وقايت الله وقار صيب غمجن او زړه سوانده شعر د وطن په اړه.
Friday, July 2, 2021
Comment
غمجن شعر د وطن په اړه!
شعر
څه د قـــــام بچي مو فقر وځپل څه وېــــــرې دي
ځکه خــــو ېې نن د عظمتونو کيسې هـــــېرې دي
پام ګوره له مونږه د ژوندون خـــاطرې مــــه اوره
خاوره د افغان کې خو ناخوالې زښـــته ډېــرې دي
مونږه د دردونو لـــــــــــــه بهير سره روان يو بس
ګوندي چې له مونږه د خوښيو شېبې تېـــــرې دي
خدايه رحمتپال پيغمبر څنګه دی او مــونږ څنګه؟
خدايه د رحمت هــــــاغه استازي دلته چېرې دي؟
چا د لوی ملت په بيت المال بانـــــــــدې تالا وکړه
چــــــــــا ورته راوړې بيا له خپل کاله نه بېرې دي
پام ګـــوره د نن د فتنو دام کې چېرته ګير نه شې
وروره، زمونږ هيلې خو له تا څخه بې شمېرې دي
#وقار
جلال آباد
0 Response to "وقايت الله وقار صيب غمجن او زړه سوانده شعر د وطن په اړه."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com