دشر مثلث !ممکن چې راوپرځي!
دشر مثلث !ممکن چې راوپرځي!
تاسې به ډير کله دعرب ائتلاف اړوند په رسنیو کې اوریدلي وي،خو په لویه کې به مو دعرب ایتلاف ددوه سترو لوبغاړو ترمنځ دګټو دتضاد دومره ښکاره ټکر نه وي لیدلی،داسې ټکر چې دنړیوالو رسنیو لپاره بې ساری او هيښونکی دی،تازه دعربي نړۍ دوه جابر او ظالم دولتونه یو دبل په وړاندې دریدلي دي او نور نه غواړي زړې یارانې ته ادامه ورکړي،دا دواړه هیوادونه سعودي عربستان او متحدة عرب امارات دي چې تازه یې د اوپک هیوادونو په غونډه کې دتیلو د کچې په سر اختلاف بې سارې کچې ته پورته شوی دی.
اوپک هیوادونه!
اوپک سازمان له هغه هیوادونو څخه جوړ شوی دی چې په نړۍ کې دنفتو ډيری تولیدونکي دي،دغه هیوادونه عبارت دي له: الجزایر، ایران، عراق، کویت، لیبيا، قطر،سعودي عربستان ، متحدة عرب امارات، اکوادور،روسیه، آنگولا، ونزوئلا او کنگو څخه.
دا سازمان په ۱۳۳۹ هـ کې رامنځ ته شوی دی،اصلا وینزویلا په ۱۹۴۹ میلادي کال کې ددغه ډول یو سازمان طرحه سعودي،کویټ،عراق ایران او نورو هیوادونو ته ورکړه ترڅو،ددغه سازمان له لارې ددریمې نړۍ نفتي هیوادونه دنړۍ له مالداره هیوادونو سره دنفتو په سر چنې ووهي او په دې ډول دهغه مهال دنړۍ دتیلو داخیستونکو اوه شرکتونو طلیسم مات کړي چې له دغه هیوادونو یې تیل په ټيټه بیه پلورل او دنړۍ دنفتو په مارکیټونو یې کنټرول درلود،دا هرڅه ددې لپاره وه چې دتیلو په نرخ کې توازن وساتل شي او دنړۍ داستثماري شرکتونو څخه دتیلو هیوادونو محاصره خلاصه کړي.
داوپک هیوادونو ترمنځ وروستی تړون په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پای ته رسیده،خو اوس نور غړي هیوادونه غواړي چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې دتیلو بیه ټیټه وساتي خو متحدة عرب امارات بیا دسعودي عربستان او روسیې دغه وړاندیز سره مخالف دي او وايي چې نور به دغه ډول نا انډولي ونه زغمي،امارات وايي دتیلو دتولید کچه باید پورته شي خو نور غړي هیوادونه بیا ټینګار کوي چې دغه کچه باید دتیر په څير ټیټه روانه وي.
امارات او سعودي،تاریخي اختلاف!
دسعودي عربستان او متحدة عرب اماراتو ترمنځ په اړیکو کې کړکیچ هغه وخت ته رسیږي کله چې دسعودي موسس عبدالعزیز ال سعود دقطر،عمان او اماراتو ترمنځ یوه لانجمنه سیمه وویشله،په دغه ویش کې یې شپږ کلي اماراتو ته،درې عمان ته او په یو څه یې خپله خیټه واچوله،سعودي عربستان له همغه وخته داماراتو یو شمیر مهمه سرحدي ځمکه چې له تیلو مالا مال وه،په خپل قلمرو کې داخل کړه،سعودي هغه مهال لوي ځواک وه او په ۱۹۷۴ میلادي کال کې یې له اماراتو سره دجدې تړون تر عنوان لاندې دپولې په سر یو توافق وکړ،سعودي هم په مقابل کې امارات دیو مستقل دولت په توګه وپيژندل،متحدة عرب امارات هم چوپه خوله پاتې شول،ځکه چې دسعودي په څير لوی ځواک سره یې پنجه نه شوه نرمولای او په رسمي مجلسونو کې یې هم دخپلې ځمکې غوښتنه نه کوله،تر دې چې تر ۲۰۰۹ میلادي کال پورې اماراتیان دغه سیمې ته له پاسپورت او ویزې پرته تلل،ځکه دا یې خپله سیمه بلله خو له ۲۰۰۹میلادي کال څخه وروسته سعودي اماراتیان له پاسپورت پرته دغه سیمې ته منع کړل،امارات په دغه کار ډیر خپه شول خو لا هم په سیاسي کچه په دې اړه کومه خبره نده مطرح شوې.
