سالم فکر اوکړئ

الوتونکي قابونه(Flying Saucers) او نوی نړیوال نظام!!!

الوتونکي قابونه(Flying Saucers) او نوی نړیوال نظام!!!

الوتونکي قابونه(Flying Saucers) او نوی نړیوال نظام!!!

موږ تیر پوسټ/لیکنه کې دا موضوع ښکاره کړ، چې برمودا مثلث او شیطاني سمندر څه شی دی، ددوی خپل منځي اړیکې څه دي او د نړۍ لپاره څومره ګواښ دی؟ اوس راځو د عجایبو او یاهم له رازه ډکه معما باندې بحث کوو، چې ساینس پوهان ورته الوتونکي قابونه(U.F.O) وایي، او د الوتونکي قابونو اړیکه له برمودا مثلث او شیطاني سمندر سره څه اړیکه لري؟

مولانا عاصم په خپل کتاب(برمودا مثلث او دجال) کې د الوتونکي قابونه داسې پیژني.

((الوتونکي قابونو ته ناپیژنده الوتونکي څيزونه ویل کیږي، دا د کوم نوي معدن او پلاستیک له یوځای کېدو څخه جوړیږي، دا معدن ځلیدونکی وي چې له لرې د تیزې سپینې رڼا په څېر ښکاري، الوتونکي قابونه په یو خت کې خپل حجم دومره کوچنی او لویولی شي چې سترګې شکمنې کوي او لیدونکي بې هوښه کیږي.))

د الوتونکي قابونو دننه په عام ډول نارنجي، آسماني او سور رنګ لرونکې وړانګې راوځي، نوموړي قابونه د نړۍ تر ټولو قوي سرعت لري، چې د سترګو په رپ سره پناه کیږي، تر اوسه پورې ددې قابونو ثبت شوی سرعت په یوه ثانیه کې اوه سوه ۷۰۰ کیلومتره دی. دا هغه سرعت دی چې نړیوالو ته معلوم دی، اصلي سرعت څخه یې هېڅ خبر نه دی.

الوتونکي قابونه په فضاء کې په یوځای درېدلی شي، شیان او خلک له لرې راکش کوي، که څوک نږدې ورشي، یو ډول خارښت پرې لګیږي، سترګې یې سوزي او وجود یې داسې ټکان خوري، لکه سختې بریښنا چې نیولی وي. د نړۍ د بریښنا او تګ راتګ نظام، موټرونه، الوتکې، بیړۍ... ودرولی/جامولی شي.

د لیزر سیستم په وسیله په آسمان کې عصري او پرمختللي الوتکې په آسانې سره تباه کولی شي.

ساینسپوهانو آټکل کړی چې د نړۍ په کایناتو کې د ټولو شته قوتونو وسیلې د الوتونکي قابونو په ټکنالوژۍ کې کاریدلي دي.

تر کومه وحده چې ما د برمودا مثلث،شیطاني سمندر او الوتونکي قابونو په اړه مطالعه وکړه، دې نتیجې ته ورسیدم چې الوتونکي قابونه د برمودا مثلث دننه د ابي اوبو غارونه Blue holes وجود لري چې له همدې غارونو څخه الوتونکي قابونه راوځي، البته د یادولو وړ دی چې ډیری ساینسپوهان په دې اعتراف کړی چې د برمودا مثلث اوبو کې منظم او د نړۍ ترټولو پرمختللی نظام وجود لري چې انساني تصور یې نشي موندلی... او دا نظام د هغه سیانسپوهانو په واسطه جوړ شوي دي چې د برمودا مثلث له لوري تښتول شوي دي، یانې برمودا مثلث او شیطاني سمندر خپلې چارې د اوبو دننه او الوتونکې قابونه د اوبو دپاسه خپلې چارې مخې ته وړي او الوتونکي قابونه د برمودا مثلث لپاره په وچه، ښارونو، هېوادونو او مهمو ځایونو... کې خپلې چارې مخې ته وړي. 

