تونس کې په اسلامپالو سیاسي زلزله!
تونس کې په اسلامپالو سیاسي زلزله!
په دوه زره یولس کال کې دټولې عربي نړۍ شکلنې دښتې دتونس دپسرلي وږمو مخمورې کړې وې،دا هغه مهال وه چې دتونس په یو څلور لاري کې دبیکارۍ له امله یو ځوان ځان ته په یو ډک واټ اور واچوه،خلک دتونسي ولسمشر زین العابدین پر ضد واټونو ته راووتل او همغه وه چې هغه یې راوپرځاوه،زین العابدین له خپلې کورنۍ سره سعودي ته وتښتیده او نورې عربي نړۍ له تونسه الهام واخیست او دخپلو مادام العمري واکمنانو پر ضد راپورته شوه.
نن همغه تونس چې عربي نړۍ ته یې دازادۍ پیغام ورکړ او دعرب پسرلي سرلاري یې کوله،هلته نن ټاکنې،ازادي او دخلکو غږ زندۍ کیږي،دا زندۍ دداسې ولسمشر له لورې ترسره کیږي چې اسلامپالو واک ته په رسولو کې ورسره پوره اخلاص کړی ؤ،قیس سعيد دیکشنبې پر ماښام دتونس لومړی وزیر له دندې ګوښه کړ او پارلمان یې هم دیوې میاشتې لپاره وځنډاوه.
ستونزه چیرته ده؟
له شنبې ورځې راپدیخوا په تونس کې دبد اقتصادي حالت او کرونا وبا دچټکتیا پرضد خلکو لاریونونه وکړل،او له حکومته یې وغوښتل چې دغه حالت ته دپای ټکی کیږدي،خو دیکشنبې په ورځ دتونس ولسمشر قیس سعید په یو بې ساري اقدام کې لومړی وزیر هشام المشیشي له واکه لرې کړ،په داسې حال کې چې دشنبې ورځې له لاریونونو وروسته المشیشي دروغتیا وزیر له دندې ګوښه کړی ؤ او غوښتل یې چې دکرونا وبا دچټکتیا پرضد اړین ګامونه پورته کړي،خو ولسمشر قیس سعيد پرې لومړی شو او دده سربیره یې پارلمان هم دیوې میاشتې لپاره وځنډاوه.
په ښکاره خو دتونس او عربي نړۍ تحلیلګران ددغه نوي حالت درامنځ ته کیدو لامل بد اقتصادي حالت،فساد او روغتیایي چارو کې ځنډ بولي خو،دتونس روانه قضیه دومره ساده هم نده چې په دومره کوچنیو قضایاو دې ولسمشر پارلمان وتړي او لومړی وزیر دې له واکه ګوښه کړي،بلکې اصلي ستونز دپارلمان او دجمهوري ریاست ترمنځ دواک پر توازن لانجه ده چې ولسمشر قیس سعيد غواړي دولسمشر واکونه ډیر شي او دپارلمان او لومړي وزیر واک یو څه راکم کړي او په دې ډول دتونس دنظام بڼه له پارلماني څخه ولسمشري ته واړوي،هغه کار چې دپارلمان تاید ته پکې سخته اړتیا ده،خو پارلمان نه غواړي چې دغه تغیرات دې دومره ژر رامنځ ته شي،ځکه دوۍ دزین العابدین ددورې په څير له یوه بل استبداده ډاریږي.
اوس مهال دتونس په پارلمان کې حرکة النهضة چې اسلامپال دي اکثریت دي او دپارلمان ریس هم دالنهضة مشر راشد الغنوشي دی،نوموړی نه غواړي چې واک بیرته استبدادي حالت ته وګرځي او تونس بیا ظلم او استبداد ته داخل شي،نو له همدې امله په پارلمان کې له هغه طرحې سره کلک مخالفت کوي چې دنظام بڼه پکې تغیریږي او ولسمشر د ډير واک خاوند کیږي.
