل دي .
پهٔ ولس کې رزیل ، کم اصل او جاهل خلک واک ته رسؤل دي چې پهٔ آینده کې پرې د عزت خلک سپک کړي .
نور پهٔ بله برخه کې ان شاء الله
0 Response to "مولوي بشير احمد حليمي ليکنه: د فکري جګړې شپږمه برخه!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com