سالم فکر اوکړئ

د پاچا او خرکار فولکلوریکه کیسه! ليکوال: حامد افغان

د پاچا او خرکار فولکلوریکه کیسه! ليکوال: حامد افغان


د پاچا او خرکار فولکلوریکه کیسه!

   پاچا اعلان وکړ که زما قبر کې څوک یوه شپه تېره کړي زما نیمه پاچهي به ورته ډالۍ کوم! څرنګه چې د قبر حالات له عالم الغیب او پټي نړۍ سره تړاو لري نو موږ هغه حالات د دنیا په عقل سره نه شو احساسولی!، البته د دنیا عقل یې ډېر ویروونکي راته ښیي، نو ځکه څوک په قبر کې شپه تېرولو ته زړه نه شي ښه کولی.

   سیمه کې یوه خر کار چې له خپل ستومانه ژونده په تنګ و ځان سره یې وویل: د قبر شپه خود سخته ده! خو توکل په الله، راځه دا یوه شپه سختې به تېره کړم، ګوندې له دې سخت ژونده نجات ترلاسه کړم او که نور څه راپېښېدل هغه به هغه ساعت ګورو.

   لنډه دا چې خرکار د پاچا ځای ته ورغی او د هغه قبر کې شپه تېرولو ته خپله تیاري یې ورته وښودله! پاچا خپلو کسانو ته وویل: خرکار پوه کړئ او معلومه کړئ چې دې کار ته په یقیني توګه تیار دی! لنډه ده چې خرکار یې قبر ته دننه کړ او هغه په قبر کې وغځیدی!

   هغه و چې کم وخت کې د لنډ حساب کتاب لپاره د ملایکو ټولی ورته راورسید! هغوی وپوښتی چې په فلان ورځ دې پر خپل خره له یوه بار نه زیات یونیم بار ولې بار کړی و دا ظلم نه دی؟! خرکار وویل هغه ورځ کار راباندې زیات و، مجبور شوم ، ځکه مې یونیم بار پرې اړولی و! امر وشو چې د هغه ظلم په سزا کې یې پینځوس دُرې ووهئ!

   بیا وپوښتل شو چې په فلان ورځ دې ولې دوه بارونه پخپل خره اړولي و؟! په هغه بله ورځ دې خر تر مازدیګره وچلوه او ماښام دي کمزوری خوراک ورکړ! بله ورځ دې څومره وخت تږی ځغلوه! خرکار ته یې پر خره د هغه داسې نور ظلمونه وریاد کړل، څرنګه چې د خرکار ځوابونه سم نه وو، نو د هر ظلم مقابل کې معلومې دُرې ورته ټاکل کیدلې او دا دُرې تر سهاره د خرکار هډونو ته ورحواله شوې!!

   سهار چې له قبره راوایستل شو پاچا او د مجلس خلک یې ورته ولاړ وو، پاچا ورته وویل: مبارک مبارک! د نیمي دنیا پاچهي دې مبارک شه! خرکار له حیرت او دهشته وازه خوله ولاړ و! ول پاچا صیب زما خر چرته دی زما خر؟! هغه ورته کړه: پاچا صیب ماته مې خپل خر راحواله کړه له پاچهي مې هغه د پلار هم توبه ده! 

   پاچا په حیرت وپوښتی چې عجیبه ده!! تیاره ګټلې نیمه پاچهي نه غواړي او خپل خر یادوې؟! خرکار ورته وویل: *پاچا صیب زه یې د همدې خره پر سر په حساب او کتاب تر دا سهاره ډبولم! نو د نیمي پاچهي باره کې حساب او کتاب به څنګه یي!! ماته مې خپل خر راپریږده پاچهي دې تا ته مبارکه یي!*

د پاچا او خرکار فولکلوریکه کیسه!


0 Response to "د پاچا او خرکار فولکلوریکه کیسه! ليکوال: حامد افغان"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article