نجونې ولې تښتي؟ سالم فکر اوکړئ!
نجونې ولې تښتي؟
چاچې خپله مینځې ته آزادي ورکړې وي هغه ته دمیراثو په علم کې مولی العتاقه وايي . کله چې دغه مینځه یاغلام مړشي میراث به یې هم دمولی العتاقه وي . داځکه چې غلام اومینځې د دهٔ له برکته په ژوند کې دتصرف حق پیداکړی
مینځه او غلام له آزادۍ ، او حریت مخکې دمولی له اجازې پرته نه پخپل کې دتصرف حق لري اونه پخپله خوښه نکاح کولای شي .
خو موږ له خپلو مینځو سره عجیبه چلند کوو ، میراث ترې اخلو ، او آزادي نه ورکوو . له مینځو نه مې مطلب دافغاني ، او پښتني ټولنې ښځې دي ، مینځې ځکه دي چې دخپلې خوښې له وادهٔ مو محرومې کړي دي ، دژوند دملګري انتخاب یې پخپله خوښه نه دی .
سره له دې چې اسلامي شریعت بشپړ اختیار ورکړی دی ؛ رسول الله مبارک فرمايي : البکر تستامر بنفسها
یعنې له باکرې نه به دهغې دنفس په اړه اجازه غوښتلی شي .
دامام ابوحنیفه رح مذهب هم په همدې حدیث بنا دی . علامه برهان الدین مرغیناني دهدایې دویم ټوک داولیاوو او کفائت باب له همدې مسئلې پیل کوي :
وینعقد نکاح الحرة العاقلة البالغة برضائها وان لم یعقد علیها ولي بکراکانت او ثیبا عند ابي حنیفة وابی یوسف فی ظاهرالروایة ....
یوه حُره (آزاده) بالغه ، عاقله نجلۍ ، باکره وي که ثیبه ، دوی کولای شي چې دولي له اجازې پرته خپله نکاح وکړي .
دپورتنۍ مدعي دعقلي دلیل په اړه دهدایې مصنف لیکي : (دې کومه ګناه نه ده کړې) بلکې پخپل حق کې یې تصرف کړی داچې پخپل مال کې تصرف کولای شي نو دخاوند اختیار هم لري .
ووجه الجواز انها تصرفت في خالص حقها وهي من اهله لکونه عاقلة ممیزة ولهذا کان لها التصرف فی المال ولها اختیار الازواج
هدایه دویم ټوک.
څوک چې له خپله حقه محروم وي هغه دوه لارې لري ؛ یابه د ذلت ژوند تیروي ، او یابه تښتي . پاتې دنه وي چې تېښته له ډېرې کمزوري کیږي ، او یوډول عدم تشدد دی .
هلک یا ځوان هم تښتي ، خو دنرغوندې تښتي یعنې کله یې چې خپله ښځه خوښه نه وي یا یې د دهٔ له اجازې او خوښې پرته له چاسره نکاح شوي وي ، خپلې خونې ته سرهم نه ورښکاره کوي ، ټول ژوند په سفرونو او منظرو کې تیروي . نوتېښته نوره څنګه وي .
د تښتېدلې نجلۍ سزا :
زما په اند تښتېدلې نجلۍ ته دتښتېدلې غلام سزا پکارده ، داځکه چې موږ دیو غلام په سترګه ورته ګورو له دې پورته په کوم هیڅیت ورته قائل نه یو. اوکه مینځه نه وي بیا ولې حق نه ورکوو .
ترهٔ مې کیسه کوله ویل یې په هدیره کې یوملاصاحب لګیاوو دسپیو دساتلو ، او سګ جنګي په ګناه یې خبرې کولې ، ویل یې زما څنګ ته یو تن ناست ؤ پټ یې په غوږ کې راته وویل : یوڅوک نشته چې دې ملاته نصیحت وکړي ، او ورته ووایي : ښه! چې سپی ونه ساتو ، اونه یې وجنګوو نه څه ورباندې وکړو .
هرڅوک چې پخپله ګناه نه پوهیږي ، هغه دانه چې یوازې ځان ګرم نه ورته ښکاریږي ، بلکې بالعکس هغه خلک په لاره کول غواړي ، چې په دوي باندې نقد اونیوکه کوي.
یادونه که څوک په پورته فقهي مسئله کې شک لري دهدايې اوسنۍ شرحه تاج الهدایه دې وګري
#الله_موراوله
0 Response to "نجونې ولې تښتي؟ سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com