سالم فکر اوکړئ

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۸)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۸)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۸)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

د طــــــــــــــلاق اقتصادي او بشري زيانونه:

۱: د نر او د ښځې څخه روپۍ مصرفيږي- داچي نر خپل د کور او ښځه د بل کور لپاره بندوبست کوي دا مصرف غواړي هر يو خپل سرمايه بېلوي او خپل پرمخ ځي.

۲:طلاق د يوه زخم په شان په جانبينو کي پاته کيږي، دا هغه وخت صورت نيسي کله چي خاوند او يائې ښځه د ژوند بل ملګری يا ملګرې پيدا کړي او د زاړه ملګري يادونه ورته په ياد شي، کله يې نوی ملګری شتمن وي خو اخلاق ئې ښه نه وي، او يا نورې کمزوريانې پکښې وي.

۳: دا چي جوړ ژوند له منځه ځي او بيا نوي ژوند پيل کيږي دا ووخت او مصرف ته اړتيا لري له همدې کبله طلاق د معياري ژوند لپاره يوه ستره ننګونه ده.

۴:طلاق د انسان په شخصيت کي بدلون راولي، دا ځکه چي هغه کورنۍ او دوستان چي نر يا ښځې ورته په احترام کتل او ښې اړيکې ئې ورسره درلودې هغه اوس دښمنان شول له هغو څخه يې نوره کرکه کيږي چي دا خپل په شخصيت کي انقلاب او اوښتون دئ.

۵: طلاق د ماشومانو ژوند له منځه وړي لکه چي رڼا ورباندي واچول شول ، هغوی بې سرپناه کوي.

۶: و بشري ژوندته زيان.

۷: زناوي.

۸: نشې.

۹: د انسانانو تر منځ بې اعتباري.

۱۰: قتلونه.

۱۱: و ماشومانو ته نه توجه.

۱۲: ذهني او دماغي تکليفونه او کړاوونه.

۱۳: ځان وژنې.

۱۴: د ايډز په شان د مهلکې ناروغۍ خپرېدل

۱۵: انساني او مقدسې رابطې او مزي پرېکول لکه زوی، خور، پلار او داسي نور...

۱۶: په ځوانۍ کي به په خواهشاتو پسې ګرځي او که معمره شي بيا يې ژوند تر حيوان هم بد تره شي.

او داسي نور... چي پر ټولو ناخوالو باندي په تفصيل سره رڼا اچول ناشونې ده موږ به صرف د طلاقونو اغيزي پر ماشومانو باندي و څېړو.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۸)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article