سالم فکر اوکړئ

تفسير قمري!

تفسير قمري!

تفسير قمري!

که شپه دارام او سکون راز وبولو سمه ده، مګر ددغه سکون تر څنګ یې د ژوند ښکلا پرست مخلوق یو بل ارزښت هم منلی دی او هغه د سپوږمۍ(قمر) په وجود کې د همدغې تیاره شپې هغه رنګینې ده، چې سپوږمۍ یې په خورا اخلاص له سختو پړاوونو څخه له وتلو وروسته بښي.

دا چې سپوږمۍ له ورځو او شپو مزل اوستړیا ګاللو وروسته دښکلا اوارزښت لوړ مقام د ځان په نوم کوي او خلک يې د څوارلسمې، پنځلسمې، آن تر پنځه ويشتمې پورې د نړۍ په هر ګوټ کې ښکلا دیومشترک ارزښت په توګه مني او ستایي يې.

که پورته خبره لږ هنري کړو او د تشبېهاتو لمن ته يې واچوو، اوپه یو انساني وجود کې د بیان شویو ارزښتونو نمونه یې وبولو نو یو له دغه هستیو څخه قدرمن ( سید حکیم قمري) دی، چې د اسلامي نور عالي ارزښت يې له مخ او کردار څخه د یوې رنګینې جزیرې په شان داهلِ ذوقو توجه جلبوي.

قمري صاحب د پنځه ویشت ، دېرش کاله تدریسي بهیر تر څنګ د خورا زیاتو پلټنو او تحقياتو سره د خدای ج د سپېڅلي کلام تدريس وکړ او د خپلې پراخه مطالعې او قوي ذهن پرمټ يې د قرانکریم د تفسیر اړوند زیات زیار وویست.

نوموړي د دغه درې لسيزو کړی زیار په تېرو دوو کلونو کې راټول او منظم کړ او اوس یې پر پښتو ژبه دستر تفسير امتیاز خپل کړ.

دغه تفسیر په دېرش ټوکه شامل دی او د اسلامي امت لپاره دلوست او پوهاوي یوه ارزښتمنه مرجع ده.

د قمري صاحب دغه هڅې دې لا ګړندۍ وي او د نوموړي سیوری دې داسلامي امت له سره کم نشي.

ډېر ډېر دې مبارک وي!

نصیر احمد ښاد

تفسير قمري



پښتو ژبي لپاره بي ساری خدمت!

د زرګونو علماء کرامو استاذ ستر محدث او مفسر شیخ سید حکیم قمري حفظه الله تعالی په پښتو ژبه د قرانکریم تر ټولو ستر تفسیر ( تفسیر قمري) ولیکه، دغه تفسیر چې د شیخ صیب د قران د دیرش کلن خدمت ثمره ده د دوه کلونو په موده کې یې په خپل لاس لیکلی،

دغه ستر تفسیر ټول دیرش ټوکه لري هره سپاره په بیل بیل ټوک کې لیګل شوي، او هر ټوک تقریبا دری سوه صفحی لري، 

د یادوني وړ ده چې له دي مخکي هم په پښتو ژبه تفسیرونه لیکل شوي او مشهور تفسیر یې عزیز التفاسیر نومیږي چې مولوي سلطان عزیز رحمه الله لیکلی وو،

خو تفسیر قمري بیا تر ټولو مخکښ شو، دغه تفسیر کې شیخ صیب ځانګړي تګلاره غوره کړي چې په لاندي ډول ده، 

هردرس پنځه بحثونه لري، 

1 ربط اخلاصه

2 لغوي اوگرامري تحقيق

3 لند تفسير

4عقيدوي اوفقهي مسائل

5 علمي فوائد

شیخ صیب حفظه الله دغه تفسیر په ډیر نازک وخت کې ولیکه چې یو خوا دهیواد امنیتي مشکلات او له بله خوا د کرونا ناروغي د خلکو ژوند پیکه کړی او ډیر خلک یې په رواني مرضونو اخته کړي، خو ددی ناخوالو، ذهني تشویشونو او مشکلاتو سره سره د شیخ صیب دغه خدمت د ډیر ستایلو وړ دی ، شیخ صیب شپه او ورځ خپله انرژي مصرف کړه او ټولني ته یې دغه ستر خدمت وړاندي کړ، 

