سالم فکر اوکړئ: سيکولريزم!
①دسیکولریزم تعریف
②دسیکولریزم د اصطلاح منځته راتلل!
③په افغانستان کې دسیکولرېزم پیل!
④ولې باید دسیکولرېزم مخه ونیسو!
⑤دسیکولرېزم زیانونه په مسلمانه ټولنه کې!
السلام علیکم زه ستاسې کوربه عرفان الله زاهـد یم
هیله ده لیکنه راسره تعقیب کړئ مننه.
①لومړی دسیکولزېزم تعریف:
سیکولریزم (secularism)چې یوه انګلیسي کلمه ده او معنا یـې بې دیني ده. په اکثره کتابونو کې يې اصـطلاحي تعريف داسې شوي. د دين جـــداکول دسیاست اودولت څخه عبارت دسیکولریزم څــخه دی.
②دویم: دسیکولریزم اصطلاح د لومړي ځل له پاره په 1846م یا1851 م کال د بریتانوي لیکوال جورج هاليوک له خوا وکارول شوه. دا عقیده وایي، چې هرڅوک باید خپل دین یوازې په خپل کورکې له ځانه سره وساتي او حق نه لري، چې په ټولنه کې يي خپور کړي.
③ دریم: دسیکولریزم بنسټ ایښودونکي څوک ؤ؟
کوپرنيکس: په شپاړسمه پيړۍ کې يې ژوند کاوه، دپولنډ اوسيدونکی، فلیسوف اوساینس پوه ؤ. په عقيده کې يې دانسان پر ځای لمر اشرف المخلوقات ګاڼه،
④څلورم: په اسلام کې دسیکولریزم حکم:
دسیکولریزم دبطلان اوداسلام دحقانیت لپاره به دالله رب العزت دکلام دغه ایت کافي وي چې وایي: [فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ] الروم/۳۰
ژباړه : مخ دې حق دین ته کړه دا دالله هغه فطرت (اسلامي ملت اوتوحید) دی چې خلک یې پرې پیداکړي دي، دالله تخلیق نه بدلېږي (یعنې فطرت مه بدلوه) دا محکم دین دی خوډېرخلک نه پوهېږي.
داچي سیکولریزم یوه غیرې فطري مفکوره ده او له اسلام سره په هر اړخیزه توګه په ټکر کې ده، الله جل جلاله انسانانو ته ځانګړی او دهر وخت دضرورت سره سم قانون رالیږلی دی، چې هم په شخصي کړونو او هم په ټولنیزو اوسیاسي کړونو کې باید دغه نظام تطبیق شي، خو په نصرانیت کې داسې کار نه ؤ، او نه هم دعیسی علیه السلام له لوري کوم حکومت جوړ شوی ؤ، نو ځکه سیکولریزم همدا د کلیسا او د سیاست دبیلوالی لپاره پلمه وګرځوله او په دې سره ځینې بې دینه تش په نامه مسلمانانو وغوښتل چې دا ناولې نسخه په اسلامي ټولنو کې هم وکاروي، چې دشلمې پیړۍ نه لا لږ وړاندې په ځینې اسلامي هیوادونو کې ددې کار لپاره خلک وګمارل شول او دشلمې پیړۍ په نیمايي کې اکثره اسلامي هیوادونه دسیکولرو په لاس کې ولویدل، ولې دا روښانه خبره ده چې سیکولریزم په اصل کې بې دیني او یوه باطله عقیده ده او له اسلام سره په هر اړخیزه توګه په ټکر کې ده، ځکه چې سیکولریستي نظام دالله رب العزت حاکمیت نه مني. او دسیکولریزم نظام دالله جل جلاله عبادت یوه فردي مسئله ګڼي او دژوند په چارو کې ورته واک نه ورکوي.
⑤پنځم: دسیکولرېزم پیل په افغانستان کې:
دزیاتو معلوماتو په اساس په افغانستان کې دسیکولرېزم پیل دامان خان دوخت دحکومت څخه پیلیږي هغه وخت چې امان خان له خپلې میرمنې ثریا سره داروپا په لور سفر پیل کړ او له شپږ میاشتني سفر څخه وروسته افغانستان ته راستانه سول او له ځان سره یې پوره غربي قانون چې سیکولریزم دی راوړ او په خپلو غیرتي ننګیالي ولس باندې تطبیق کاوه چې زیاتې مادې یې درلودلې چې 15 پنځلس مادې په ښکاره ډول داسلام خلاف وې چې په لاندې ډول دي:
①لومړۍ ماده: له دغه فرمان څخه وروسته هیڅ یوه ښځه په کابل او دافغانستان په نورو ولایتونو کې حجاب نه سي کولای شرعي حجاب ممنوع دی.
②دویمه ماده: هر څوک به پتلون اغوندي.
③دریمه ماده:له دې وروسته شرعي سلام ممنوع دی او،دسلام پرځای به کله چې یو بل سره مخامخ کیږي نو یو او بل ته به له سر څخه خولې لرې کوي او سر به ورته ټیټوي همدا سلام دی.
