سالم فکر اوکړئ

شیخ سيد حکيم قمري حفظه الله و رعاه ژوند ليک!

شیخ سيد حکيم قمري حفظه الله و رعاه ژوند ليک!

شیخ سيد حکيم قمري حفظه الله و رعاه ژوند ليک!

شيخ سيد حکيم قمري، د مولوي سيد کبير حفظه الله ځوی

 د مر حوم سيد قمر الدين لمسی د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالي د کوز بهار د قرئې اوسېدوونکی دی، چې ۲۸ / ثور / ۱۳۴۹هـ ش کې زېږېدلی ابتدايي زدکړې يې تر دریم ټولګي پورې د کوز بهار په متوسطه کې تر سره کړې، چې د تور انقلاب له راتګ سره د زدکړو دغه لړۍ بنده شوه او د قران کريم حفظ ته يې ملا وتړله، د دولس کلنۍ عمر کې يې د کوزې پښتونخوا باړه کې واقع د هاشمي مدرسې څخه په ۱۳۶۲هـ ش کې د حفظ د فراغت دستار بندي تر سره شوه او بيا د ۱۳۶۳ څخه تر ۱۳۶۶ پورې د الهجرة والجهاد په مدرسه کې ديني زدکړې وکړې او له هغې روسته په ۱۳۶۷ هـ ش کې د کويټ هيواد ته د زدکړو لپاره په برس لاړ او هلته د يو درسي کال له تېرولو وروسته راستون او بيا يې خپلې ديني زدکړې په شخصي مدرسه کې پيل کړې چې بالاخره په ۱۹۹۲ز کې په امداد العلوم مدرسه کې د لوئې دورې لپاره داخله واخسته او په ۱۹۹۳ز کې فارغ شو، له هغې وروسته په ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۵ز کې د پېښور پوهنتون (UOP)څخه اسلامياتو کې ماستري واخسته او بالاخره په ۱۳۷۲هـ ش کې خپل ګران وطن افغانستان ته راستون شو.

د څلور کاله قضاء تر څنګ په بيلا بيلو تعليمي ادارو کې درس او تدريس وکړ، په ۱۳۸۳هـ ش کال د نجم الدين اخندزاده په جامع مسجد کې د تفسير دورې تر څنګ د کال په اوږدو کې يو کال لويه او بل کال وړه دوره تدريس کول شروع کړل، په ۱۳۸۸هـ ش کال د نجم الدين اخندازه په دارالعلوم کې د استاذ په توکه او د دې سره هم محاله يې د ماسپښين له خوا کمافي السابق د حديثو دورې ته هم دوام ورکړ او ورسره يې د امام ابويوسف عالي دالعلوم کې تر اوه کاله د ابو داود او مسلم تر څنګ د حديثو نور کتابونه هم تدريس کړي چې په ۱۳۹۰هـ ش او ۱۳۹۱هـ ش کلونو کې دوه ځلې حج او بيا دوه ځلې عمروته سفرونه کړي، او د قران کريم د تفسير او تدريس د څه کم ۳۰ کلونو مطالعي او څېړنو نتيجه د ۲ / سرطان / ۱۳۹۸ هـ ش کال يې د (قمري تفسير) تر نامه لاندې په ليکلو پيل وکړ، د امينتي ستونزو له امله د يو ځای څخه بل ځای ته په انتقال مجبور شو منځ کې دوه پنځوس ورځې د تفسير د ليکل متوقف شو او بيا ځل لپاره چې خپل اصلي استوګنځای ته را نقل شو نو د کور د جوړولو او بيا د کرونا د ناروغۍ له کبله درې مياشتې ليکل بند شو بالاخره په کال ۱۴۰۰هـ ش د اسد د مياشتې په لومړۍ نيټه د قمري تفسير ليکل پای ته ورسېدل چې ديرش جلده و ليک شو.

بايد واضحه شي چې تر دې وړاندې يې (لمونځ او پښتانه) تر سرليک لاندې رساله ليکنه او د (مصطلح الحديث) ژباړه او د مقدمة التفسير ليکنه هم چاپ شوي.

شیخ سيد حکيم قمري حفظه الله ژوند ليک!

 

0 Response to "شیخ سيد حکيم قمري حفظه الله و رعاه ژوند ليک!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article