سالم فکر اوکړئ

سعيد جواد ليکنه! حماس دجګړې په ډګر حماسه وکړه!

سعيد جواد ليکنه! حماس دجګړې په ډګر حماسه وکړه!

حماس دجګړې په ډګر حماسه وکړه!

کله چې په ۱۹۶۷ میلادي کال کې اسرایلو عربانو ته ماتې ورکړه او دفلسطین په شمول یې داردن او مصر یو شمیر خاوره هم ونیوله،عربي پوځونه دعربي غرور او خودۍ په جوش دجګړې میدان ته راغلل،خو څو پلورلو جنرالانو ددوۍ دغرور قامتونه دخیانت په تبر دړې وړې کړل او اسرایلو نیږدې نیمه عربي نړۍ په دغه جګړه کې په ملا راماته کړه.

دغه جګړه چې نیږدې شپږ ورځې یې دوام وکړ،مصر پکې دسینا،سوریې پکې دګولان لوړې او اردن پکې بیت المقدس او د اردن سیند له لاسه ورکړل.

اسرایل په دغه جګړه کې دومره سپین سترګي شول چې په یهودي معبدونو کې ناستو راهبانو له فراته نیولې تر مدینې دلوی یهودي دولت خوبونه لیدل او دخیبر دورځې دماتې ویر یې خپل ولس ته ورتازه کاوه.

اوسنۍ جګړه او تاریخي تړاو!

دحماس او اسرایلو اوسنۍ جګړه دعربي پوځ دماتې هغه شرمیدلې ورځ ته ورګرځي چې اسرایلو پکې عربي پوځونه تر قاهرې او دمشقه وځغلول.

اسرایل هر کال دعربانو دماتې ورځ په همدې ورځو کې لمانځي او عربانو ته دخپل تاریخ تر ټولو شرمیدلې ورځ وریادوي،فلسطینیان هم دخپل او نورې عربي نړۍد تاریخ دغه تور څپرکی ننداره کوي، یهودان دخپلې بریا په ورځ دفلسطیني کورونو په دیوالونو لیکي(دخیبر دورځې په غچ کې!)

هر کال چې کله اسرایل خپله دغه بریا لمانځي نو فلسطینیان یې په خپلو میشتو سیمو کې مخنیوی کوي او نه پریږدي چې دیهودانو دغرور او خپلې بدمرغۍ ساندې واوري،سږ کال چې کله یهودانو دغه جشن لمانځه نو دفلسطینیانو او اسرایلي یهودانو ترمنځ پکې کړکیچ راغی او له امله یې حماس او اسرایل دیوې بلې جګړې په دروازې ودریدل!

او داوسنۍ جګړې دوهم لامل دا دی چې اسرایلي اشغالګر غواړي چې دشیخ جراح له سیمې یو شمیر فلسطیني کورنۍ وشړي او پر ځای ېې یهودان میشت کړي،خو په بیت المقدس کې میشت مسلمانانو دیهودانو ددغه هڅې په وړاندې ودریدل او داسرایلي حکومت په وړاندې یې لاریونونه پیل کړل،اسرایلو هم په اقصی جومات چپاو وروړ او دمسجد په داخل کې یې معتکفین او لمونځ کونکي دخپلو ناپاکو قدمونو لاندې کړل.

حماس هم اسرایلو ته څو ورځنی ضرب الاجل ورکړ تر څو په بیت المقدس کې دمسلمانانو په وړاندې روان وحشت ودروي،خو اسرایلو خپل وحشت پسې لا چټک کړ او په غبرګون کې یې حماس اسرایل دسره اور لاندې ونیول.

حماس او دمصر بیساری ملاتړ!

حماس په خپل څو کلن ژوند کې اسلامي مصر په خپل څنګ کې دومره نیږدې نه وه لیدلی.

ممکن لومړنۍ جګړه به وه چې مصر دحماس په څير دیوې داسې اسلامپالې ډلې ملاتړ کاوه چې،همدا اوس یې دحماس دفکر شپیته زره لارویان په زندان کې تر سختو شکنجو لاندې نیولې دي او په دا لنډ وخت کې یې د همدې فکر یو داسې ولسمشر په زندان کې په تدریجي مرګ وواژه چې نیږدې اسرایل،سعودي،امارات او لیرې اروپا او امریکا یې اندیښمن کړي وه،نن مصر دهغه چا ترڅنګ ولاړ وه چې پرون یې له واکه دهمدې اسرایلو پر مټ راپرزولی وه.

مصر او دحماس اوسنی تعامل!

له کله چې په مصر کې جنرال عبدالفتاح السیسي دمصر په لومړي منتخب ولسمشر محمد مرسي کودتا وکړه او بیا یې په رابعة الغدویة څلور لارې کې په مصري ولس ټانکونه وخیژول نو،له همغه پیله یې په مصر کې اخوان دسختې شکنجې او محدودیتونو لاندې ونیوه.

