سالم فکر اوکړئ

په اسلامي نړۍ کې نوی ایتلاف،مصري او عربي تصادم!

په اسلامي نړۍ کې نوی ایتلاف،مصري او عربي تصادم!

په اسلامي نړۍ کې نوی ایتلاف،مصري او عربي تصادم!

عربي نړۍ تازه دګټو په کشمکش کې ممکن په نیږدې راتلونکي کې دنویو اقتصادي بانډونو شاهده وي،په عربي نړۍ کې سیمه ایز مهم لوبغاړي دګټو په تصادم کې دنویو اړیکو په هڅه کې دي.

مصر چې دا ډير کلونه داسرایلي بانډ په سیوري کې تر ټولو ډير بایلونکی ؤ،تازه په عربي نړۍ کې دخپل اغیز ساتلو او خپلې بقاء لپاره دنویو اړیکو په هڅه کې دی.

عرب ولسونه دعربي دیکتاتورۍ په زبون کې!

کله چې په 2011میلادي کال کې له تونس څخه دعرب پسرلي وږمې راپورته شوې نو،په ډيره چټکۍ یې نیږدې نیمې عربي نړۍ ته پراختیا ومونده.

دغه پسرلی په ډيرو هیوادونو کې ډير ژر په خزان بدل شو،که څه هم په مصر کې حسن مبارک،په یمن کې علي عبدالله صالح او په تونس کې یې زین العابدین راوپرځول خو،په سوریه کې بیا بشارالاسد دخلکو دغه نهضت په ډيرې بې رحمۍ وځاپه.

په سعودي عربستان کې دسعود کورنۍ او په متحدة عرب اماراتو کې د نهیان کورنۍ په ډيرې چټکۍ دخپل زوال شیبې نیږدې کیدونکې لیدلې،همغه وه چې دخپلو ولسونو په ګډون یې په یو شمیر عربي هیوادونو کې هم ددغه نوي حرکت دځپلو لپاره مټې رابډ وهلې،او په مصر کې یې لومړی منتخب ولسمشر محمد مرسي راوپرځاوه.

او کله چې جنرال السیسي واک ته ورسیده نو،دعربي نړۍ دمعاصر سیکولاریزم ملاتړو،خپل اسونه دقطر،تونس او ترکیې په لور زین کړل خو په دې هر څه کې ناکام شول.

زوړ ایتلاف به دنیل تم شوې څپې یوسي!

دنیل پر سیند دبند جوړولو په برخه کې دایتوپیا څخه داماراتو او اسرایل ملاتړ،به زوړ ایتلاف دنیل یاغي څپې ونړوي او مصر به له مجبوریته په یو بل ایتلاف ورګډ کړي.

تازه دمصري حکومت په نوي دریځ کې له دوه زره دیارلسم کال وروسته دتمې خلاف بدلون راغلی دی،دغزې په جګړه کې دمصر بیساری ملاتړ له فلسطیني ډلو څخه داسرایلو لپاره هیښونکی وه او دخپل ګټلي مصر دا بایللې پریکړه یې ډير په تکلیف وزغمله.

دمصر په منځګړیتوب دحماس او اسرایلو له اوربند وروسته دبحر متوسط په غاړه پروت اسرایل دفلسطین او مصري حکومت تر منځ داړیکو حرارت محسوسوي.

او په روژه کې دمصر دبهرنیو چارو د وزیر سامح شکري دریځ بیا بیخي داسرایلو د ډار تبه لوړه کړې ده،سامح شکري دعربي هیوادونو غونډې ته وویل:موږ په داسې یوه مبارکه ورځ کې سره یو ځای کیږو چې په بیت المقدس کې زموږ فلسطیني ورونه دخپلې بقاء په کشمکش کې دي او دهغوی په مقدساتو،عزت او کورونو باندې اسرایلي چپاو روان دی.

هغه زیاته کړه:فلسطینان حق لري ترڅو په خپلو هغه کورونو کې پاتي شي چې دوی پکې زیږیدلي دي.

دمصري شنونکو په باور،په مصر کې دسیسي له کودتا وروسته د لومړي ځل لپاره د مصر په دریځ کې د فلسطیني ملت لپاره یو اوښتون راغلی دی او له دوه زره دیارلسم کال راورسته یوه بیسارې کړنه ده.

مصري حکومت یوازې په خبرو بسنه ونکړه،بلکې جنرال سیسي یوه اونۍ ورسته دغزې دبیا رغونې لپاره دپنځه سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان هم وکړ او بیا یې د اوربند لپاره هڅې چټکې کړې چې نتیجه یې هم ورکړه.

دا چې دا به د مصر په تعامل کې داسرایلو سره اساسي تغیر وي او که موقت؟په دې اړه خپله مصري شنونکي هم یوه خوله ندي خو ډيری یې په دې باور دي چې مصر غواړي نور په سیمه کې د پردیو سیاستونو له ګردشه ځان وباسي او نور په سیمه کې مصري محوره سیاست مخکې یوسي.

