واضربوهن معنی او مفهوم!
واضربوهن معنا او مفهوم!
پرون يو ملګري زما پر پوست نابدي داسي کمنټ کړى وو:
السلام علیکم محترمہ بخنہ غواڑم دا جواب بہ لگ صحیح وی چی قرآن کی اول وعظ یانصیحت دوھم ھجر یا جدایی خو دا جدائی تر کٹ او بستر پوری محدودہ دہ دریم ضرب مسئلہ دلتہ دہ دلتہ دضرب نہ وھل نہ دی مراد دضرب نہ مراد جدائی دہ خو لگہ زیاتہ جدایی یعنی دکور زکہ چی پہ عربی زبان کی دوھلو لپارہ نور الفاظ استعمالیگی لکہ پہ سوک وھل عربی کی وکز او پہ لغت وھل عربی کی لطم او عامہ وھلو تہ جلد وایی لکہ اللہ پاک فرمایی فاجلدو ھم دلتہ دضرب نہ مراد وھل نہ دی زکہ پہ ٹول قرآن کی ضرب دجدایی او لیریوالی پہ معنی راغلی مثالونہ یی ٹول پہ خپلہ وگورہ لکہ اللہ پاک فرمایی وآخرون یضربون فی الارض - فضرب بینھم بسور لہ باب- لا یستطیعون ضربا فی الارض او ھمداسی نور نو ضرب نہ مراد وھل نہ بلکہ لیریوالی او غٹہ جدایی دہ زکہ اللہ پاک یو انسان تہ بدہ خبرہ کولو نہ منعہ کوی نو د وھلو امر سنگہ کوی.
(ضرب) د معنا څېړنه: عبدالغفار جُبیر
داچي عربي ژبه یوه فصیحه ژبه ده، له همدې کبله یو لغت بې شمېره معناوي لري، اوس زه د (ضرب) معناوو ته راځي:
۱: متحرک کېدل ، لکه: (ضرب الشئ)
۲: سخت درد کول، لکه: (ضرب الجرح)
۳: چيچل، لکه د لړم یا مار (ضرب العقرب)
۴: شپه اوږېدل لکه (ضرب الیل)
۵: تېرېدل، لکه (ضرب الزمان)
۶: دخوراک لپاره تلاښ کول ، لکه مرغان (ضرب الطیر)
۷: وهل لکه په لرګي، توره، همسا یا بل شي (ضربت زیداً)
۸: درول، لکه خیمه درول (ضرب الخیمة)
۹: د جولاګي ځاله جوړول ،لکه: (ضربت العنکبوت)
۱۰: وخت مقررول، لکه (ضرب الاجل)
۱۱: مثال بیانول،لکه (ضرب الله مثلاً)
۱۲: ذلیله کول ، لکه: (ضربت علیهم الذلة)
۱۳: لمونځ قائمول
۱۴: درهم یا ګوتمۍ جوړل
۱۵: د خپل مال څخه برخه معلومول.
۱۶: یو څوک د تصرف څخه بندول
۱۷: اقامت کول.
۱۸: لامبو وهل.
۱۹: جلا کول.
۲۰: بزدلي کول، با بېرېدل.
۲۱: د تجارت یا غزا لپاره سفر کول.
او داسي نور...
تاسو ددې ټولو معناوو څخه په یوه معنا را اخستې ده، او بیا حکم کوئ چي د قرآنکریم ددې مبارک ایات معنا داده، او قرآنکریم تحریفوئ، نه په عربي پوهېږئ او نه په قرآنکریم پوهېږئ، په قرآنکریم کي د (ضرب) مختلفې صیغې او په مختلفو معناوو سره (۵۲) ځایه راغلی دئ، اوس به زه د قرآنکریم مبارک ایاتونه رانقل کړم چي مختلفي معناوي ورکوي او د (وهلو) معنا هم ورکوي:
۱: (ضرب) بیانول، د مثال په معنا سره،لکه : (الم ترکیف ضرب الله مثلاً کلمة طیبة کشجرة طیبة. سورت ابراهیم: ۲۴)
ژباړه: ایا ته نه ګورې چي الله د توحید د سپېڅلي کلمې مثال کوم شی ښودلی دئ؟ د هغې مثال داسي دئ لکه یوه ښه ذات لرونکې ونه، چي د هغې ریښې په ځمکه کښې ښخي شویدي او څانګي یې تر اسمانه رسېدلي دي.