په مصر کې یې له ډيری دولتي ادارو داخوان اړوند کارکونکي لرې کړل او ډير یې دزندان دتورو تمبو شاته کړل،سیسي په پټو سترګو دخپلو هغه احسان کونکو(اسرایل،سعودي عربستان او متحدة عرب امارات)چې دی یې واک ته رسولی وه،هره پالیسي تطبیق کړه او ددغه جګړې په پيل کې یې اخوان المسلمین تروریست سازمان اعلان کړ او مصري ولس ته یې وویل چې زه به داخوان جرړې له دغې ټولنې وباسم،خونن سیکولار سیسي داسلامپال اخواني حماس ترڅنګ ولاړ دی لاندې څو لاملونه لري.

اسرایل دمصریانو ددښمنانو کلک دوستان!

دمګړۍ دمصر او ایتوپیا ترمنځ د نیل سیند د اوبو پر سر سخت کړکیچ روان دی او نیږدې ده چې افریقا کې ددغه دوه سترو ځواکونو ترمنځ اخ ډب پیل شي،که چیرته ایتوپیا دنیل په سیند دالنهضة بند جوړ کړي نو په مصر کې به ۷۰٪ سلنه زراعت له منځه ولاړشي او ډيری هغه کاري فرصتونه به هم ضایع شي چې اوس مهال یې مصري ولس لري.

فرعون به ویل دنیل سیند مصر ته دخدای ډالۍ ده،السیسي هم وایي له یوڅاڅکي اوبو به هم تیر نشي، او دهمدې دعوې دتحقق لپاره یې تازه دفرانسې څخه دیرش رافال جنګي الوتکې هم راونیولې،دمصر او ایتوپیا په دغه کړکیچ کې اسرایل په مستقیم ډول دایتوپیا ترڅنګ ولاړ دی او دالنهضة بند په جوړولو کې له ایتوپیا سره مرسته کوي،په همدې ډول ددغه بند په جوړښت کې مهمې اسرایلي کمپنۍ هم قراردادونه لري.

له بل پلوه اسرایل په ایتوپیا یو شمیر وسلي هم پلوري ترڅو دمصر او ایتوپیا په راتلونکي تصادم کې ایتوپیا برلاسې کړي او مصر راوپرځوي،مصر کله هم دخپل سیال سره دخپل پخواني یار دیارانې داسې تارونه نشي زغملی،همدغه ده چې مصر اسرایلو ته څرګند پیغام ورکړ.

اسرایل او دسویز کانال!

اسرایل او متحدة عرب امارات هڅه کوي ترڅو په ګډه داسې یو بحري کانال رامنځ ته کړي ترڅو دمصر دسویز کانال اهمیت راکم کړي او مصر خپل سټراټيژیک اهمیت له لاسه ورکړي او دوی اوس دغه هڅې لا چټکې کړي دي،مصر هم تړلي لاسونه ندی ناست او ددغه کار دمخنیوي لپاره هره ممکنه هڅه کوي،مصر په دغه برخه کې دخپلې وینې او ژبې شریک متحدة عرب اماراتو او خپل زوړ یار اسرایلو څخه سخت ماڼيجن دی.

مصر او دمدیترانې دګازو شتمني!

دمدیترانې په غاړه دپرتو هیوادنو ترمنځ ورځ تر بلې دګازو دپلټنې پر سر رقابت او کړکیچ په ډيریردو دی،دمدیترانې دګازو په کړکیچ تر ټولو عمده لوبغاړي،ترکیه،یونان،اسرایل او مصر دي،که څه هم مصر له یونان او اسرایلو سره سمندري تړون لري،خو دغه تړون کاملا داسرایلو او یونان ګټې خوندي کوي او مصر تش دکاغذ پر مخ دتړون غړی بولي خو په حقیقي اړخ کې دمدیترانې له ګازو څخه ډير منزوي او څنګ ته دی،ترکیه ددغه درې هیوادونو خپل منځي تړون په خپل حق تیری بولي او هڅه کوي دمدیترانې دګازو پر سر له مهمو هیوادونو سره تړونونه وکړي او دهمدغه تړونونو په جریان یې دلیبیا دالوفاق له حکومت سره سمندري پولې ټاکلي دي،په دغه ډول یو حالت کې چې مصر هم له څو اړخونو څخه راګیر دی او ترکیه هم خپلو سمندري ګاونډيانو را په مخه کړې ده،دواړه دا لیوالتیا لري چې خپله زړه دښمني لرې کړي او په سیمه کې دخپلو ګټو دخوندیتوب لپاره نوی اقتصادي ایتلاف رامنځ ته کړي او خپلو رقیبانو ته قوي ګوزارونه ورکړي.

