د عرفې د ورځي کارونه! سالم فکر اوکړئ
د عرفې د ورځي کارونه
. لاندې کارونو ته متوجه شئ!
۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي. ( رواه مسلم ۱۱۶۲)
۲-د عرفی په ورځ د سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي او تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي البته دفرض لمونځ نه بعد
د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘. (مصنف ابي شيبة ۵۶۴۹.)
البته نارینه به یې په اوچت اواز لولې او ښځینه په ټیټ اواز.
۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې ده. ( رواه الترمذي ۳۵۸۵).
۴- غوره ذکر پکې دادی : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر).
۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان او نور ناوړه کارونو نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت او عبادات تېره کړه.
۷- په دې ورځ د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.
۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه معلومه نه ده شاید دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.
۹- د جَمعې لمونځ کلکه پابندي وکړه ځکه په جمعه لمونځ کولو سره ملا امام حتماً تکبیرونه وایې.
۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او عبث کار تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړۀ اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.
له نورو ملګرو سره يې د ثواب په خاطر شير کړئ!
0 Response to "د عرفې د ورځي کارونه! سالم فکر اوکړئ"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com