الوتونکي قابونه په نړۍ کې د ډېری خلکو له لوري لیدل شوي دي او هم لسګونه ځلي د رادر په کرښو کې لیدل شوي.

چارلس ولټز مشهور ساینسپوه او د برمودا مثلث محقق په خپل کتاب(The bermuda Triangle) کې لیکي:

(( الوتونکي قابونو کې سپرو ځواکونو دا هڅه کړې ده چې نړیوال هغوی د کومې بلې سیارې مخلوق وګڼي، د همدې لپاره هغوی خپلې څېرې فضايي مخلوق(Aleins) نوم ورکړل شوی دی؛ مګر رښتیا دا دي چې هغوی فضایي مخلوق نه؛ بلکې د همدې نړۍ هغه تښتول شوي انسانان دي، چې د برمودا مثلث له لوري حیف و میل شوي دي، او د نړیوالو ځواکونو مهمو خلکو سره په اړیکه کې وي.))

د یادولو وړ ده، چې الوتونکي قابونه د نړۍ ستر ټولو ستر مخفي ځواک دی چې د نوي نړیوال نظام په جوړولو بوخت دي، اوس مهال د ټولې نړۍ واک/راج په لاس کې لري، د نړۍ مهم ولسمشرانو او نظامي مشرانو بلخصوص د ناټو عمومي سرمنشي سره هم ملاقاتونه کړي دي.

په ۱۹۵۱ م کال کې یو الوتونکي قاب د امریکا په یوه فوځي هوایي ډګر کې راښکته شو، له دې الوتونکي قاب څخه درې تنه راکوز شول، چې په روانه انګلیسي ژبه یې خبرې کولې، هغوی د امریکا ولسمشر ایزن هاور سره د لیدنې غوښتنه وکړه، چې له دې لیدنې وروسته ایزن هاور د امریکې ولسمشر شو.

هلته شته فوځي افسرانو د امریکې له ولسمشر سره اړیکه ونیوله، ایزن هاور له درې تنه فوځیانو سره راغی، د حیرانتیا خبره دا ده چې په دې ورځ د هوایي ډګر ټولې چارې د ناڅرګند علتونو له آمله ځنډیدلې وې، نه کوم فوځي له خپله ځایه وخوځید، نه کومه الوتکه پورته شوه، اضطراري حالت نافذ کړی شو، بیا الوتونکی قاب ورک شو...

ددې ملاقات ټولې خبرې مخفي پاتې شو، حتا ټولو رسنیو باندې بندیز ولګیده، ترڅو دا راپور خپور نکړي.

له دې سربیره جیمي کارټر د امریکې پخوانی ولسمشر د ABC نیوز سره په مرکه کې وایي چې ما خپله الوتونکي قابونه لیدلي دي.

له دې وروسته له رسنیو سره ژمنه وکړه چې زه به د سپینې ماڼۍ ته له رسیدو سره سم د الوتونکي قابونو په اړه د ساینسپوهانو یوه کمیټه جوړومـ، ترڅو حقیقت نړۍ ته مالوم شي. مګر جیمي کار ټر د امريکا ولسمشر کېدو سربېره خپله ژمنه پورنه نه کړه.ولې؟

آیا په امریکا کې کوم بل ځواک هم شتون لري چې د امريکې ولسمشر څخه ډېر ځواکمن دی؟ آیا د الوتونکي قابونو مالک په وړاندې د امریکې ولسمشر هم بې وسه دی؟ یا جیمي کارټر ته پټ ځواک دا ګواښ کړی چې که ځان درته ګران وي، نو الوتونکي قابونه هیر کړه؟؟؟؟

په برمودا مثلث کې چې کومې غیر عادي پېښې شوي دي، د هغې اړوند راپورنو او څېړنو باندې د امریکې حکومت له لورې سخت بندیز لګول شوی دی، اوس نه هغه مشهوریدلی او نه ویشلی شي.