قیس سعيد له کومو لارو غواړي ځان ځواکمن کړي؟
قیس سعيد تازه په تونس کې اضطراري حالت دشپږو میاشتو لپاره اعلان کړ،دتونس داساسي قانون د(۸۰)مادې له مخې ولسمشر کولای شي چې په داسې سختو شرایطو کې چې هیواد له سخت بهرني او داخلي خطر سره مخ وي اضطراري حالت اعلان کړي،داضطراري حالت پر مهال ولسمشر لومړی وزیر له دندې ګوښه کولای شي او پارلمان هم ددیرشو ورځو لپاره ځنډولی شي،په دغه موده کې ولسمشر ته داړتیا له مخې دپارلمان او لومړي وزیر ټول صلاحیتونه لیږدول کیږي او کولای شي چې هر ډول بدلون راولي،قیس سعيد داضطراري حالت له اعلان وروسته همدغه څه وکړل،لومړی وزیر یې له واکه لیرې کړ او پارلمان یې وځنډوه.
دقیس سعید دارشدو مشاورینو له لورې میډل ایسټ ای ورځپاڼې ته داسې اسناد په ګوتو ورغلي دي چې ولسمشر په تیر کې دخپل واک دامتداد لپاره یوه جعلي کودتا په لاره اچولې وه او غوښتل یې له دې لارې خپل واک پیاوړی کړي،په تیر کې په عربي نړۍ کې ددغه ډول یوې کودتا خبرونه ورکړل شوي ؤ او هغه مهال یې ترشا داماراتو لاس بلل کیده.
قیس سعيد چې خپله هم دحقوقو یو فروفیسور دی او په ۲۰۱۹میلادي کال کې یې دتونس دخلکو ډيرې رایې ترلاسه کړې وې چې هغه مهال ترې النهضة اسلامپال ګوند او دتونس چپګرا ګوندونو هم ملاتړ کړی ؤ،هغه خپل سیال نبیل قروي ته یوه سخته ماتې ورکړې وه،خو اوس نوموړی غواړي په نظام کې خپلې ریښې ځواکمنې کړي او همدغه دی چې په خپلو ایتلافیانو یې هم بده ورځ راوستې ده.
غبرګونونه!
دتونس داسلامي حرکت مشر راشد الغنوشي نن سهار غوښتل پارلمان ته ولاړ شي،خو دتونس پوځ دپارلمان دروازې دوکیلانو پرمخ تړلي دي،نوموړي هلته رسنیو ته وویل:تونس کې دولس په رایه او ازادۍ باندې کودتا شوې ده،نوموړي په خپلو پلویانو غږ وکړ چې واټونو ته راشي او ددغه کودتا پرضد ودریریږي،هغه وویل:اجازه نه ورکوي چې تونس بیا خپلې تورې نیږدې ماضي ته وګرځي،اخوا بیا دولسمشر قیس سعيد پلویان په واټونو کې دحکومت دړنګیدا خوښي لمانځي،خو دلومړي وزیر پلویان بیا واټونو کې دولسمشر پر ضد شعارونه ورکوي،دالجزیرې دراپور له مخې هشام المشیشي دتونس دولسمشرۍ ماڼۍ قرطاج څخه ندی وتلی او ممکن هلته بندي وي،انادولو خبري اژانس بیا وايي چې نوموړی تیر ماښام ناوخته له ولسمشرۍ ماڼۍ وتلی دی.
ولسمشر قیس سعيد بیا مخالفو لاریونوالو ته په خطاب کې ویلي دي:که مو تاوتریخوالي ته لاس تیر کړ،دپوځ له مرمیو سره به مخ شۍ او په دغه حالت کې به درباندې هيڅ رحم ونشي.
دالنهضة اسلامي حرکت پلویان هم لاریونونو ته چمتو والی نیسي او دولسمشر دغه کړنه کودتاء بولي.
پخوانی ولسمشر یې هم کودتا بولي!
دتونس پخوانی ولسمشر منصف المرزوقي هم وايي چې دا دتونس لپاره له عربي پسرلي وروسته تر ټولو تیاره او سخته شپه وه،هغه نن دتونس ولس ته په وینا کې وویل:هغه حقوق پوه چې دقانون دساتنې تمه ترې کیده او په دغه قانون یې قسم کړی ؤ،نن یې خپله دپښو لاندې کړ،هغه دولسمشر قیس سعيد دا کړنه په سختو ټکو غندلې ده او دا یې دعرب پسرلي یوه ناکاره پای بللې ده،هغه وویل:سعيد دولسمشر ترڅنګ لومړی وزیر او ستر قاضي هم دی او هرڅه یې چې زړه وغواړي کوي،هغه په ولس غږ وکړ:که چوپ پاتې شوئ نو اقتصادي او صحي وضعه به لاپسې خرابه شي.