مصر او متحدة عرب امارات،دوه بیلیدونکي شریکان!

په دوه زره دیارلسم کال کې جنرال سیسي دسعودي عربستان، اسرایلو او متحدة عرب اماراتو د څو میلیوني ډالري کڅوړې په مرسته مصري پوځي جنرالان وپلورل اوپه مرسي یې یوه خونړۍ کودتا وکړه.

له هغې وروسته یې داماراتو او سعودي هغه غوښتنه هم ومنله چې په ۲۰۱۷میلادي کال کې یې قطر محاصره کړ او په دغه چاره کې دسعودي،اماراتو او بحرین ترڅنګ ودریده.

له دې وراخوا همدغه مصر دیمن په جګړه کې د سعودي او اماراتو ملا وروتړله او دایران په وړاندې یې په عربي ایتلاف کې اغیزمنه ونډه واخیسته.

دغه اړیکې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله د خوږو له پستو او دترخو له پیچومو سره ملې وې،تر دې چې داماراتو ولیعهد محمدبن زاید او جنرال سیسي دمصر په جنوب شرق کې دبحر احمر ترڅنګ د پرینس په نامه دیوې لویې پوځي هډې دجوړولو په تکل کې شول،له دغه پوځي هډې څخه یوه موخه اقتصادي وه چې مصر او اماراتو غوښتل دبحر احمر دګازو په شتمنیو خپل ګرفت لا ټينګ کړي او په دغه سیمه کې دتجارت تلونکې کښتۍ دایران له ممکنه بریدونو څخه وژغوري،سعودي او اماراتو ددغه پوځي هډې دجوړښت دمالي همکارۍ ټټر وواهه او سیسي هم دایران څخه دخلیج دهیوادونو دساتنې لپاره دابو ظبۍ سفر وکړ او په دغه سفر کې ورسره دمیلیونونو ډالرو دمرستې ژمنې وشوې.

دغه پوځي هډه له بل اړخه هم مهمه وه او هغه دا چې ددغه پوځي هډې پرمټ مصر غوښتل له باب المندب تنګي نه تر سویس کاناله پورې سیمه دایران دګواښونو او اغیز څخه وژغوري.

او خپله هوا له پیښيدونکو هوايي ګواښونو څخه هم خوندي کړي.

په همدې ترڅ کې اسرایلو غوښتل له دغه پوځي هډې په خپله نفع ګټه پورته کړي او له دغه ځایه اسرایل له ایراني او نورو نړیوالو ګواښونو څخه خوندي کړي.

امارات له همغه وخته مصر خپل پوروړی بولي او په سیمه کې هر ډول سیاست یې چې زړه وي پر مخ وړي،خو مصر نور داماراتو هغه دریځونه نشي زغملی چې کاملا دمصر ګټې ټکوي او داسرایلو ګټې تضمینوي.

امارات له مصر سره خیانت کوي!

اماراتو دخپلې وینې شریک مصر داسرایلو سره داړیکو له عادي کولو ورسته دشا له لورې په چاړه وواهه او د امریکا او اسریلو سره یې دانرژۍ ترعنوان لاندې پټ تړونونه وکړل.

خو ددغه تړونونو موضوعات پټ پاتې نشول او عبري رسنیو د اسرایلو هغه پلانونه افشاء کړل چې تل ابیب له دغه تړون ورسته غوښتل.

اسرایل او امارات غواړي په داسې یوه لاره کار وکړي چې دخلیجي هیوادونو نفت او ګاز د مصر د سویز دکانال پر ځای داسرایلو له لارې اروپا او شمالي امریکا ته ولیږدوي او په دې توګه داسې یوه اقتصادي لاره شي چې دمصر دسویز کانال بدیل شي،سعودي عربستان که څه هم په ښکاره له اسرایلو سره ډيپلوماټيکې اړیکې نه لري خو په پټه ددغه پلان ملاتړی دی.

د سویز کانال بدیل اسرایلي خط په کوم ځای تیریږي؟

دخلیج دهیوادونو ګاز او نفت د خلیج د هیوادونو څخه تیریږي او بیا داسرایلو جنوبي ښار ایلات سره وصلیږي،له هغه ځایه بیا له عسقلان اسرایلي ښار سره وصلیږي او همغسې بحر ابیض سره وصلیږي او له هغه ځایه اروپا او شمالي امریکا ته دبحر له لارې رسیږي،چې په دې ډول مصر یوې څنډې ته پاتې کیږي،دسویز کانال خپل اهمیت له لاسه ورکوي اوپه بدل کې یې دخلیجي هیوادونو دنفتو څخه 

اخیستل کیدونکې ګټه ټوله داسرایلو جیب ته غورځي.


بدیله لار او داسرایلو او خلیجي هیوادونو ګټې!

