سالم فکر اوکړئ

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (اخري برخه)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (اخري برخه)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (اخري برخه)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

پر ماشومانو باندي د طـــلاق ناوړه اغيزې:

۱: هغه ماشومان چي دوه والدين و لري نسبت و هغو ماشومانو ته چي يو مور او پلار ولري د روغتيا له کبله ښه نه دي، زموږ د سروې مطابق هغه ماشومان چي په يوه کورنۍ کي لوی شوي دي هغه ډېر ښه دي، نور منفي اثرات لکه د تعليم پرېښودل، په وړکتوب کي حملداره کيدل او نوري ناوړې اغيزې هم لري.

۲: د طلاق بله ناوړه کړنه داده چي فسادونه په ټولنه کي زياتوي، بې باوري د نر او د ښځې تر منځ زياتوي چي اهسته اهسته دا مشکلات و فسادونو ته اوړي او په ټولنه کي تر اصلاح يې زيانونه ډېريږي.

۳: داچي له طلاقونه و ټولنې ته وايروس داخليږي نو ښه به داوي چي د خاوند او د ښځې تر منځ تفاهم وشي ، ځوانان و دې ته تشويق شي چي ودونه وکړي او مخکي بايد ورته پوهنه ورکړل شي تر څوبېل نشي.

۴:هغه ماشومان چي د طلاق شوي مور او پلار څخه په ټولنه کي شتون لري هغوی تل ددې ستونځو سره لاس او ګرېوان وي: د عايداتو په لاسته راوړلو کي کمزوري دي، په تعليم کي مخ په وړاندي نه وي، د نشيي توکو په استعمال کي لکه الکحل، سګريټ او داسي نورو… کي يې ګراف لوړ وي، د نورو ځوانانو په پرتله ئې کارونه ښه نه وي له همدې کبله لږ په وظيفو باندي ګمارل کيږي چي دا ئې د ماشومانو لپاره اوږدمهاله تاوانونه دي.

۵: د ماشومانو د زړه په احساساتو کي بدلون راځي چي له کبله ئې په بيره ، احساساتو او جذباتو کي بدلون راځي داسي ماشومان بې رحمه وي، په خبرو کي پر نورو باندي حمله کوي، د انسانيت څخه و حيوانيت ته ئې ميل ډېر وي.

۶:هغه ميندي چي د خپلو ماشومانو تربيه کوي – ماشومان شيطانت کوي له همدې کبله د والدينو د وهلو او رټلو سره مخامخ کيږي چي دا سلنه (۴۰٪ - ۶۰٪) پوري رسيږي چي دا د ماشوم پر اينده باندي پوره اغيزه کوي ماشوم تربيه کيږي، هغه و خپلو کړنو ته متوجه کوي، پر سختيو د زغم درس ورکوي، حوصله پکښې پيدا کوي او نور صلاحيتونه هم پکښې پيدا کوي- خو دا وهل بايد داسي نه وي چي ذهني او يافزيکي تاوان ورورسوي خو هغه ماشومان چي مور او پلار ئې طلاق سره واخلي هغه بې سرپرسته شي نه ئې مور صرف روزنه کولای شي او نه ئې يواځي پلار روزنه کولای شي چي دا ماشومان چي د طلاق شوي والدينو څخه وي په هغو کي تشدد، ظلم ، وحشت اواستبداد واوج ته رسيږي.

۷: د مور او پلار تر سايې لاندي ماشومان که هغه نارينه وي د پلار په کارونو او کړونو کي ئې فکر او توجه وي او که ښځينه وي د مور سره د کور په کارونو کي مرسته کوي، خو دلته په غربي ټولنه کي کله چي طلاق واخيستل شي نو لومړی يې پلار دا نه مني چي دا اولاد دي له ده څخه وي نو ځکه ورته توجه نه کوي او که يې واخلي هم هغه بيا بله ښځه په نکاح کوي هغه ددې ماشومانو سره ښه رويه نه کوي، دوی اکثره وخت په وړکتون کي وي، او که ماشومان له مور سره شي هغه بيا دومري حوصله او روزنه نشي ورکولای دا ځکه چي هغه بيا د بل کس په شتون کي د مخکنيت خاوند ماشومانو ساتنه نه کوي نو ځکه داسي ماشومان د ژوند د ټولو تجربو او مشاهدو څخه بېل او لیري پاتي شي.

۸: هغه طبي پلټنې چي پر دې ماشومانو باندي شوي دي- په رواني ډول سره وران دي دوی د(۱۳٪- ۳۵٪) پوري و درملنې ته اړتيا لري.

۹: هغه ماشومان چي مور او پلار ئې طلاق سره اخيستي وي تر هغو ماشومانو چي پلار ئې مړ شوی وي په فزيکي او رواني ډول ډېر وران دي.

۱۰: هغه ماشومان چي مور او پلار ئې طلاق سره اخيستی وي فزيکي زخمونه ئې ډېر وي، د سر درد لري، په نفستنګۍ سره بوخت دي، په خبرو کي هم مشکلا ت لري.

۱۱: د طلاق شوي مور او پلار ماشومان په روغتيايي وده کي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدين لري او طلاق يې نه وي سره اخيستي ډېر کمزوري دي.

۱۲: په ۱۹۱۹ ميلادي کي څېړنو دا ثابته کړه چي هغه ماشومان چي تر۶ کلنو مخکي ئې مور او پلار سره طلاق واخلي دا به تل د يواځي توب په دايره کي ګرځي، خفګان به ئې ډېر وي او اعصابي تکليفونه به لري.

۷۰٪۱۳: هغه بنديان چي په د بند موده ئې زياته ده دا هغه کسان دي چي تر۱۸ کلنۍ د عمر څخه مخکي ئې ميندو او پلرونو طلاق سره اخيستي وي – دا چي دوی جرمونه ډېر کوي نو ځکه ئې سزا اوږده وي.

۱۴: هغه ماشومان چي د طلاق شوي والدينو څخه دي څلور ځله په اړيکو کي له خپلوانو او ملګرو سره کمزوري دي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدينو ئې طلاقونه نه وي اخيستي.

۱۵:هغه ماشومان چي والدينو ئې طلاق سره اخيستي وي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدينو ئې طلاق نه وي اخيستي په ځان وژنو کي دوه چنده دي.

۱۶: د هغوماشومانو چي والدينو ئې طلاق سره اخيستي وي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدينو ئې طلاق نه وي اخيستي د ليسو څخه د وتلوګراف ئې دوه چنده اضافه دي.

۱۷: هغه ماشومان چي والدين ئې طلاق سره واخلي د ډېرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ شي، تر مخکي حالت ئې ۵۰٪ ئې اقتصادي حالت خراب او ويجاړ شي.

۱۸: مذهبي ژوند يوه تحفه ده، د مذهب تر سيوري لاندي سکون او راحت وي خو تر طلاق وروسته ماشومان و مذهب ته هم شا کړي چي ستونزي ئې لا پسي ډيري شي. 

سالم فکر اوکړئ


0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (اخري برخه)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article