د محمدي رسالت عقلي ثبوت
د محمدي رسالت عقلي ثبوت
(د تصور په سترګو یی ولولئ)
د نبی علیه السلام پیدایښت نه مخکی عربو کی ناپوهي او جهالتونو له اسمان سره خبری کولی. بد اخلاقي، وژنی، بدي، چور او چپاول، د نجونو ژوندۍ ښخول، د ښځو بربنډ طوافونه... یعني دا چاپیریال په داسی مردارو او چټلو فکرونو ککړ وو چی تصور یی نه کیږي.
د عربو دغه رقم ماحول کی نبی علیه السلام دنیا ته راځي هغه هم په داسی حال کی چی پلار یی لا مخکی وفات شوی او کله چی نبی علیه السلام شپږ کلنۍ ته رسیږي مور یی هم وفات شي ورپسی په اته کلنۍ کی یی نیکه هم وفات شي یعني مطلب دا چی په هغه چټل ماحول کی دغه ماشوم د مور او پلار له تعلیم او تربیت نه لری پاتی کیږي خو بیا هم دا ماشوم داسی رالویږي لکه یو څوک یی چی تعلیم او تربیت په غاړه اخیستی وي او هیڅ بی لاري ته یی نه پریږدي.
د ده ټوله ناسته ولاړه او لیده کاته له هغو خلکو سره وو چی لومړي پراګراف کی مو ذکر کړل.
په هغه ماحول کی د دی زلمي نه فکر بدلیږي، نه بی لاری کیږي، نه غلط کار کوي، نه دروغ وایي، د هماغه ماحول خلک ورته د امین خطاب هم کوي او جالبه یی دا چی د هغه ماحول او خلکو هیڅ تاثیرات په ده باندی نه غورځیږي.
د بد اخلاقو خلکو په منځ کی په غیر اخلاقي عمل نه دی مبتلا شوی، د سخت زړو انسانانو په منځ کی دومره نرم وو چی د هر چا په غم به دردیده، د مشرکینو او بت پرستو په منځ کی داسی موحد وو چی په ځمکه او اسمان کی ورته هیڅ شی هم د ستاینی وړ نه ښکاریدل، بتانو ته نذر شوی ډوډئ یی نه خوړله، زړه یی له شرک نه بیخي پاک وو.
دغه انسان چی په کوم ماحول کی وزیږید، په کومو خلکو کی یی چی د ماشومتوب شپی او ورځی تیری کړی، له کومو خلکو سره یی چی روزنه وشوه، چی کله ځوان شو له کومو خلکو سره یی چی ناسته ولاړه وه له هماغو ټولو سره یی له اول نه په عاداتو، اخلاقو، خویونو کی توپیر درلود.
لنډه یی دا چی دغه لوړ انسان په هغه لړلي ماحول کی داسی ښکاریده لکه په توره تیاره کی روښانه شمع.
کله چی څلویښت کلنۍ ته رسیږي نو یوه ورځی یو غار ته ځي بیا کله چی له غار نه راوځي په داسی عجیبو خبرو باندی شروع کوي چی هیڅ یی په تیرو څلویښتو کلونو کی کړی نه وی. په څلویښت کاله ژوند کی یی نه د قانون، نه د اخلاقو، نه د سیاست، نه له مرګ وروسته ژوند، نه د ملایکو، نه د انبیاو، نه د قیامت... په باره کی غږیدلی خو په کومه ورځ چی له هماغه غار نه راووت نو یو دم یی په دا ډول مسایلو باندی خبری شروع کړی.
تر څلویښت کلنۍ پوری نه یی توره لاس کی اخیستی او نه یی کوم جنګ کی ګډون کړی خو وروسته یو دم داسی پوځي قمندان تری جوړیږي چی په هری غزا کی د یو اینچ په اندازه هم نه شاتګ کوي او نه ماتی مني.
کله چی دی خپل دعوت شروع کوي نو هیڅ قوت یی مخه نه شي نیولی. قوم یی ورته اوویلی چی که مشري غواړی دربه یی کړو، که مال او دولت غواړی دربه یی کړو چی هر څه غواړی دربه یی کړو خو دومره وکړه چی ته له دی خپلو خبرو واوړه، دغه انسان دا ټول وړاندیرونه ردوي او فقط په خپلی خبری(دعوت) ودریږي.
دغه بی تعلیمه انسان په ۲۳ کلونو کی یو داسی نړیوال کتاب خلکو ته وړاندی کړ چی د انساني ژوند ټول اړخونه یی پوښلي، داسی کتاب یی وړاندی کړ چی تر ننه پوری یی خلک لولي.
(صلی الله علیه و سلم)
0 Response to "د محمدي رسالت عقلي ثبوت"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com