دیمن جګړه!دوه هیوادونه دوه جلا موخې!
کله چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې حوثیانو له سعودي پلوه ولسمشر عبدالرب منصور هادي څخه پلازمینه صنعاء ونیوله نو،دهادي په پلوۍ دسعودي په مشرۍ عربي ایتلاف بریدونه پیل کړل،دسعودي ولیعهد وویل:هیواد به یې دیمن جګړه په څو ساعتونو کې وګټي،خو هغه څو ساعتونه اوس په څو کلونو اوښتي دي خو لا هم دیمن جګړه همداسې توده ده،په یمنۍ جګړه کې اماراتو دوه مهم اهداف درلودل،لومړی دا چې په باب المندب مهم تنګي باندې واک ټینګول،دا ځکه چې دیمن هیواد ددغه تنګي یو طرف ته واقع دی ترڅو په دې توګه دنړیوالو کښتیو دتیریدو یوه مهمه او له فشار څخه ډکه لاره داماراتو لاس ته ورشي،په دغه کړنه کې امارات بریالي هم شول،او دمګړۍ داماراتو او مصر په ګډه باب المندب تنګي ته نیږدې یوه پوځي پټه هډه جوړه کړې ده او له دې لارې دایران څار له نیږدې کوي.
دوهمه موخه دیمن تجزیه کول ؤ،چې امارات غواړي یمن شمالي او جنوبي یمن ته تجزیه کړي،دانقشه او پلان داسرایلو دی ځکه په دې سره اسرایل غواړي خپلو موخو ته ورسیږي،خو دا موخه یې ترسره نه شوه ځکه دسعودي په څير مهم هیواد ورسره دغه خبره نه مني،ځکه یمن دسعودي دروازه ده او سعودي عربستان هیڅکله هم خپله دروازه بې ثباته نه غواړي.
دیمن په جګړه کې سعودي عربستان حزب التجمع الیمني للاصلاح چې اصلا اخوانیان دي په خپل څنګ کې ودرول،ځکه دغه حزب په یمني ټولنه کې پراخ اغیز او ریښې لري،خو اماراتو بیا نه غوښتل چې اخوان دې ددوۍ له واره بچ وي،ځکه دوۍ غوښتل له اخوان او حوثیانو سره یو ډول تعامل وکړي خو سعودي دیمن اخوان ته سخته اړتیا لرله تر څو دشیعه اوسني په دې تصادم کې یې لاس نیوی وکړي،له همدغه ځایه امارات له سعودي سره یو څه خپه شول او خبره تر دې ځایه ورسیده چې امارتي پلوه ملیشو په سعودي پلوه پوځيانو بریدونه وکړل او څو ځله یې ترمنځ سختې جګړې هم وشوې،امارات پوه شول چې نور سعودي په خپله خوښه جګړه مخ ته وړي،نو دریاض له مشورې پرته په چټکۍ سره له یمن څخه یې خپل پوځيان راوویستل او په دغه کار سره یې سعودي په سپین میدان یوه ډله شیعه ګانو او ایران ته پریښوده.
سعودي اوس دخپلې بقاء لپاره دغه جګړه کوي او دغه جګړې ته یې ادامه ورکړې ده،خو اماراتو ورسره په دغه میدان کې سخته ناځواني وکړه.
امارات دوه مخې لوبه کوي!
له دې سره چې امارات په خلیج کې ځان دایران سر سخت مخالف بولي،خو ددغه ظاهري تعامل نه وراخوا امارات له ایران سره پیاوړې سوداګریزې اړیکې لري،ځکه دمګړۍ له نیم میلیون څخه ډير ایرانیان په اماراتو کې ژوند کوي،په زرګونو موسسات او تجارتي شرکتونه لري،په همدې ډول ددواړو هیوادونو ترمنځ شریکه سوداګري میلیاردونه ډالرو ته رسیږي،په دې هرڅه سعودي له اماراتو ډیر خپه دی.
امارات او ایران ډير قوي ډيپلوماټيک چینلونه هم لري،په استخباراتي برخه کې یې ترمنځ همکاري هم شتون لري.