په همدې ترتیب په ۱۹۶۳ م کال د پورټوریکو په ختیځ ساحل کې د امريکې بحري ځواکونو د خپلوتمریناتو په جریان کې یو الوتونکي قاب لیدلی ؤ چې سرعت یې ډېر چټک ؤ او د سمندر دننه په ۲۷ زره فوټه ژوروالي کې یې سفر کاوه.

د الوتونکي قابونو لیدونکو پسې سمدستي د تورو جامو والا خلک رارسیږي او د دې پېښې د نه ویلو خبر داری ورکوي....

د الوتونکي قابونو ته دستور له برمودا مثلث څخه ورکول کیږي او ټول هغه اعمال او تحرکات ترسره کوي، چې د برمودا مثلث او شیطاني سمندر له لوري غوښتل کیږي.

نوموړي قابونه د ځمکې له کُرې څخه هغه مهم اشخاص او ساینسيوهان تښتوي چې یا به د برمودا مثلث او شیطاني سمندر په اړه حقیقت ته رسیدلی وي او یاهم د برمودا مثلث لپاره ګواښ وي.جچ

د البرټ انشټاین په وینا "له شک پرته الوتونکي قابونه شته او دا الوتونکي قابونه چې د چا په واک دي، هغه هم انسانان دي" د یادولو وړ ده، کوم الوتونکي قابونه چې د پیښو ښکار شوي دي، په هغو کې موندل شوي جسدونه د انسانانو ؤ، که دا انسانان وي، نو ددوی مالک یا پاچا څوک دی؟

اوس پوښتنه دلته راولاړیږي چې په دومره نوي تکنالوژۍ او پټو کمین ځایونو کې په ناسته دوی د چا په وړاندې د جنګ چمتووالی کوي؟ الوتونکي قابونه د امریکې ولسمشر ایزنهاور سره ولیدل، نور امریکایي ولسمشران ولې ددوی په اړه راپورنه نه خپروي؟

دا خبره د یادولو وړ دی او ډېر د تعجب وړ هم دی، چې د نوموړو الوتونکو قابونو دتعقیبولو پایله دانسان په مرګ تمامیږي، لکه کپټان ټامسن مینټیل چې یو الوتونکي قاب لیدلی ؤ، ددې قاب په تعقیب پیل وکړ، چې هدف مې د الوتونکي قاب تصدیق کول ؤ، ناڅاپه خپله کپټان مړ شو او الوتکه دوه ټوټې شو.

له دې پیښې وروسته هېڅ دا حق نلري، چې په امریکې د الوتونکو قابونو څیړنه، تعقیب...کړي.

د امریکې ذهني غلامۍ کې اخته خلک د هغه ځای او رسنیو د خپلواکۍ په ستاینو نه ستړي کیږي. دا فکر یواځې تاثر دی، که نه دوی هم پوهیږي چې امریکا کې یواځې په هغو چارو د لیکلو ازادي ده، له کومه چې هلته د شته پټو ځواکونو ګټو ته زیان نه رسیږي، مګر هره خبره چې دوی پټ ساتل غواړي، د هغې په اړه د امریکا ولسمشر هم خولې تړلو ته اړ باسي.

یادونه: په دې لیکنه مې له ډېرو ماخذونو څخه استفاده کړې په فیسبوک کې د ډېرو ماخذونو ذکر مناسب نه دی، خو په ارزښت، یاران، تاند ...ویبسایټونو کې بشپړ ماخذونه ذکر کوم.

قدرمنو لوستونکو!

د اوس لپاره همدومره بس دی،بیا نور راتلوونکي پوسټ/لیکنه کې تاسو ته د برمودا مثلث اړیکه له ناټو، پینټاګون، ...سره او هم دجال په اړه معلومات خپروم.


تاسو څه نظر لرئ؟

 

الوتونکي قابونه(Flying Saucers) او نوی نړیوال نظام!!!

0 Response to "الوتونکي قابونه(Flying Saucers) او نوی نړیوال نظام!!!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article