سالم فکر اوکړئ

له تجارتي جګړې ، تر پوځي کودتا ګانو!

له تجارتي جګړې ، تر پوځي کودتا ګانو!

له تجارتي جګړې ، تر پوځي کودتا ګانو!

له شرق متوسطه،دافریقاء تر شماله،له تجارتي جګړې،تر

 پوځي کودتا ګانو!

په تاریخي لحاظ فرانسه هغه هیواد دی چې شمالي افریقا کې یې ډير اسلامي هیوادونه اشغال کړي ؤ،ددغه اشغال پرمهال فرانسې هغه اسلامي ارزښتونه سخت وټکول کوم چې فرانسوي استعمار دعثمانیانو پاتي شوني بلل،دغې دښمنۍ هغه مهال لاپسې زور واخیست چې کله ناپیلیون دعثماني خلافت قلمرو مصر اشغال کړ او د عثمانیانو ترڅنګ یې دټولې اسلامي نړۍ غوسه راوپاروله پرونی ټکر کټ مټ نن هم ددغه دوه سترو هیوادونو ترمنځ روان دی.


افریقا،دترکیې اوفرانسې دتقابل نوی ډګر!

په افریقا کې زیات شمیر هیوادونه داسې دي چې پخوا دفرانسې مستعمره پاتې شوي دي او فرانسه اوس هم دغه هیوادونه خپل ملکیت بولي،له نیږدې وروستیو شلو کلونو راپدیخوا ترکېې دافریقايي هیوادونو سره خپلې تجارتي اوډيپلوماټيکې اړیکې ډيرې کړې دي،چې په دغه موده کې ترکیې خپل سفارتونه له ۶څخه ۴۲ ته په مختلفو افریقايي هیوادونو کې پورته کړي دي، له افریقايي هیوادونو سره یې مهم تجارتي تړونونه له شپږو څخه ۴۶ته پورته شوي دي،په همدې ډول دترکیې اوافریقايي هیوادونو ترمنځ الوتنې هم لوړې کچې ته رسیدلې دي،له دې وراخو یوازې اته سوه ترکي شرکتونه په الجزایر کې په تجارت بوخت دي،په یو شمیر هیوادونو باندې خپلې پوځي وسلې هم پلوري په ځانګړي ډول د ډرون الوتکو بازار یې ښه ګرم دی،په همدې ډول د نایجیریا او صومالیه په شمول په یو شمیر هېوادونو کې پوځي اډې هم لري.

ددې سربیره په تجارتي اړخ کې ترکي شرکتونه پدې توانیدلي دي چې اروپايي شرکتونه چې ډيری یې فرانسوي دي، مات کړي اودتجارت په ډګر یې دهغوی انحصار پای ته رسولی دی،په همدې ډول داستانبول هوايي ډګرونه اوس مهال دافریقايي هیوادونو دوصل نقطه هم بلل کیږي،همدغه څه دي چې په افریقا کې یې هم دفرانسې غوسه راپارولې ده او وخت ناوخته په ترکیه لفظي بریدونه کوي.


له تجارتي جګړې تر پوځي کودتاء ګانو!

دنړۍ ستر ابر قدرتونه اوس په چټکۍ له اسیایي هیوادونو خپله مخه دافریقا په لور اړوي،په منځنۍ افریقاء کې دمګړۍ د فرانسې او روسیې ترمنځ دګټو تقابل روان دی او خبره تر دې ورسیده چې یو شمیر روسي پلو افسرانوپه یو شمیر هیوادونو کې دروسیې په ملاتړ کودتاء ګانې وکړې او هغه افسران یې له پوځه لیرې کړل چې دفرانسې ملاتړ یې له ځان سره لاره.

چین هم په چټکۍ سره خپلې اقتصادي هڅې په افریقايي هیوادونو کې ګړندۍ کوي او اوس مهال ګڼ چینائي شرکتونه دنړۍ دنورو شرکتونو سره دافریقاء په لویه وچه کې په سیالۍ بوخت دي.

د نړۍ دلویو هیوادونو په کتار کې یوازې چین په اقتصادي رقابت اکتفاء کوي خو،روسیه او فرانسه ،او ترکیه اوفرانسه بیا هغه هیوادونه دي چې په پوځي کودتاء ګانو هم دریغ نه کوي،دا چې په دغه اسلامي افریقايي هیوادونو کې له پخوا څخه فرانسوي استعمار ؤ،نو دمګړۍ واک هم دهغه پوځي افسرانو سره دی چې ډيری یې په فرانسه کې فرانسوي پوځيانو روزلي دي او پرمټ یې خپلې اقتصادي موخې پوره کوي او خپل ولسونه دفرانسوي ګټو لپاره سخت ځپي.