له دې وراخوا عبدالرب منصور هادي چې دسعودي ملاتړ له ځان سره لري،دسعودي عربستان په ملاتړ په یمن کې دجنوب له ملیشو چې مجلس الانتقالي يې بولي او دابوظبۍ ملاتړ له ځان سره لري په جګړه بوخت دی،سعودي تر ډيره دغه اختلافات پټ ساتي او هڅه کوي چې تش په نامه عرب ایتلاف له شړیدو وژغوري،خو ښکاره بیا هم امارات یو دوست هیواد بولي.
قطر او ترکیه،دکړکیچ دوه نور لاملونه!
متحدة عرب امارات په دې باور دي چې قطر او ترکیه له ایران څخه هم خطرناک ګواښ دی،ځکه قطر او ترکیه دواړه هغه هیوادونه دي چې په عربي نړۍ کې داخوان المسلمین کلک ملاتړي بلل کيږي،ابوظبۍ فکر کوي چې اخوان هم نړیوال ګواښ دی او هم داخلي،نو له دې امله دغه دوه مهم هیوادونه خپل اصلي دښمنان بولي،سعودي عربستان خو دابوظبۍ په خوښه قطر محاصره هم کړ،خو سعودي عربستان دترکیې او قطر سره په دښمنۍ کې هومره مخکې تیر نشو لکه امارات چې تیر شول،اماراتو دازربایجان او ارمنیه په جګړه کې د ارمنانو کلک ملاتړ وکړ،په لیبیا کې یې دترکیې له سخت دښمن سره کلکې اړیکې وپاللې،په سوریه کې یې هغه کردان هم سخت وپالل چې ترکان یې ترهګر بولي او دترکیې په داخل کې بریدونه کوي،اماراتو هغه کودتاچي جنرالانو ته هم په خپل هیواد کې ځای ورکړ چې په ترکیه کې یې کودتا کوله،په همدې ډول اوس مهال امارات دفتح الله ګولن سازمان لپاره دوهمه هډه بلل کیږي،هغه چې ترکیه یې د دوه زره شپاړسم کال دناکامې کودتا تر شا بولي.
په عربي نړۍ کې دترکي تولیداتو پر ضد او دترکي لیرې په راغورځيدو کې اماراتو نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې،داماراتو په دغه ټولو قضایاو کې له سعودي څخه دپوره اخلاص هیله وه،خو سعودي عربستان نه غوښتل چې دشیعه ځواک سربیره دیو بل سني ځواک سره په اقتصادي او پوځي جګړه ورښکیل شي،همدا وه چې امارات له سعودي څخه په دغه مسایلو کې خپه شول،البته بیا یې هم دغه جګړه داماراتو په ګټه په غیر رسمي ډول دغه جګړه مخکې یوړله،خو په رسمي توګه یې څه ونه ویل.
او دغه خپګان یې هغه مهال لا پسې ډير شو چې انقرې او ریاض داړیکو دبیا پیلولو هڅه وکړه،ریاض رسما له انقرې وغوښتل چې خپلې پياوړې ډرون الوتکې بیرقدار ټي بې ټو پرې وپلوري،ددواړو هیوادونو ولسمشرانو هم له یو بل سره تماسونه ونیول او دبهرنیو چارو وزیرانو په کچه سفرونه هم ترسره شول.
خو دغه اړیکې داماراتو او اسرایلو په ګرمه یارانه کې سړې پاتې شوې،خو اوسنۍ لانجې دغه اړیکې بیرته دخوږوالي طرف ته بیولی شي.
دسعودي او اماراتي ټکر ګټونکي او بایلونکي!
دسعودي او اماراتو له ټکر وروسته تر ټولو ډير بایلونکی هیواد ممکن اسرایل وي،دا ځکه چې اماراتو له اسرایلو سره خپلې اړیکې دوینې دشرکت ترحده رسولي دي،اسرایل له اماراتو سره دابراهیم په نامه تجارتي او ټیکنالوژیک تړون لري،کوم چې امارات دومره پیاوړي کوي چې په سیمه کې دسعودي په شمول په مصري ځواک هم برتري ورکوي،امارات په خلیجي هیوادونو کې دسیاسي اقلیمي او اقتصادي نفوذ لپاره دغه تړون دخپل مرګ او ژوند مسله بولي،ددغه تړون مخالفت ترټولو لومړی سعودي کړی ؤ او لا هم نه پریږدي چې دغه څه دې عملي شي،دا ځکه چې په خلیج کې دسعودي اغیز کموي او امارات پیاوړي کوي.
