سالم فکر اوکړئ

د انسان د مغز جوړښت.

د انسان د مغز جوړښت.

د انسان د مغز جوړښت.

د انسان مغز یو ډیر پیچلی جوړښت لري. په مغز باندی د بې

 شمیره تحقیقاتو باوجود بیا هم مونږ انسان یی په اړه ډیر کم پوهیږو. یو عالم یی په اړه وایي چی څومره چی زمونږ علم د مغز باره کی ډیریږي په هماغه اندازه مونږ پوه شو چی نه پوهیږو او په دی هم پوه شو چی څومره ضرورت لرو چی نور هم باید څومره پوه شو.

این سټاین باره کی دا ویل کیږي چی هغه ټول عمر په مغزو فشار راوړی او استعمال کړي یی دي خو بیا هم داسی ویل کیږي چی این سټاین له خپلو مغزو پوره استفاده نه کړی د هغه د مغزو ډیره برخه غیر مستعمله پاتی شوی ده.

داروینیزم د انسان د مغز باره کی په دی باور دي چی د انسان مغز د مختلفو حالاتو او چیلینجونو سره مخامخ کیدو سره یعني په استعمال سره نن دی حالت ته رارسیدلي دي.

یعني پخواني انسانان چی له مختلفو حالاتو سره به مخامخ کیدل نو په دوامداره توګه به یی له خپل مغز نه د استعمال کوشش کولو، د فکر او سوچ کولو هڅه به یی کوله نو د هماغو فکرونو او سوچونو په نتیجه کی د انسان مغز اوسني مغلق حالت ته ځان رارسولی.

نو اوس سوال پیدا کیږي چی د مغز هغه برخه چی انسان حتا این سټاین لاتراوسه پوری استفاده نه ده تری کړی څنګه اوسني حالت ته ارتقا وکړي په داسی حال کی چی دارونیزم په دی باور ده چی مغز په تیرو وختونو کی د استعمال له کبله اوسني شکل ته د ارتقا په نتیجه کی راغلی؟!

یو ځائ وایي چی انسان له خپل مغز نه %10 استفاده هم نه ده کړی او بل ځائ بیا وایي چی د مغز استعمال خپله دا مغز اوسني شکل ته راوستی.

بل سوال دا پیدا کیږي چی طبیعت ولی د ارتقایي عمل په نتیجه کی دغه د مغز نامستعمله برخه یعني هغه برخه چی انسان تری استفاده نه ده کړی منځ ته راوړه!؟

او تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چی کله چی "استعمال" ته د خالق حیثیت ورکول کیږي نو "عدم استعمال" نه څنګه خالق جوړ شي؟!

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "د انسان د مغز جوړښت."

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article