④ څلورمه ماده:په شراب څښلو هیڅ چاته شرعي سزا نه ورکول کیږي.
⑤ پنځمه ماده:جبري ږیره خریل، په دولتي و نظامي عدلي او قضایي سیکتورونو کې کار کوونکو ته ږیره خریل لازمي دي، مختلفینو(سرغړونوکو) ته به قانوني جزا ورکول کیږي.
⑥ شپږمه ماده:له دې څخه وروسته به دجمعې ورځې پرځای دپنجشنبې په ورځ رخصتي وي او دجمعې ورځ به درسمي کار ورځ وي،مختلفینو ته به سزا ورکولای سي.
⑦اوومه ماده: په افغانستان کې ددې فرمان له صدور څخه وروسته په قرض ورکولو کاروبار باندې چورلټ بندیز دی،قرض حسن نه څوک ورکولای سي نه یې اخیستلای سي.
⑧اتمه ماده:هر ځوان اوسالم افغان به هر کال پنځه روپې (بډې) دولت ته نغدې ورکوي.
⑨نهمه ماده: عسکري دوره درې کاله وړیا سوه هر مکلف افغان به دا دوره جبري تیروي.
∅①لسمه ماده:دیني عالمان به له دې وروسته دولتي ولسي جرګو ته نه سي معریفي کولای، ځکه چې دوی دوکیلانو دپرېکړو مخه ډپ کوي،او خنډونه پکې اچوي.
①①یوولسمه ماده: دامر باالمعروف نهی عن المنکر نظام له نن څخه موقوف کڼل کیږي، ځکه چې دبشر دهر ډول ازادۍ سلبوي(مخنوی کوي)
②① دولسمه ماده:دمحتسب نظام له دې وروسته لغوه دی.
③①دیارلسمه ماده:ددیوبند دارالعلوم په علماء او فارغینو په افغانستان ته په راتلو مطلق بندیز دی، په داسې ډول چې په افغانستان کې به نه تدریس کولای سي فتوا ورکولای سي نه وعظ خطبه او نه نصیحت کولای سي.
④①څوارلسمه ماده:په افغانستان کې نور دپیرۍ او موریدۍ لړۍ بنده او لنګر خانې موقوفې دي.
⑤①پنځلسمه ماده:هیڅ یو دیني عالم له شهادت نامې لرلو او ددولت له اجازې پرته وعظ تدریس او خطابت په افغانستان کې نه سي کولای.
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
له دې واضح او ښکاره کفر څخه وروسته دهیواد په هر ګوټ کې دمرتد امان خان په خلاف علماءو دجهاد اعلان وکړ، دا په افغانستان کې دسیکولرېزم دپیل څو نقطې وې،
ډیر دافسوز ځای دی چې اوس هم زموږ نوی نسل یعنې ځوانان امان خان ته دغازي امان الله دازادۍ بنسټ ایښودونکی وایي خو خبر نه دي چې هغه څه څه ونه کړه ، کله چې امان الله له اروپا څخه افغانستان ته راستون سو نو خپل نوم یې دامان الله څخه په امان خان بدل کړ خیر که ژوند وو نو دده په اړه به تاسو ته معلومات وړاندې کړو.
⑥شپږم: دسیکولرېزم مخه باید ولې ونیسو؟
دا خو معلومه سوه چې سیکولرېزم یو ددین څخه خلاف قواعد دي،
او موږ له الله تعالی سره وعده کړې چې یوازې تا خپل معبود برحق کڼو او له تاسره هیڅ ډول شریک نه نیسو نو ځکه دسیکولرېزم مخه نیسو،
دویم دا چې موږ سره جلا کوي او کفار په داسې پلاستکي قوانینو سره غواړي چې موږ خپل غلامان جوړ کړي نو باید چې ځان له غلامۍ څخه خلاص کړو او دسیکولریزم مخه ونیسو،
سیکولران غواړي خلک او حکومت دولت یا امارت سره لرې کړي مدرسه او مسحد سره لرې کړي پلار او زوی سره لرې کړي تور او سپین سره بیل کړي بډای او فقیر سره بیل کړي ،دوی غواړي چې دپاکستان افغانستان لیبیا فلسطین عربستان او نورو.... اسلامي هیوادونو ترمنځ پوله یا سرحد جوړ کړي چې دوی په دې کار کې بریالي سوي هم دي، نن که په افغانستان یا فلسطین یا لیبیا یا بل اسلامي هیواد کې اور بل وي بل مسلمان یې په کیسه کې نه وي ځکه چې پولې او سرحدونه لرو خو په اسلام کې بیا سرحد نسته که په شمال کې په یوه مسلمان سخته وي باید په جنوب کې بل مسلمان دده په درد داسې ودردیږي لکه ده ته چې څوک درد ورکوي.
زموږ دهېواد افغانستان په شاوخوا زیات یا ټول اسلامي هیوادونه دي مګر دوی زموږ په دې حال غم شریکي هم نه کوي مرسته خو څه کوې.
دسیکولریزم معنا هم داده چې دین او دولت او خلک سره بیلول.
0 Response to "سالم فکر اوکړئ: سيکولريزم!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com