ټایمز اوف اسرایل ورځپاڼې په خپلې یوه ګڼه کې لیکلي دي:دسعودي او اماراتو کړکیچ داسرایلي اقتصاد لپاره دمرګ ضربه شمیرل کیږي او داړیکو دا خړ پړتیا کولی شي داماراتو او اسرایلو خوږه دوستي ترخه کړي.
دغه خبره تر یوڅه بریده درسته ده،ځکه دمګړۍ داسرایلو تجارتي الوتکې دسعودي له فضاء تیریږي او بیا اسرایلو ته ځي،اسرایل دکړکیچ په دغه تودوخه کې لاهم داماراتو ترڅنګ ولاړ دی،ځکه چې په خلیجي هیوادونو کې يې ترډيره مخلص او دګټو خوندي کونکی هیواد دی.
خو تازه سعودي اعلان وکړ چې له له خلیجي هیوادونو ورتلونکو توکو باندې ګمرکي مالیه لوړوي،چې په دې سره اسرایلي شرکتونه ډير تاوان کوي او دابوظبۍ په مارکیټونو کې داسرایلي توکو بیه لوړیږي،چې له امله یې اسرایل دنړۍ په دغه مهم مارکیټ کې خپل ځای ورکوي،اسرایل حتمي ده چې په دغه لانجه کې داماراتو طرف نیسي ځکه ډيری ګټې یې له همدوۍ سره خوندي دي،خو په بدل کې یې به یې ډيره لوړه بیه هم پرې کوي ځکه چې دسعودي په څير یو مهم اقتصادي،سیاسي او سټراټيژیک هیواد له لاسه ورکوي.
ګټه به څوک وکړي؟
له دغه روان کړکیچه تر ډيره ګټه دسعودي،اماراتو او اسرایلو شریکو رقیبانو ته ورځي،په پیل کې به ایران ډيره ګټه وکړي دا ځکه چې عرب ایتلاف جمع اسرایل په دې هڅه کې دي چې څه ډول په منځني ختیځ کې دایران لاس وهنه ودروي هغه ایران چې له عراقه یې لاس دسعودي ترګاونډي یمنه رسیدلی دی،هغه ایران چې هر وخت له لبنانه اسرایل ویشتلی شي،هغه ایران چې دکب نیونکو کیښتیو له لارې کولی شي چې له هرمز تنګي تیر او امارات ښه وډبوي،له دغه ګډوډۍ وروسته په یمن،لبنان،عراق سوریه او نورو ډيرو هیوادونو کې ایران برلاسی کیږي او ممکن له دغه ایتلافه کوم هیواد دایران په ډله ورګډ شي چې بیا به ایران دومره پیاوړی کړي چې په خلیج کې به ددغه ګډو یارانو انډيوالي ډوبه کړي.
ترکیه او قطر هم ګټونکي کیدلای شي،دا ځکه چې همدغه خلیجي ایتلاف وه چې قطر یې څوکاله محاصره کړی وه،همدوۍ دترکي توکو سره غیر رسمي پریکون کړی وه،همدوۍ په سوریه کې(پي کا کی او وای پي ډي) کردي ډلې تمویلولې ترڅو ترکان پرې ووهي،همدوۍ په عراق کې کردان تمویلول ترڅو ترکیه په دغه ګرداب کې راښکیل کړي.
او ممکن سعودي دیو مهم ځواک سره دانډیوالۍ اړیکه داسرایلو پرځای له ترکیې او قطر سره ونښلوي چې بیا به دټول خلیج نقشه بدله وي،ځکه نه به یې بیا اسرایل او امارات مهار کړي او نه به ایران خلاصې تڼۍ او سرې سترګې عربان پسې واخلي،داسې ایتلاف چې دنورو نړیوالو لوبغاړو لاسونه به هم له خلیج څخه ورلنډ کړي.
له ایران او ترکیې وراخوا ممکن سعودي له هغه مصر سره په ایتلاف ورګډ شي چې لا پخوا اماراتو او اسرایل له شا په چاړه وهلی ؤ،هغه مصر چې اسرایل غواړي په ایتوپیا یې ښه ووهي.
ددغه ایتلاف په ړنګیدا ممکن دخلیجي هیوادونو په ګډون ډيری نور هیوادونه هم دارام ساه واخلي او داماراتو او اسرایل ظلم،جبر او وحشت تر ډيره تم کړای شي.
0 Response to "دشر مثلث !ممکن چې راوپرځي!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com