ترکیې هم نیږدې یوه لسیزه دواک او اغیز لپاره سولیه ایزه مبارزه وکړه،خو په دغه افریقايي هیوادونو کې هغه پوځيانو چې دفرانسې ملاتړ یې لاره او دفرانسې حکم یې پلي کاوه ټول دغه اقتصادي او سیاسي خوځښتونه وځپل، ترکیه هم مجبوره شوه چې د اقتصادي اغیز ترڅنګ په پوځي برخه هم فکر وکړي.


د مالي هیواد،ترکي پلوي او فرانسوي پلوه پوځي افسران!

مالي دافریقا په غرب کې په وچه کې بند هیواد دی،له شمال څخه دالجزایر،له جنوب څخه دنیجر او بورکینافاسو او اج ساحل سره پوله لري،دجنوب لویديځ څخه دګینه او سینیګال،دشمال له اړخه له موریتانیا سره هم پوله شریک او ګاونډي دی.

نوموړی هیواد په خپل جنوب کې دافریقا دلويې وچې له لویې صحرا سره هم تړلی دی،پلازمینه یې دباماکو ښار دی او په طبیعي منابعو کې یې ،مالګه،یورانیم،طلا او سره زر مهم دي.

په دیني لحاظ دمالي هیواد ۹۰٪خلک مسلمانان دي،پنځه عیسویان او پنځه سلنه یې دبومي ادیانو پیروان دي.

رسمي او ادراي ژبه یې فرانسوي ده او په تعلیمي اداراتو کې هم په فرانسوي ژبه زده کړه کیږي.

ددغه هیواد په شمال کې د ازواد په نامه سیمه کې د اسلامپالو یو غورځنګ دی چې په ۲۰۱۲میلادي کال کې یې وروسته له هغې وسله واله مبارزه پيل کړه چې په مالي کې یو شمیر فرانسوي پلوه افسرانو کودتاء وکړه اوهمهاله یې له اسلامي ادرسونو سره دټکر جرات وکړ،د ازواد په سیمه کې دغه اسلامپالو خپل حرکت پیل کړ او غوښتل یې دمالي شمال د ازاد ،ازواد په نامه هیواد کړي او له مالي څخه یې جلا کړي،له دغه حرکت وړاندې دمالي په شمال کې دالقاعدې ډلې هم فعالیت درلود،خو ددغه حرکت په رامنځ ته کیدو سره القاعده ډله یوې څنډې ته شوه،دغه حرکت دمالي شمال ازواد سیمه جلا هیواد اعلان کړ او هلته یې له واک وروسته حدود او شرعي قانون دطالبانو په سبک عملي کړ،دمالي خپل پوځ هڅه وکړه ترڅو دغه حرکت وځپي او دمالي شمال بیرته لاسته راوړي خو په یوازې ځان ونه توانیدل،هماغه وه چې فرانسوي اشغالګر دغه هیواد ته ددغه اسلامپالو دځپلو لپاره ننوتل او د ازاد ازواد د ځواکونو په وړاندې یې جګړه پیل کړه،اصلا فرانسې غوښتل چې د مالي دیورانیمو او طلا په هغه لویو ذخیرو خپل کنټرول ټينګ کړي چې ددوۍ له لاسه پخوا وتلې وې،او له فرصته په استفادې خپلې دې موخې ته ورسیدل.

کله چې په ترکیه کې د اردوغان ګوند واک ته ورسیده نو دخپلې پراخې اقتصادي پالیسۍ په غیږه کې یې افریقا ته هم ځای ورکړ او ترکي شرکتونو دنورو افریقايي هیوادونو په شمول په مالي کې هم د طلا د استخراج قراردانو واخیستل،خو فرانسوي پلوه افسرانو په وچ ځور ترکي شرکتونه له دغه سیمې وویستل او شته اقتصادي فرصتونه یې ترې بیرته واخیستل.