همداسي په همدغه معنا سره په سورت النحل: ۷۵، ۷۶، ۱۱۲، سورت الروم : ۲۸، سورت یاسین: ۷۸، سورت الزمر: ۲۹، سورت التحریم: ۱۱، ۱۰ او داسي نور...
۲: په سفر وتل، لکه:
یآایهالذین امنوا اذا ضربتم فی سبیل الله . (سورت النسآء: ۹۴)
ژباړه: ای مؤمنانو! کل چي د الله په لار کښې د جهاد لپاره ووځئ
همدغه معنا په سورت النسآء: ۱۰۱، سورت المائده: ۱۰۶ او داسي نور...
۳: اچول (پورڼی)، لکه: ولیضربن بخمرهن علی جیوبهن. ( سورت النور: ۳۱)
ژباړه: او پر خپلو سینو دي د خپلو پورڼو پلوونه اچوي.
۴: وهل، لکه: ولا یضربن بارجلهن لیعلم ما یخفین من زینتهن. (سورت النور: ۳۱)
ژباړه: او هغوی دي پر ځمکه باندي په زوره پښو وهلو سره په داسي شان تګ نکوي چي د هغو د پټ کړي سینګار خلکو ته معلومات وسي.
فقلنااضرب بعصاک الحجر فانفجرت منه اثنتا عشرة عینا. (سورت البقره: ۶۰)
ژباړه: نو موږ وویل چي فلانۍ تیږه پخپله لکړه وواهه، چي بیا له هغې څخه ۱۲ چینې و خوټېدئ.
د پورتني ایات مضمون په سورت الشعراء: ۶۲، ( ان اضرب بعصاک الحجر)
و خذ بیدک ضعثاً فاضرب به و لا تحنث. ( سورت ص: ۴۴)
ژباړه: (او موږ هغه ته وویل) جارو واخله او (خپله ښځه) په وواهه او خپل قسم مه ماتوه.
فاضربوا فوق الاعناق و اضربو منهم کل بنان. (سورت الانفال: ۱۲)
ژباړه: نو تاسي د هغوی پر غاړه باندي ګوزار وکړئ او بند بند یې ووهئ.
فقلنا اضربوه ببعضها. (سورت البقره: ۷۳)
ژباړه: هغه وخت موږ امر وکړ چي د وژل شوي پر مړه جسد د هغې (حلالي شوي غوا) یوه برخه ووهئ.
فاذا لقیتم الذین کفروا فضرب الرقاب. (سورت محمد: ۴)
ژباړه: نو کله چي له دغو کافرانو سره (په جنګ کي) مخامخ شئ نو ستاسي لومړی کار (دهغو) د ورمیږونو وهل دي.
په دغه مبارکو ایاتو کي د (ضرب) معنا وهل دي، تاسي ددې مبارکو ایاتو معناوي څنګه تحریفوئ؟ لطفا که نه پوهیږئ، داسي ولیکئ چي نه پوهیږم، د خپل ځان د الله د کلام تحریف مه کوئ، دا ستاسو عربیت دئ او دا مو قرآن پوهنه ده.
نو ځکه په سورت النسآء کي په (۳۴) ایات کي د (ضرب) معنا وهل دي، د جلاکېدو په معنا سره نه دي.
په مبارکو احاديثو کي ددې مثالونه تر شمار وتلي دي، په اوسنۍ عربي ژبه کي ددې معنا ”وهل“ عادي استعمال دئ .
0 Response to "واضربوهن معنی او مفهوم!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com