که چیرته اسرایل او امارات په دغه پلان کې بریالي شي او دسویز کانال یوه بدیله لار چې دمګړۍ پرې کار روان دی،بشپړه کړي نو،سیمه کې به یو نوی تحول رامنځ ته کړي.

لومړی:که چیرته دغه نوې لاره رامنځ ته شي نو دخلیج له هیوادونو څخه په کم وخت کې ګاز او نفت له دغې لارې امریکا او اروپا ته رسیږي.

دوهم:اسرایل به له دغه لارې په کال کې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي او خپل ځای به په نړیوال تجارت کې دغرب او خلیج ترمنځ دوصل نکته وګرځوي.

دریم:په دې سره به نړیوال تجارت دایران او نړیوالو غلو له ګواښونو بچ شي او دایران فشارونه به په راتلونکې کې په اسرایلو او غربي هیوادونو کوم اغیز ونلري.

مصر به څه وبایلي؟

په لومړي قدم کې به مصر هغه عایدات له لاسه ورکړي کوم چې اوس یې دنفتو او ګازو دانتقال له امله دسویز له کانال څخه ترلاسه کوي.

سعودي عربستان به هم دمصر له لارې نور خپل نفت ونه لیږدوي،ځکه سعودي عربستان په یوه ورځ کې ۱،۳ میلیونه تیل لومړی په مصر کې ذخیره کوي او بیا یې له هغه ځایه غربي هیوادونو ته لیږدوي.

او په دې سره به مصر په اقتصادي او سټراټيژیک لحاظ حاشې ته شي او خپل اهمیت به اسرایلو ته وبایلي.

نوی نړیوال بلاک!

له مصر سره دسعودي عربستان،اسرایل او متحدة عرب اماراتو تعامل ته په کتو او تازه دانقرې اوقاهرې ترمنځ نوې راشه درشه ته په دقیق لید سره سړی ویلی شي چې عربي نړۍ په دا نیږدې راتلونکي کې دیو بل ایتلاف شاهده ده.

تازه دانقرې او قاهرې ترمنځ دلوړ رتبه وزیرانو په کچه خبرې اترې او ملاقاتونه دوام لري او دواړه لوري هڅه کوي چې دسمندري ګازو په سر داسې یو تړون ته سره ورسیږي چې خپلې ګټې خوندي او خپل رقیبان په سیمه کې وننګوي،مصر له اماراتو او اسرایلو وار خطاء دی او ترکیه بیا دیونان،په شمول داماراتو او اسرایلو درې واړو ګډ تقابل سره مخ ده،دحالاتو په دې نازکتیا کې مصر او ترکیه دواړه د ۲۰۱۳کال کړکیچ تر شا پریږدي او په چټکۍ سره دیو بل په لور قدمونه اخلي،مصر که ترکیه ته ورنیږدې کیږي نو پرته له شکه چې په نړیوال سټيچ به دواړه وکولای شي خپل رقیبان مهار کړي او یو قوي اقتصادي او بحري ایتلاف ولري.

له دې اخوا تازه قطر له خپلې محاصرې او دمصري کودتاء وروسته دلومړي ځل لپاره دمصر ولسمشر جنرال سیسي ته د دوحې دسفر بلنه ورکړې ده او دا به لومړی ځل وي چې سیسي په خپله ولسمشرۍ کې دقطر سفر کوي.

له دې اخوا اردن بیا په دې باور دی چې په دغه هیواد کې پخوانی ولیعهد امیر حمزه دسعودي اماراتو او اسرایلو په ملاتړ دکودتا هڅه کوله او غوښتل یې چې واک تر ګوتو کړي خو ناکام شو او همدغه لامل دی چې داردن پاچا او دده پلوې شاهي کورنۍ دسعودي او اماراتو سخته خپه ده.

او دافریقا په هیوادونو کې یو بل مهم هیواد سوډان دی چې دمګړۍ دمصر تر اغیز لاندې دی او تازه یې لوړ رتبه پلاوی په انقره کې دی ترڅو په دوه اړخیزو اړیکو او راتلونکي ایتلاف په څرنګوالي وغږیږي.

بل هیواد چې په دغه لوبه کې مهم لوبغاړی ثابتیدلی شي هغه لیبیا ده،ځکه چې دمګړۍ لیبیا په نړیوال کچ د نړۍ دابر قدرتونو ترمنځ دمعرکې ډګر دی او ټول هڅه کوي چې لیبیا تر ګوتو کړي ځکه هم دنفتو او ګازو له اړخه او هم دسمندري امنیت او اغیز له مخې اهمیت لري.

دغه ټول څه په نړیواله کچه دیو نوي مثبت ایتلاف دراتګ خبر ورکوي،دا چې وړاندې به څه پیښ شي دا به وخت ثابته کړي.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "په اسلامي نړۍ کې نوی ایتلاف،مصري او عربي تصادم!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article