له نن څخه خپلې هيلې پیل کړه. ليکنه: قريب الرحمن سعيد
له نن څخه خپلې هيلې پیل کړه. ليکنه: قريب الرحمن سعيد
تېر هېر کړه راتلونکي ته اندیښنه مه کوه ځکه دتېر په هکله راځي (مامضی فات)
تېر نه راګرځي او دتېر په اړه فکرکول د راتلونکي پرمختګ لپاره مخه نېسي . سبا په هکله هم اندېښنه مه کوه ځکه له مونږ وړاندې هلته زمونږ رب موجود دی هغه چې سه وغواړي کوي یي.
ته عادي شخص نه یې تاته کورني په طمعه دي تاته ټولنه سترګې په لار ده .
ته کولای شې دخپلې کورنې هېلې پوره کړې ته کولای شې یوه سالمه کورني منځ ته راوړي ته کولای شي یوه با استعداده ټولنه جوړه کړې دا تول هغه سه دي چې ته یې وړتیا لري .
لطفا! ساه واخله خپل فکر له همدې ځایه بدل کړه خپل فکر دخپل ځان په ضد مه استعمالوه . راځه خپلې هېلې له همدې ځایه شروع کړه دهغې لپاره همدا اوس لاس په کار شه خپله وړتیا ښکاره کړه. دخلکو خبرې پریږده نن سبا هیڅوک چاته خوشحالی نه ورکوي . دخلکو فکرونه مختلف دی هرڅوک ځانته نظر لري ممکن ستا له نظره مخالف وی. نو که د خلکو نظرونه او خبري عملي کړو خپل ژوند او هېلې له لاسه ورکوو.
ته داستعداد خاوند یې ، ته په ټولنه کې له ځانګړو خلکو څخه يې.
ممکن داسې څوک وي چې ستا استعداد ووژني ، خوباید له داسې خلکو او فکرونو پناه وغواړو .
ژوند دښکلا او مېنې نوم دی رازه مینه وکړه مینه خپره کړه . دمینې پیل له خپله ځانه وکړه له ځان سره لومړی مینه وکړه خپل ژوند ښکلی کړه . تیر هیر کړه دسبا په اړه هیڅ اندیښنه مه کوه ځکه زمونږ رب له مونږ وړاندي هلته موجود دی . ژوند د نن ورځې او اوسني حالت نوم د ی باید همدا اوس لا س په کار شو ناهیلي نشو . وخت باید دلاسه ورنکړو وخت تلونکی دی خو پښیمانتیا بیا پاتې وی.
نو له پښیمانتیا لاس په سرشه او زوند په لاندې ټکو ښایسته کړه.
۱ــ له تنهایی ځان وساته او خپل ځان له ملګرو سره مصروف کړه مطالعه وکړه بهترینه مطالعه دقران تلاوت دی.
۲ــ له هغه څه ځان وساته چې تا روحا او جسما نا راحته کوي.
۳ــ له سټوریانو شعرنو غزلونو او هغه اسباب چې تاته غم درکوي پرهیز وکړه.
۴ــ اذکار کوه تل خپل رب یادوه ځکه االله په خپل بنده له اویا میندو ډېېر مهربانه دی هغه پر خپلو بندګانو ډېر خفه کېږي هیڅ یو بنده یواځې نه پریږدی.
۵ــ دا کلمات په یاد ولره : ان الله معنا، لاتقنطوا من رحمت الله ، ولا تهنوا ولا تحزنوا.
۶ــ ته تنها نه یې ځان تنها مه شمیره خپله ستونزه له نورو سره شریکوه له خان سره یې مه ساته .
۷ــ دوسوسو او خفګان په صورت کې د ورځې ۱۰۰ ځل دا کلمات وایه :لا حول ولا قوة الا با لله العلي العظیم. او ورسره له هر مانځه وروسته ۷ ځل دا کلمات بسم الله اللهم انی آعوذبک من الهم والحزن.
۸ــ له هر مانځه وروسته معوذتین پر ځان چف کوه.
۹ــ هرشپه دسبا ورځې لپاره ځانته تقسیم اوقات جوړ کړه دخپلو کارونو یوه خطه ځان سره پر کاغذ ولیکه.
۱۰ــ یوه کتابچه دشپې رواخله ا وخپل ورځني عملونه پکې ولیکه بیا وګوره چې کوم عمل بد او یا ستا دخفګان او ستا دتنهایی سبب کېږي قلم پرې کش کړه همدلته یې پرېږده او هوډ وکړه چې سبا ته دا کارونه نه کوم. او نیک کارونه پرېږده ټیکمار یی کړه او عمل پرې کوه.
أخوکم في الله : حافظ قریب الرحمن سعید
0 Response to "له نن څخه خپلې هيلې پیل کړه. ليکنه: قريب الرحمن سعيد"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com