ترکیه هم دخپل هغه سرسخت رقیب کړنو ته اندیښمنه وه چې له امله یې په اروپایي ټولنه کې ددغه هیواد غړیتوب نه تایدیږي او هر وخت دترکیې دغړیتوب سره مخالفت ښايي،همدغه ده چې له شرق متوسطه نیولې تر افریقاء پورې يې په ډيرو میدانونو کې دخپل سیال(فرانسې)په وړاندې داقتصادي جګړې برسیره تازه د کودتاء ګانو جګړه هم پیل کړې ده.

تازه په مالي هیواد کې په (۹) میاشتو کې دوهمه کودتا کیږي،په تیر کې دغه کودتا په فرانسوي پلوه ولسمشر ابوبکر کیتا باندې شوې وه او تازه کودتاء په ولسمشر باوه ندا ، لومړي وزیر مختار اواني او دفاع وزیر سلیمان دوکوري باندې شوې ده.

دشننونکو په باور دمګړۍ کودتا په مالي پوځ کې هغه ترکي پلو افسرانو کړې ده چې دترکيې ملاتړ له ځان سره لري،دچارو ډيری تحلیلګران او اینډيپینډنټ ورځپاڼه وايي، اصلا کودتا په هغه افسرانو شوې ده چې دفرانسې ملاتړ له ځان سره لري او غواړي فرانسوي ځواکونه په دغه هیواد کې پاتې شي،خو واشنټن پوسټ او Dw په نامه رسنۍ بیا وايي چې دغه کودتاء دروسیې له لورې شوې ده،یادې رسنۍ بیا وایي چې دکودتا مشر ګویتا اصلا د روسانو له لورې روزل شوی دی،خو یو شمیر شنونکي دغه خبره ردوي، ځکه خپله ګویتا په امریکايي پوځي هډو کې هم روزنه لیدلې ده.

کله چې کودتا وشوه نو یوه میاشت وروسته دترکيې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ترڅنګ یو شمیر لوړ رتبه ترکي افسران مالي ته ولاړل او دکودتا له مشرانو سره یې له نیږدې وکتل،نو ځکه ډير بیا په دې باور دي چې کودتا ترکي پلوه افسرانو وکړه.


اقتصادي ټکرونه!

ترکي شرکتونو په نیجر هیواد کې هغه فرانسوي شرکتونه مات کړل چې په دغه هیواد کې یې دیورانیمو پلټنه کوله او له دغه لارې فرانسې خپله دیورانیمو۶۳٪اړتیا پوره کوله،په همدې ډول دساحل هیوادونو(بورکینافاسو،مالي،چاډ،نیجر موریتانیا)کې هم ترکي شرکتونه په چټکۍ سره له فرانسوي شرکتونو اقتصادي مارکیټونه نیسي او ددغه هیوادونو دطبیعي منابعو داستخراج ترڅنګ دترکي توکو د پیر بازار هم په پراخیدو دی.


ماکرون،او توندې څرګندونې!

له تازه کودتا وروسته دفرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون رسنیو ته ويلي دي چې له هغه هیواد څخه به خپل سرتیري وباسي چې پوځيان یې هم راډيکال اسلام غواړي،هغه ويلي دي چې دمالي هیواد له پوځ سره به خپلې ټولې پوځي مرستې ودروي،د ما کرون له څرګندونو وروسته افریقايي ټولنې هم دمالي هیواد عضویت ځنډولی دی،په نړیواله کچه هم دغه کودتا سخته غندل شوې ده.


راتلونکی به څنګه شي؟

د مالي ډيری اوسیدونکي په دې باور دي چې دکودتا چیانو مشر ګویتا به له هغه بیلتون غوښتونکو اسلامپالو سره یو توافق ته ورسیږي چې دمګړۍ د مالي په شمال کې په جګړه بوخت دي،دشننونکو په باور په نیږدې راتلونکي کې ممکن یو ګډ حکومت(داسلامي جمهوریت)تر عنوان لاندې رامنځ ته شي.

دمګړۍ په مالي هیواد کې ګڼ فرانسوي سرتیري شتون لري چې دنوې پوځي کودتا څخه وروسته ممکن له دغه هیواده وشړل شي،خو خپله فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي دي چې له دغه هیواده به خپل سرتیري وباسي او دا هیواد به دده په وینا یوه ډله ترهګرو ته په سپین میدان پریږدي.

تازه دچین،ترکیې او روسیې هڅو ته په کتو سړی ویلی شي چې،دنړۍ د ابر قدرتونو په ټکر کې په افریقاء کې دفرانسې لمر په ډوبیدو ښکاري.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "له تجارتي جګړې ، تر پوځي کودتا ګانو!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article