په یوه بله مرکه هغه دالجزیرې ټلویزیون ته ویلي دي چې:نن په عربي نړۍ کې دعرب پسرلي پای وه،او ولس به ددغه سخت استبداد بدې پایلې وڅکي.
قیس سعيد او اسلامپال!
قیس سعيد خپله انتخاباتي مبارزه دتونس له یوه څلور لاري پیل کړه،نوموړي دتونس په یوه څلور لاري کې خیمه ووهله او له هغه ځایه یې خپله انتخاباتي مبارزه پیل کړه،دا چې نوموړی دحقوقو فروفیسور او دپوهنتون استاد وه نو ډيری محصلین ورته دغه کمپاین وړیا وکړ،په یو شمیر رسنیو کې خو داسې ګنګوسې وې چې نوموړی خپله هم دتونس داسلامي حرکت غړی دی او په غیر مستقیم ډول غواړي چې واک ترګوتو کړي،په تونس کې ترې اسلامي حرکت ترڅنګ چپګرا ګوندونو هم په ټاکنو کې ملاتړ وکړ او نوموړی دخپلې بهرنۍ پالیسۍ له امله په اسلامي نړۍ کې خورا مشهور دی،ځکه نوموړی دبیت المقدس او اسرایلي اشغالګرو په وړاندې ډير توند موقف نیسي،او تل داسلامي نړۍ په قضایاو کې په غرب سختې نیوکې کوي.
البته داځل قیس سعيد هم دهغه دسیسې برخه ده چې اسلامپال په نښه کوي،داځکه چې تازه دسعيد د ډلې کسان په النهضة اسلامي حرکت کسان په تروریزم،فساد او غلا تورنوي،په داسې حال کې چې دتونس په پارلمان کې شته مافیايي ډلې کومې چې دپخواني ولسمشر زین العابدین له ګوند سره نیږدې اړیکې لرلرې په غلا فساد او غبن تورن دي.
اسلامپال نوې طرحې ته اړتیا لري!
دمصري تجربې نیولې تر تونسي ناکامې تجربې،دواک په لوبه کې نوره نو اړتیا ده چې یوه نوې تیوري رامنځ ته شي،داسې تیوري چې اردوګان پکې ترکیه وګټله،عثماني پکې المغرب او مهاتیر پکې مالیزیا،نوره نو اړتیا ده چې اسلامي حرکتونه دواک دنیولو پالیسي تغیر کړي،نه وسله واله مبارزه دایمي حل دی او نه دا شرمیدلې دوه ډوله ډیموکراسي،دا ځل باید له واک وروسته دنظام په شریانونو کې داغیز غزونې وشي،تر څو په راتلونکي کې بل مصر،تونس،یمن او سوریه تکرار نشي.
نړیوال غبرګونونه!
ترکیې دغه کودتا په سختو ټکو غندلې ده،دترکیې دولسمشر ویاند ابراهیم کالن په یوه بیان کې ویلي دي چې اړتیا ده چې تونس کې واک بیرته ولس ته ولیږدول شي،دعدالت او پرمختګ ګوند ویاند عمر چیلیک هم ویلي دي چې دحکومت لرې کول په تونس کې په ډيموکراسۍ او دبیان په ازادۍ کودتا ده،امریکا هم ویلي دي چې دتونس اوسنی کړکیچ د ۲۰۱۳میلادي کال له کړکیچ هم سخت دی.
په دې اړه بشپړ بحث راتلونکې سه شنبه شپې اته بجې په اسلامي نړۍ انځور خپرونه کې له ننګرهار اصلاح غږ راډيو څخه درته کوو،که دلته په ننګرهار کې یاست نو ومو څارۍ.(104,3 FM)
0 Response to "تونس کې په اسلامپالو سیاسي زلزله!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com