کلمه طيبې ته کنځل کول,. سالم فکر اوکړئ!
Thursday, November 4, 2021
Comment
و کلمه طیبې ته ښکنځل کول
سوال: یوې ښځې و کلمه طیبې ته بد وویل او ښکنځل یې ورته وکړه، ددې د نکاح حکم څه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
هغه څوک چي و کلمه طیبې (لا اله الا الله محمد رسول الله ) ته ښکنځل وکړي دغه کس کافر دی، دا ځکه چي و کلمې طیبې ته ښکنځل کول دا د دین توهین (استخفاف دین) دی، او په استخفاف دین سره یو کس کافر او مرتد کیږی.
قال علامة ابن عابدین (رح): و یظهر من هذا ان ما کان دلیل الاستخفاف یکفر به و ان لم یقصد الاستخفاف لانه لو توقف علی قصده لما احتاج الی زیادة عدم الاخلال بما مر لان قصد الاستخفاف مناف للتصدیق. (رد المحتار ج۴ ص: ۲۲۲، باب المرتد قبل مطلب فی منکر الاجماع)
د مسلمان خاوند سره یې نکاح ختمه سوه، که دغه ښځه بیا نکاح د هغه مسلمان خاوند سره کوي، د خلکو په مخکي به کلمه د شهادت وايي او اسلام به راوړي، بیا به نوې نکاح او عقد کیږي.
0 Response to "کلمه طيبې ته کنځل کول,. سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com