سالم فکر اوکړئ

د ماشوم په غوږ کې اذان ولې کيږي؟

د ماشوم په غوږ کې اذان ولې کيږي؟

د ماشوم په غوږ کي ولي اذان کیږي؟

زموږ ددغو سوالونو ځوابونه لطفاً راکړئ. ډاکتر نوریه امریکا- کالفورنیا

د ماشوم په غوږ کي اذان څه حکم لري؟ که چیري امام نه وي، ایا بل نارینه، نابالغ او ښځه اذان کولای سي؟ پر اذان شریني اخیستل څنګه دي؟ ولي باید د ماشوم په غوږ کي اذان وسي؟ ایا اذان کوم معین وخت لري؟ اذان فلسفه څه شی ده؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

د ماشوم په غوږ کي اذان کول یو سنت کار دئ، داځکه په مبارکو احادیثو کي راغلي دي:

و عن أبی رافع رضی الله عنه قال رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم اذن فی اُذُن الحسن بن علی حین ولدته فاطمة بالصلاة (رواه ترمذی و ابوداؤد) و فی روایة عن ابن عباس (بیهقی)

ژباړه: له حضرت ابو رافع رضی الله عنه څخه روایت دی چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدئ چي کله حسن رضی الله عنه پیداسو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په غوږ کي د لمانځه په شان اذان وکړ(اذان او اقامت).

عن حسین بن علی رضی الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من ولد له مولود فاذن فی اذنه الیمنی و اقام فی اذنه الیسری له یضره ام الصبیان (عمل الیوم واللیلة لابن السنی والجامع الصغیر للسیوطی) و روی عن عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه انه کان یؤذن فی الیمین و یقیم فی الیسری اذا ولد الصبی (شرح السنة) و قال الرافعی رحمه قال السندی رحمه الله فیرفع المولود عند الولادة علی یدیه مستقبل القبلة و یؤذن فی اذنه الیمنی و یقیم فی الیسری و یلتفت فیهما بالصلوة لجهة الیمین و بالفلاح لجهة الیسار و فائدة الاذان فی اذنه ان یدفع ام الصبیان عنه (التحریر المختار ص: ۴۵ ج ۱)

حضرت حسین بن علی رضی الله عنهما وویل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي کله د چا ماشوم پیدا سو، په راسته غوږ کي یې اذان وکئ او په چپه غوږ کي یې اقامت وکئ او دغه ماشوم به د (ام الصبیان) څخه و ژغورل سي.

حضرت عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه به هم کله چي به ماشوم پیدا سو د هغو په راسته غوږ کي به یې اذان کاوه او په چپه غوږ کي به یې اقامت کاوه، د (حی علی الصلوة او حی علی الفلاح) د ویلو پر مهال به راسته او چپه طرفته ګوري، او دغه اذان چي د ماشوم په غوږ کي کیږي باید مخ پر قبله باندي کښیني.

(أم الصبیان) څه شی ته وايي؟

(ام الصبیان) چي حدیث شریف کي راغلی دئ، ددې یوه معنا داده چي دغه ماشوم به د پیریانو له تکلیف څخه و ژغورل سي، ځیني علماء وايي چي داد ماشومانو یوه مهلکه ناروغي ده، ځیني علماء وايي چي (ام الصبیان) هغه ناروغي ده چي کله پیری (جن) ماشوم مسحه کړي او دهغه په دماغ کي خلل راسي، نو اذان د ماشوم په غوږ کي کول ماشوم له دغې ناروغۍ څخه ساتي.

علامه ابن قیم رحمة الله علیه ددې فلسفه بیانوي او لیکي:

د ماشوم په غوږ کي د اذان او اقامت دا حکمت دئ چي تر ټولو لومړی چي و ماشوم ته کوم اواز رسیږي هغه (الله اکبر) یعني د خدای لویئ او عظمت دئ ، او دا ددې ګواهي ورکوي چي دغه ماشوم په اسلام کي داخل سو، او کله چي و دې نړۍ ته راغئ نو ده ته د خدای د وحدانیت تلقین وسو، چي ددې ګټه داده چي کوم مضر اثرات چي د ماشوم و زړه او دماغ ته رسیږي دغه اذان او اقامت د هغو ټولو درملنه ده، د اذان له برکته شیطان تښتي، دغه نوی ماشوم د شیطان له قبضې څخه خلاصوي، داچي دغه لومړی اذان وسي، نو ددې اذان لمونځ د جنازې لمونځ دئ چي د انسان د مرګ وروسته ورکول کیږي، چي ددې مطلب دادئ چي د ماشوم په غوږ کي اذان وسو یعني د جنازې لپاره تیاری ونیسه.

(ایک هزار انمول موتی ۱: ۱۱۶، احسن الفتاوی ۲: ۲۷۶)

ایا د ماشوم په غوږ کي د اذان وخت معلوم دئ؟

د ماشوم د پیداکېدو وروسته کوم وخت نه دی معلوم مګر باید تلوار وسي.

(فتاوی فریدیه: ۲: ۱۷۷)

که چیري یو ماشوم تر اذان کولو مخکي وفات سو، ایا ددغه ماشوم غسل او جنازه کیږي؟

بلې دغه ماشوم ته به هم غسل ورکول کیږي او هم جنازه. (خیر الفتاوی ۳: ۳۱۰)

څوک باید د ماشوم په غوږ کي اذان وکړي؟

هر زاهد او متقی انسان کولای سي چي د ماشوم په غوږ کي اذان وکړي، که چیري ښځې اذان وکړ، کفایت کوي، راګرځول نه غواړي، د لمانځه لپاره چي کوم اذان کیږي هغه په لوړ اواز سره کیږي نو ځکه ښځه نسی کولای چي د لمانځه اذان وکړي، دغه د ماشوم په غوږ کي اذان اهسته اهسته کیږي، نو ځکه ښځه یې هم کولای سي. (رد محتار ج۱، ص: ۳۶۴) که چیری ښځه د لمانځه لپاره اذان وکړي هغه اذان به بیرته راګرځوي، (درمختار) د ماشوم په غوږ کي به ښځه په کښته اواز سره اذان او اقامت کوي، همدغه کفایت کوي او بیرته راګرځول نه غواړي. (فتاوی رحیمیه)

(جامع الفتاوی ۵: ۲۲۵، فتاوی محمودیه: ۵: ۴۵۵)

د ماشوم په غوږ کي د اذان په وخت کي به ګوتي په غوږو کي وي که یا؟

صرف اذان او اقامت کفایت کوي نور شي ته اړتیا نسته. ( فتاوی محمودیه ۵: ۴۵۴)

ایا د ماشوم په غوږ کي اذان د ماشوم مور، یا نابالغ ماشوم کولای سي؟

که چیري د ماشوم مور په نفاس کي نه وي هغه هم د ماشوم په غوږ کي اذان او اقامت کولای سي، او که چیري نابالغ ماشوم

 پوه وي او په اذان او اقامت پوهیږي هغه هم درست دئ. و یجوز بلاکراهة اذان صبی مراهق ( الدر المختار)

(فتاوی محمودیه: ۵: ۵۵۶)

ایا د ماشوم د اذان په بدله کي شیریني اخیستل روا ده؟

خپله یو شی غوښتل غلطه ده، البته که کور والا څه خوراک، څیښاک او یا بل شی ورکړی مشکل نلري.

(فتاوی محمودیه: ۱۷: ۶۲)


 

0 Response to "د ماشوم په غوږ کې اذان ولې کيږي؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article