اسرایل په دغه درې مهمو جبهو کې مصر له خوږ ګوتې رانیولی دی،مصر له ډيرې ناچارۍ کله ترکیې ته غاړه ورکوي او که تروریست حماس(دمصر دحکومت په اصطلاح)په بغل کې نیسي،دمصري شنونکو په باور اوسنۍ جګړه اصلا داسرایل او مصر غیر مستقیمه جګړه وه چې مصر اسرایلو ته دخطر زنګ وواهه چې له دښمنۍ یې لاس واخلي ګنې په داسې چا به یې له منځه یوسي چې د ټولې اسلامي نړۍ ولسونه یې ترشا دي.

دمصري شنونکو دغه ادعاء هغه خبرونه ښه تایدولی شي چې دمصر پوځي امبولانسونه له غزې ټپيان لیږدوي او خپله هغه پوله یې له غزې سره پرانیستې ده چې له کلونو راهیسې تړلې ده،یو شمیر ګنګوسې خو داسې هم شته چې دحماس میزایلو ته کوردینات مصري پوځي افسرانو ورکول ترڅو اسرایلو ته خپل پيغام ولیږدوي،دا چې څومره درستې دي هغه به وخت ثابتې کړي!

اوسنۍ جګړه په څه وه؟

اصلا دحماس او اسرایلو ترمنځ اوسنۍ جګړه دشیخ جراح له سیمې پیل شوه کومه چې په بیت المقدس کې شتون لري،اسرایلي اشغالګر غواړي چې له دغه ځای څخه اوه فلسطیني کورنۍ وشړي او پر ځای يې یهودي کورنۍ میشت کړي،خو په غبرګون کې یې په اسریلو کې اوسیدونکي عربان ټول داسرایلو پر ضد راپورته شول او اسرایلو په بیت المقدس کې سخت وحشت وکړ،په سلګونو فلسطینیان یې ونیول او نور یې سخت ټپيان او ووژل.

اسرایلي اشغالګر مسجد اقصا ته په خپلو ناپاکو قدمونو ننوتل او درمضان په میاشت کې یې معتکفین سخت ووهل او دمسجد اقصی بې حرمتي یې وکړه.

حماس هم اسرایلو ته ضرب الاجل ورکړ تر څو دمسلمانانو په وړاندې خپل وحشت پای ته ورسوي خو اسرایلو په ورکړل شوي وخت کې وحشت پای ته ونه رساوه او په نتیجه کې حماس په اسرایلو دتوغندویو باران پیل کړ.

اسرایلي حکومت کې نتنیاهو هم غوښتل ترڅو دغسې یوه جګړه کې له فلسطینیانو سره ښکیل شي،دا ځکه چې نتنیاهو دڅلورم ځل لپاره په حکومت جوړولو کې ناکام شو،نو اوس غواړي له دې لارې دیهودانو باور لاس ته راوړي او داځل دده ګوند وتوانیږي تر څو په پارلمان کې ډيرې څوکۍ ترلاسه کړي ترڅو حکومت جوړ کړی شي خو برعکس نتنیاهو په دغه قمار کې وبایلله.

فلسطیني اړخ هم متفاوت دی!

له فتحې غورځنګ پرته نورې فلسطیني ډلې داسرایلو په وړاندې په دې غزا کې سره موافقې دي او ټول له یوه سنګره په ګډ دښمن داځل مرګوني بریدونه کوي.

داسریلو په داخل کې هم عربان دا ځل بیساری مقاومت کوي او په ټول اسرایلو کې یې پاڅون کړی دی،عربان چې داسرایلو څلویښت سلنه نفوس جوړوي دا ځل ټول په حرکت کې دي،دلود،عسقلان حیفاء او بیت المقدس په ګډون یې په ډيری اسرایلي ښارونو کې لاریونونه او قیامونه پیل کړي دي او له دې لارې یې اسرایل په یوه بله جبهه کې هم مصروف کړي دي.

داسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم وویل:هیواد یې په دوه جبهو کې جګړه کوي!له دوه جبهو څخه یې موخه یوه دحماس وه او بله یې داسرایلو په داخل کې دعربانو بغاوت ؤ.

حماس دجګړې په ډګر حماسه کوي!

حماس په خپل جګړیز تاریخ کې دلومړي ځل لپاره داسې میزایل وتوغول چې داسرایلو هر کونج یې پرې وویشته،حماس د(A120)په ګډون SH85 ډول میزایل هم وتوغول کوم چې دوه سوه اوپنځوس کیلومیټره لیرې واټن ویشتلی شي.

حماس داځل په جګړه کې داسې تکتیکونه وکارول چې د اسرایل قبة الحدیدیة په نامه دفاعي سیستم یې ناکام کړ.