چې پرون (1400 اسد 1) د جمعي په ورځ ورته د نجم الدین اخندزاده رحمه الله جامع مسجد کې یوه لویه تقدیر غونډه جوړه شوه او د سورة الناس روستۍ فائده یې هم دغلته ولیکله، چې دا د تفسیر قمري روستي لیکل وو،

شیخ صیب چې کله خپلي خبري کولي له سترګو یې اوښکې رواني وي او ویې ویل:

 دا د رب لویه پیرزوینه او الهی مرسته وه چې ما خپله په څو څو وار حس کړه، چې له عجیبه کیفبتونو سره مخامخ کیدم، 

هیره دي نه وي چې محترم شیخ صیب ته رب په حدیث او تفسیر کې ځانګړي ملکه ورکړي چې له برکته یې اوس پښتو ژبه هم د دغه تفسیر څخه برخمنه شوه،

یادونه: دغه تفسیر چې خورا لوي تفسیر دی نو په چاپ کولو یې ډیر زیات مصرف راځي چې تقریبا 3 ملیونه افغانۍ کیږې او دا د شیخ صیب له توان څخه پورته ده، نو ټولو خیریه جهتونو، د ننګرهار والي او د حج اوقافو له ریاست څخه هیله کوو چې د شیخ صیب د ستایلو ترڅنګ له هغه سره د تفسیر په چاپ کې بشپړ ملاتړ وکړئ تر څو ټولني ته ژر وړاندي شي،

درنښت

تفسير قمري

تفسير قمري



قمري تفسير؛ 

يوه مننه، مشوره او غوښتنه

پښتو د خپلې بې څوکۍ له پړاوه په وتو ده او مونږ د الله تعالی ډېر شکر ځکه کوو چې زمونږ د ديني علومو وياړمن شخصيتونه په يوه ويښ احساس د پښتو د لاعلمي کولو او غناء لپاره په هڅو بوخت دي.

زمونږ د تنکيو اديبانو د خامۍ لويه نښه داده چې د ادب دوه درې ټکي ياد کړي، بيا نو په علمي طبقې پسې راولګېږي، ملا، منبر او آن ټول ارزښتونه په يوه چلېپا له منځه وړي... دوی نو کله له منځه وړل کېدای شي؟!

که حقيقت ووايو؛ پښتو ادب ته ديني علماوو خدمت کړی، کوڅه ډبو اديبانو پښتو له خپلې ښکلا شړلې ده، دغه خبره ماته استاذ ناګار ويلې وه.

په پښتو ژبه کې د يوه نايابه علمي اثر (د قمري تفسير) د زياتېدو وياړ يوازې زمونږ استاذ شيخ القرآن والحديث سيد حکيم قمري صاحب ته نه، بلکې زمونږ د ديني علومو د تخصص ټولو لارويو ته دی.

زه چې کله د ديني علومو د کاروانيانو په ژوند کې سوچ کوم، سخت دردېږم، په داسې امکاناتو سره دوی خپل ژوند او مبارزه مخ په وړاندې وړي چې کېدای شي زمونږ د غريب وطن د يوه ټيټ رتبه چارواکي يو لوفر بچی هم پرې قناعت ونه کړي، ولې بيا هم الحمدلله پښتو بې دينه نه شوه او پښتانه د دين له اصلي چينو خړوبېږي.

شيخ الحديث قمري صاحب مې لومړی استاذ او بيا د ګډې ادارې ملګری پاتې شوی دی، هغه د فطري او کسبي کمالونو ټولګه ده او زمونږ په علمي صف کې د حساب سړی دی، خدای تعالی دې ورته ددغه عظيم جهد ستر اجرونه ورکړي، ولې مشوره مې ورته داده چې د تفسير په چاپ کې دې له پوره حوصلې کار واخلي، په يوه متخصص علمي ټيم دې د تفسير د بيا کتنې او تصحيح چارې پر مخ وېسي... بيا نو باوري يم چې دغه تفسير به يوازې په هېواد کې نه بلکې د سيمې په تفاسيرو کې يو معتبر تفسير وي.

له ولس مې غوښتنه ده چې د قمري صاحب په شمول د علماوو ددغسې نوښتګرو هڅو ملاتړ وکړي او خپل ستوري په ژوند ونازوي.

د شيخ صاحب قمري په علم، عمر او عمل دې الله تعالی برکتونه کېږدي او رب دې ورته د لاخدمتونو توفيق ورپه برخه کړي.

تفسير قمري


0 Response to "تفسير قمري!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article