سالم فکر اوکړئ

حامد افغان صيب ليکنه: د یوه باز کیسه!

حامد افغان صيب ليکنه: د یوه باز کیسه!

د یوه باز کیسه

    #کیسه_کا یوه پاچا ته چا دوه ښایسته بازان ډالۍ کړل، هغه د بازانو مشهور روزونکي ته وسپارل چې روږدي یې کړي. څو میاشتې وروسته د بازانو روزونکي پاچا ته وویل چې یو باز د اسمان په څنډو کې ښایسته او په زړه پورې الوت کوي او دا بل چې الوت ته پرېږدم څنګ ته ونې ته ورشي او هلته د ونې پر یوه خاښ کېني او چې هر څه پرې وکړم له هغه ځایه نه ښوري!

     پاچا د هیواد له مختلفو سیمو ډاکټران او د مارغانو مختلف ماهرین راوغوښتل، څو د دې باز په اړه څه وکړي، خو هغوی ټولو ونه کړی شوی چې دا باز والوزوي. پاچا له ډېرو سوچونو وروسته خپلو کسانو ته وویل: ولاړ شئ، له کلیوالو سیمو کوم هوښیار بزګر راولئ او هغه یې راوست، هغه ته یې د باز ستونزه وویله، هغه ورته وویل زه یې نن شپه ګورم. سهار چې پاچا راپورته شو، باز یې ولید چې د ده د قصر پر باغچو یې الوت کوه! پاچا بزګر راوغوښت او ویې پوښتی چې څنګه مو باز الوت ته چمتو کړ؟ هغه ورته وویل: اسانه کار و، د هغې ونې خاښ مې پرې کړ.


    ځینې خلک د دې باز غوندې د ډار، دوه زړه توب او بدلون نه منلو پر خاښ ناست یي، سره له دې چې هغه خورا ځواکمن وي، زیات صلاحیتونه لري او د ډېرو لویو کارونو وړتیا لري. خو همدې د ډار او په هر شي کې شکمني پر خاښ ناستې شل او شوټ کړی یي او ټول ستر صلاحیتونه او غوره وړتیاوې یې فلج ساتلې وي.


لطفاً ولوستل شوه؛ کمنټ کړئ

حامد افغان

 

0 Response to "حامد افغان صيب ليکنه: د یوه باز کیسه!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article