اسرایل یوازینی هیواد وه چې په منځني ختیځ کې په خپل هوایي دفاعي سیستم نازیده،خو دحماس توغندیو ورته دغه غرور په مدیترانه کې ډوب کړ،یو شمیر عرب هیوادنو لکه سعودي او اماراتو غوښتل ترڅو له اسرایلو دغه دفاعي سیستم وپيري خو ددغه سیستم وروستیو ناکامیو په دې اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

حماس دا ځل نورې داسې وسلې په دې جګړه کې استعمال کړې چې تر اوسه ترې صهیونیست رژیم ناخبره وه.

حماس په هوايي برخه کې خپلې دوه ډوله نورې ډرون الوتکې هم وکارولې چې یوه یې دشهاب په نامه انتحاري ډرون وه چې حماس پرې داسرایلو هغه کښتۍ وویشته چې په مدیترانه کې یې دګازو پلټنه کوله.

 او دوهمه یې دمحمدالزواري په نامه ډرون وه کومه چې نوموړي تونسي انجینر جوړه کړې وه او همدا تیره ورځ یې داسرایلو ددفاع وزارت پر سر الوتنې وکړې او ویډیو یې الجزیرې خپره کړه.

حماس په دوه زره څوارلسم کال کې دابابیل۱ په نامه ډرون الوتکه هم استعمال کړې وه.

له دې وراخوا حماس دچاودیدونکو موادو یو اوبتل هم وکاروه کوم چې پنځوس کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي لیږدولی شي.

دجګړې په برخه کې دقیق تکتیکونه او اهداف!

حماس داځل په خپل جګړیز پلان کې تنوع راوستی ؤ،او دبن ګوریون هوايي ډګر په شمول یې هغه هوايي ډګرونه په نښه کول چې له هغې څخه اسرایلي الوتکو په غزې بمبار کاوه.

حماس په خپل یو جوړ کړي توغندي درې سوه ډالر مصرف کړی وه خو په مقابل کې چې کله اسرایلو په هوا کې دغه توغندی خنثی کاوه نو پنځوس زره ډالر مصرف پرې راته چې له دې درکه حماس اسرایلو ته په اته ورځو کې نیږدې درې سوه میلیونه امریکايي ډالر اقتصادي زیان واړاوه.

داسرایلي پخوانیو پوځي شنونکو په باور حماس تر اوسه خپل دوه سلنه پوځي ځواک کارولی دی او دغه څه دحماس دسیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیة هم تایدوي او الجزیرې ټلویزیون ته په یوه مرکه کې وايي(ما خفی اعظم)هغه څه چې پټ پاتې دي هغه له دې هم لوی دي،دحماس یو لوړ پوړي قومندان هم ویلي وه چې تر اوسه یې زاړه میزایل استعمال کړي دي،ځکه چې حماس غواړي خپله زړه وسله ختمه کړي.

دشنونکو په باور حماس لا هم په خپل خورجین کې داسې غشي لري چې اسرایل ترې ناخبره دي ځکه حماس غواړي دداسې یوې جګړې لپاره تیاری وکړي چې په هغې جګړه کې اسرایل کاملا له منځه یوسي او نه غواړي چې دوخت څخه مخکې دخپلو وسلو اړوند معلومات خپل چالاک دښمن ته ورکړي.

دفلسطیني میندو په اهونو کې خاموشه اسلامي نړۍ!

په ټوله کې داقصی په ننګه دولتي ملاتړ بیا هم کم رنګه وه او یوازې ترکیې،پاکستان او ایران توند غبرګون وښوده،په یمن کې دحوثي یاغیانو مشر خو سعودي ته په خطاب کې وویل:راځئ دیمن جګړه ودرو او په ګډه د بیت المقدس د ازادۍ لپاره لاړ شو،خو سعودي عربستان لاهم په رسمي توګه په دغه روان بحران چوپ دی.

تازه دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي:له فلسطینیانو سره به هغه ډول مرسته وکړي کومه یې چې له ازربایجان سره کړې وه او یاد هیواد له ارمني استعمار څخه خپله خاوره ازاده کړه.

دا چې غزه شپږ پولې لري چې پنځه یې داسرایلو په کنټرول کې دي او یوه یې دمصر سره ده،خو مصر هم د اسرایلو په اشاره دغه لاره تړلې وه او هیڅ ډول پوځي مرستې امکان نه لاره،خو اوس مهال چې دمصر او اسرایلو اړیکې خرابې شوې دي او دترکیې او مصر اړیکې دښه کیدو په لور روانې دي نو ډير احتمال شته چې دغه حالت دحماس په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي اوپه راتلونکي کې اسرایل دخپل ټول ځواک سره نیست او نابود کړي.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "سعيد جواد ليکنه! حماس دجګړې په ډګر حماسه وکړه!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article