سالم فکر اوکړئ

د شرعي حکم فلسفه او منطق (Logic) څوک پوښتي؟؟؟

د شرعي حکم فلسفه او منطق (Logic) څوک پوښتي؟؟؟

د شرعي حکم فلسفه او منطق (Logic) څوک پوښتي؟؟؟

سعدیه محمود- آکسفورد

موږ ستاسو ټولې انګلیسي او پښتو لیکنې په مینه او لورینه سره لولو، په ځانګړي ډول سره دغه لړۍ موږ ضرور تعقیبوو او شیر کوو یې:

۱: اسلام او ساینس.

۲: عیسائیت څه شی دئ؟

۳: د ملحدینو ځوابونه

ستاسو همدغه درې لړۍ دي چي موږ ته بې مثله (Unique) یاست، اوس پوښتنه داده چي ولي بېله ملحدینو مسلمانان د شرعي حکم فلسفه او منطق (Logic) پوښتي؟ ایا د شرعي احکامو د فلسفې او منطق پوښتل په اسلام کي پر ځای کار دئ؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

الحمدلله ثم الحمدلله چي مسلمانان یو او په الهي احکامو سره نازول سوي یو، په دې کي شک نسته چي د الله جل جلاله په هر حکم (امر او نهی) کي د انسانانو دُنیوي او هم اُخروي ګټې سته، خو و بنده ته پکار نه ده چي الله جل جلاله ته ووايي چي ولي دي پر ما لمونځ فرض کړیدئ؟ ما ته یې لومړي حکمت را وښیه بیا یې اداء کوم؛ یا ولي دي زنا، غلا، شراب، سود او نور... پر ما منع کړیدي؟، لومړی یې فلسفه او حکمت راته روښانه بیا یې نه کوم.

دا بندګي نه سوه، دا بیا سرکښي سوه، چي الله جل جلاله خپل معبود ګڼئ ، چي معبود کله د امر حکم وکئ، عبد (بنده)یې باید بېله پوښتنې وکئ او د هغه شي څخه یې چي منع کړیدئ هغه باید بېله پوښتنې ونکي.

یو روښانه مثال:

که یو څوک نوکر ولري، او هغه نوکر ته ووايي چي دا کار وکه او دا مه کوه، او هغه نوکر ورته وايي، چي لومړی ما ته ددې کار حکمت بیان که! بیا یې کوم ، یا یې نه کوم، نو دغه ارباب به ضرور دغه نوکر له کور پسې واخلي، چي ستا یې په مخه ښه، دا ځکه دغه نوکر دا صلاحیت او اجازه نلري، چي ارباب ته ووايي چي ولي زه باید دا کار وکم او ولي باید دغه کار ونکم.

موږ ولي (اسلام او ساینس) خپروو؟

موږ د اسلامي احکامو څخه سره یو ځای ساینسي لیکنې په دې خپروو چي لومړی غواړو چي د ملحدینو، مرتدینو، مشرکینو او کفارو شبهاتو ختم کړو، دوهم زموږ موخه داده چی ساده لوحه مسلمانان په دې ښه پوه کړو چي الله جل جلاله ولي دغه امر کړیدئ؟ او یا یې دغه نهي کړیدي؟

زموږ اکابرو علماء کرامو لکه شاو لی الله دهلوي رحمة الله علیه، پخپل ښکلي نړیوال کتاب ((حجة الله البالغه))، او اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه پخپل نړیوال معلوماتي کتاب ((شرعي احکام کې فلسفه اور حکمت)) کي ، د شرعي احکامو فلسفه او حکمت هم ددې موخو لپاره بیان کړیدي. 

عبدالغفار جبير


0 Response to "د شرعي حکم فلسفه او منطق (Logic) څوک پوښتي؟؟؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article