سالم فکر اوکړئ

ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ پېژندنه:

ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ پېژندنه:

عاتيه محمود کاناډا

ځواب ـ عبدالغفار جبير

ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ پېژندنه:

ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﯥ ﮐﻠﯿﻤﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ﺷﺮﻕ څخه ﺍﺧﺴﺘﻞ ﺷﻮې ﺩﻩ، معنا ﯾﯥ رڼا ﺍﻭ ځلېدل ﺩﻱ . ، ﻫﻤﺪﺍ ﺭنګه ﺷﺮﻕ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻣﺸﺮﻕ، ﺩ ﻟﻤﺮ ﺩ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ کېدو ځای ﺗﻪ ﻫﻢ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﻱ.

په انګلیسي ژبه کي د شرق لپاره (Orient)، د استشراق لپاره (Orientalism) او مستشرقینو ته (Orientalists) وايي، ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻋﺎﻣﻪ معنا داده ﭼﯥ په ﻏﺮﺏ کي ﺍﻭﺳﯿﺪﻭنکي ﻋﻠﻤﺎﺀ ﺍﻭ ﻣﻔﮑﺮﯾﻦ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﻋﻠﻮﻡ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻥ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺗﺤﻘﯿﻖ ﺍﻭ ﺗﻔﺘﯿﺶ ﻣﺮﮐﺰ ﻭګرځوي ﻧﻮ ﺩﯤ ﺗﻪ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻭﺍﯾﻲ . ﭘﻪ ﻋﺎم ډول سره ﭘﻪ ﺩﯤ ټولو ﻋﻠﻮﻣﻮ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻧﻮ کي ﻫﺮ ډﻭﻝ ﻋﻠﻮﻡ ګډﯾږﻱ، ﺩ ﻣﺜﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﻮګه، ﻋﻤﺮﺍﻧﯿﺎﺕ، ﺗﺎﺭﯾﺦ، ﺑﺸﺮﯾﺎﺕ، ﺍﺩﺏ، ﻟﺴﺎﻧﯿﺎﺕ، ﻣﻌﺎﺷﯿﺎﺕ، ﺳﯿﺎﺳﯿﺎﺕ، ﺍﻭ ﻣﺬﻫﺐ او نور… .

د استشراق اصلي موخه:

۱: داسلامي امت ګمراه کول:

استشراق د یهودو او نصاراوو له لوري د مسلمانانو د عقائدو، شریعت، کلتور، تهذیب، تاریخ، سیاست او حکومتي نظام د څېړنو نوم دی، چي اصلي هدف یې دادی چي اسلامي امت باندي خپل نسلي، کلتوري، سیاسي او مذهبي تسلط راولي او مستعمره یې کړي، مسلمانانو پخپل الهي او حق دین کي مشکوک کړي، ګمراه یې کړي او مرتد یې کړي.

۲ – ﺩﯾﻨﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ

داچي اوسنی عیسائیت او یهودیت په نامه مذهبونه دي، او هیڅ الهي څرک پکښې نشته، که پکښې شته هغه نه یهودو او نه هم عیسایانو ته د منلو دی، او برعکس اسلام د مځکي پرمخ باندي یو رښتنی الهي او الهامي دین دی، هر څه یې د بشریت د تعمیر سره سمون خوري، نو ځکه د اسلام د مبارک دین شغلې په ټوله نړۍ کي په تېزۍ سره راواني دي، په جرمني کي په یوه ورځ باندي پر یوه ځای باندي ۱۲۵۰ کسه د اسلام دائرې ته داخل شول، همداشان په امریکا، کاناډا او ټوله کفری نړۍ کي اسلام ډېر پر مخ روان دی، چي تاسی ګران لوستونکي کولای شئ زما چاپ شوی کتاب (زه ولي مسلمان سوم؟) درسره وګورئ.

د اسلام د مقدس دین د کانترولو لپاره دغه د مستشرقینو مکتب تعمیر او ترمیم شو، د همدې لپاره مستشرقین د عیسایي او یهودي راهبانو له لوري تربیه شول تر څو په احادیثو، سیرتو، قرآنکریم او په مجموع کي په اسلامي احکامو کي شکونه پیدا کړي، مسلمانان په ژبني، نژادي، قومي او بې بنسټه کرښو کي تقیسم کړي او اخوت یې په لعنت باندي واړوي، داسلام دین ورته بې ارزښته ښکاره کړي، عقل ته پر الهي قانون باندي ترجیح ورکړي.

سالم فکر اوکړئ


 

0 Response to "ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ پېژندنه:"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article