سالم فکر اوکړئ

ايا ښځه خط او کتابت زده کولې شي؟

ايا ښځه خط او کتابت زده کولې شي؟

ايا ښځه خط او کتابت زده کولې شي؟

پوښتنه‼️

زه کویټ کي ژوند کوم، ما دعلماء دا خبره اورېدلې ده چي ښځه باید خط او کتابت زده نکړي، تاسي څه وایاست؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

بلې دا حدیث چي ښځه دي خط او کتابت نه زده کوي په (شعب الایمان للبیهقی: ۲/ ۴۷۷،حدیث نمبر: ۴۷۸/ ۲۴۵۴) کی راغلی دئ، خو محدیثینو رحمة الله علیهم اجمعین دغه حدیث بې اصله بللی دئ، په (سلسلة الاحادیث الضعیفة والموضوعة: ۵/ ۳۰، حدیث نمبر: ۲۰۱۷)، د دوی دا پرېکړه په دې درسته ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي مختلفې صحابیه بیبیانې په خط او کتابت کي تکړه وې لکه د حضرت شفاء عدویه رضی الله عنها خط ډېر ښه وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خواهش وو چي و حضرت حفصې رضی الله عنها ته خط او کتابت ور زده کړي. 

له همدې کبله که ښځه خط او کتابت زده کوي په دې کي حرج نسته.

عن الشفاء بنت عبدالله قالت: دخل علی النبي صل الله علیه وسلم و أنا عند حفصة رضی الله عنها فقال لي: ألا تعلمین هذه رقیة النملة کما علمتها الکتابة (سنن أبی داؤد، حدیث نمبر: ۳۸۸۷، باب فی الرقی، کتاب الطب)

(کتاب الفتاوی ټوک ۱، پاڼه: ۵۲۴/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله رحمانی- هندوستان، فتاوی حقانیه ټوک: ۲، پاڼه: ۱۱۷، فتوح البلدان ترجمه اردو: ۲/ ۲۵۲، بحواله، کتاب حدیث عهد رسالت و عهد صحابه / مفتی رفیع عثمانی: ص: ۶۰) 

ايا ښځه خط او کتابت زده کولې شي؟


0 Response to "ايا ښځه خط او کتابت زده کولې شي؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article