سالم فکر اوکړئ

ميوند جمال ليکنه: د معاصر اروپا وحشي او قاتل سياست مداران!

ميوند جمال ليکنه: د معاصر اروپا وحشي او قاتل سياست مداران!

 #د_معاصرې_اروپا_وحشي_او_قاتل_سیاستمداران . 

اوله (۱) برخه 

#وایي_چې ‏فرانسيسكو فرانكو د معاصرې اروپا تر ټولو ډیر حکومت کونکی دیکتاتور او د معاصرې اروپا یو له مشهورو قاتلینو او وخشي صفته سیاستمدارانو او پاجایانو څخه ؤ هغه د (١٩٣٩م نه تر ١٩٧٥م حکومت وکړ )،

‏فرانسیسکو فرانکو په یوه متوسطه عسکري کورنۍ کې په ١٨٩٢م کې زیږیدلی .

فرانکو چې د حربي پوهنتون نه فارغ شو نو د وظیفې لپاره مغرب یا مراکش ته لاړ او ویل کیږي هلته یې د وحشت، قتل او بربریت عملي تجربه حاصله کړه او د همدې له امله یې په ډیر وړوکوالي کې په اردو کې لویه رتبه تر لاسه کړه.

په ۱۹۳۷ کې د هسپانیې پاچا الفونسو د شاهي حکومت خاتمه اعلان وکړه او د جمهوریت په خاطر یې له پاچاهۍ استعفاء ورکړه. 

‏هسپانیه کې د کمونستانو او نورو چپ اندو سره کاتولیکیان هم د نوي جمهوریت نمخالف ول هماغه ؤ چې جمهوریت خوښونکو د کمونستاتو او کاتولیکو یا د نوي جمهوریت مخالف کسان په ۱۹۳۶ کال کې بند محکوم کړل چې فرانسیسکو فرانکو هم پکې ؤ

‏فرانسیسکو فرانکو په همدې کال وتوانید چې له بنده وتښتي او د مغرب له لارې د خپلو نورو همفکرو سره په هسپانیه کې عسکري انقلاب راولي هماغه ؤ چې فرانکو په هسپانیه کې په عسکري یا دیکتاتوري نظام راوستلو کامیاب شو.

د هغه سره په دې کار کې هټلر او موسولیني دواړو مرسته کړې وه.

د فرانکو دغه انقلاب په هسپانیه کې دکورني جنګ دروازه خلاصه کړه خو فرانکو د هیڅ شي پروا ونکړه او په دغه داخلي جنګ کې تر ۵ لکو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

فرانکو د ۳ کالو په موده کې واتوانید چې دغه کورنۍ جګړه وګټي او ټوله هسپانیه د خپل تسلط لاندې راولي.

فرانکو د جنګ نه وروسته د ۵ نیم لکو پورې انسانان بندیان او په لسګونه زره یې په اعدام محکوم کړل.

د فرانکو وحشت ظلم او قتل عام ته سپین وحشت يا white terror ويل کیږي. 

هغه د خپلو مخالفینو سره عجب برخورد کوه حتی تر دې چې کومه ښځه چې حامله او مخالفه به وه هغه به یې تر هغې بند کې ساتله چې تر څو به یې ماشوم نه ؤ زیږولی کله به یې چې ماشوم وزیږوه نو هغه ماشوم به یې عسکری کودکستان ته لیږه تر څو را روان وخت کې د ده مخالف کسان نه وی 

فرانسیسکو فرانکو ۳۶ کاله حکومت وکړ د ژوند په اخر کې یې اعلان وکړ چې د ده نه وروسته به د پخړواني پاجا الفونسو لمسی خړوان کارلوس پاچا شي او د ده دیکتاتوري نظام به مخته بوځي خو هغسې و نسول چې فرانکو غوښتل او د اتیاؤ کالو په عمر مړ شو.  

 #میوندمحمدجمال




0 Response to "ميوند جمال ليکنه: د معاصر اروپا وحشي او قاتل سياست مداران!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article