د الحاد عمومي افکار او عقايد
Friday, July 2, 2021
Comment
د الحاد عمومي افکار او عقاید
۱. ځیني د کائناتو د ستر څښتن الله سبحانه و تعالی د وجود څخه انکار کوي، ځیني بیا د الله سبحانه و تعالی د وجود څخه انکار نه کوي خو د دنیا په چارو کي د الله تعالی د اوامرو څخه په کُلي توګه انکار کوي.
۲. کائنات، انسان، حیوان، نبات او نور .. تصادفي پیدا سوي ګڼل او د مرګ څخه وروسته د ژوندي کېدو څخه انکار.
۳. ماده ازلي او ابدي ګڼل چي په یوه وخت کي د خالق او مخلوق دواړو صفت ورکوي.
۴. د انسان د شرافت څخه انکار کول او وایي چي انسان د مادې له ذراتو څخه دی او په هغه باندي د مادې ټول طبیعي قوانین جاري کیږي.
۵. د اخلاقو، حق، عدل، ښېګڼي او روح څخه انکار کول.
۶. د دین څخه انکار چي ځینې په کُلي ډول هیڅ اسماني دین نه مني او ځینې دین له دین څخه جلا کوي.
الندوة العالمیة للشباب الإسلامي
0 Response to "د الحاد عمومي افکار او عقايد"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com