د اسلام مبارک دين برکت!
د اسلام مبارک دين برکت!
داسلام مبارک دین وحشت،ويره، بدامنې،قتل، فساد او نور بې شميره مشکلات له ټولنې ختموي.
جعفر رضي الله عنه نجاشي پادشاه ته وويل :
اې پاچا! مونږ دجاهليت په تيارو کې ژوندکاوه ، دبتانو عبادت به مو کاوه ، مرادرې به مو خوړلې ، فساداو فحشاء عمومیت درلود ، دخپلوۍ اړيکې به مو شلولې ، دګاونډيتوب حقوق مو نه مراعاتول ، دزور خاوندانو به دبې وزله خلکو وينې زبيښلی.
مونږ په همداسې يوه حالت کې وو چې الله تعالی زمونږ له مينځه نه رسول راته راواستاوه ،داسې رسول چې مونږ يي دتوحيد او ديوه الله تعالی دعبادت په لور دعوت کړو،او دايې راته وښوول چې دتوحيد لاره غوره کړو ، دتيږو او بتانو عبادت چې مونږ او زمونږ پلرونو به کاوه پريږدو.
نوموړي(رسول الله صلی الله عليه وسلم) مونږ ته دا امر کړی چې ريښتيا به وايو ،امانت به ساتو،ډخپلوۍ اړيکې به ټينګې او مظبوطه وو ، له ګاونډيانو سره به نيکي کوو ، له وينې تويولو او محارمو نه به ځان ساتو ، له هر ډول فحشاء او فساد،دروغو،ديتيم له مال خوړلو،په پاک لمنو ښځو پسې له تور او تهمت ويلو نه يې په کلکه منع کړي يو.
او دا امر يې راته کړی چې يواځې ديوه الله تعالی عبادت به کوو ،له هغه سره به شريک نه نيسو...
الرحيق المختوم 131_132
0 Response to "د اسلام مبارک دين برکت!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com