حامد افغان صيب ليکنه: یار د بل درومې او زه ورپسې ژاړم
یار د بل درومې او زه ورپسې ژاړم
یوې بوډۍ مېرمنې ایکې یو زوی درلود او له هغه سره یې ډېر دخوند او خوشالي ژوند تېروه، د الله تعالی امر و یوه داسې سپیره ورځ هم په دې بوډۍ راغله چې دا د زړه ټوټه یې الله ورنه واخیست، زوی یې مړ شو او په بوډۍ باندې د غم او وېر تورې وریځې راغلې.
بوډۍ ډېر غم د لیونتوب پولې ته ورسوله ، له ډېره غمه د سیمې حکیم ته ورغله او ورته ویې ویل : حکیم صاحب خامخابه یوه داسې نسخه راته تیاروې چې زوی مې بېرته راژوندی شي ! هغې ټینګار وکړ چې دا کار که څه هم ډېر سخت او ناشونی دی خو ته به یې کوې . حکیم صاحب یوڅه چوپ پاتې شو اخیر یې ورته وویل : دا کار به زه په یوه شرط در ته کوم او هغه داچې ته به ما ته یوه د ږدن دانه راوړې او له داسې کورنۍ به یې راوړې چې هغې کورنۍ په خپل ټول ژوند کې غم نه وې لیدلی.
بوډۍ روانه شوه او د ږدن د دانې په لټه کې د کلې اوسیمې په کورونو سر شوه ، څو داسې کورنۍ پيدا کړې چې هیڅکله یې غم نه وي لیدلی او له هغه کورنه د ږدن دانه ترلاسه کړي ، یوه دروازه یې وټکوله ، یوه مېرمن ورته راوتله ، بوډۍ ورته وویل : ایاتاسو کوم غم لیدلی دی ؟ د مېرمنې په شونډو ترخه موسکا خپره شوه او بوډۍ ته یې وویل : زموږ کور هر ډول غم لیدلی دی او تازه غم مو دا دی چې یوکال کیږي مېړه مې وفات شوی دی ، څلور زامن او لوڼه یتیمان راته پاتې دي، د کور سامان کم کم پلورم او اولاد پرې ساتم اوس مې د کور سامان هم په ختمیدا ده. بوډۍ یې په غم ډېره خپه شوه ، د تسلې له څو خبرو وروسته ورنه روانه شوه .
لمر لا نه و لویدلی چې بوډۍ د بل کور دروازې ته ودریدله ، د دروازې له ټکولو وروسته د کور مېرمن ورته راووتله ، بوډۍ هماغه خپله پوښتنه تکرار کړه او هغې ورته وویل : دا ډېره موده یې مېړه سخت ناروغ دی اوپه کور کې يې د خوړو څه نشته، اولاد یې ټول وږې اونهر ناست دي . بوډۍ بازار ته روانه شوه، یوڅه خوراکي شیان يې ورته راوړل، شپه يې ورسره تېره کړه اوسهار د بل کورپه لور ورنه رخصت شوه .
بوډۍ په ډېرو کورونو وګرځیدله خو داسې کورنۍ یې ونه موندله چې کوم غم یې نه وي لیدلی، څو دې ته د ږدن دانه ورکړي ، په دې چکرونو او د سیمې په کورونو په ګرځیدا سره بوډۍ د سیمې له ټولو کورونو سره بلده او شناخته شوه، اخیر یې هغه د بې غمه کور موندل او له هغه نه د ږدن دانه ترلاسه کولو خبر هم هېره کړه.
بوډۍ په سیمه کې له ځانه ډېر کړیدلې او سخت غمژن پیدا او شناخته کړل، د هغو په غمشریکي کې یې خپل غم سپک او ان د هېریدلو تر پولې ورسید او دې خبرې ته یې هم توجه نه وه چې د سیمې حکیم د غم غلطولو ترټولو ښه او ګټوره نسخه ورښوولې وه .
کله چې د ژوند په روان کاروان کې له کوم غم او درد سره مخامخ شوې، نو دا فکر مه کوه چې یواځې ته دردمن اوغمژن یې، په دې کاروان کې له تا څو برخې زیات دردمن او غمژن خلک روان دي ، لکه پښتانه چې وایي : داسې ونه نشته چې باد نه یي ښورولې. نو په لوړه کیسه کې د هوښیار حکیم نسخه در واخله ، له خپلې ځانګړې نړۍ راووځه ، خپل غم او درد دځان لپاره رحمت او نعمت وګرځوه او هغه داسې چې د دردمنو او غمژنو په حال ځان خبر او د دردونو او غمونو په کمولو کې یې مرستندوی وګرځه، په خپل غم او درد سره دا احساس خپل کړه چې ډېر نور انسانان هم له دا ډول کړاونو سره لاس او ګریوان دي او لکه څنګه چې خپلو غمونو ژړا ته اړ کړی يې داراز د نورو په دردونو هم وژاړه . لکه دروېش چې وایې :
بېلتانه دې د هر چا په غم شریک کړم
یار د بل درومې او زه ورپســــې ژاړم
زما له ناچاپ کتاب (کیسې او پندونه 313/2)
0 Response to "حامد افغان صيب ليکنه: یار د بل درومې او زه ورپسې ژاړم"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com