د فيسبوک ځيني زيانونه
د فسبوک ځیني زیانونه:
ښکاره خبره ده چي ټولنیزي رسنۍ یا په مجموع کي عصري ټیکنالوژي منفي او مثبت اړخونه دواړه لري ، دا دوه اړخونه یي ځیني مستقلانه او جبري دی او ځیني یی بیا په کارونکي پوري ارتباط لري ، چي څنګه او د کومي موخي دپاره یی کاروي.
د جبري اړخ دپاره یی پکار ده چي مسلمانان ځانه خپله ټیکنالوژي ولري ، تر څو په استقلالیت سره یی په خپله خوښه ، د خپل دین او ټولني په ګټه وکاروي.
د فسبوک ځیني اضرار:
۱- د وخت سخت دښمن دي او ډیر وخت ضایع کوي.
۲- د کتاب او مطالعي یی بیخي کار ور خراب کړي دي ، خصوصا رموږ افغانانو دپاره ، دلته متأسفانه فسبوک د کتاب جنازه اخیستي ده.
۳- په دیني او دعوتي اړخ کي یی ډیر لایکونه او کمینټونه اخیستل ، د ډیر لایک او کمنیټ شوق ، اخلاص ته سخته صدمه رسوي.
۴- فسبوک کي لیکني کول بیا فسبوکي شهرت د عمل په ډګر کي لیکوال ډیر سُستوي ، بیا عملي کار او دعوت پریږدي او ځان یوازي په لیکنو دعوتګر او مصلح ورته ښکار ، یعني د تشو خبرو تر حده.
۵ - فسبوک تر وخت مخکي انسان علمي بلوغ ته رسوي او بیځایه د اهلیت پرته مفتي او متخصص ور څخه جوړوي او انسان ته یو ډول کاذب لوړ شخصیت ور کوي.
0 Response to "د فيسبوک ځيني زيانونه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com