سالم فکر اوکړئ

د مسلمان قيادت

د مسلمان قيادت

د مسلمان قیادت 

هغه وخت چي ټوله دنیا تیارو حصار کړې وه فحشا، ظلم، وحشت او بربریت خپل اوج ته رسېدلی وو؛ بشریت یو داسي قائد اعلی ته اړتیا درلوده، چي دوی له دې تیارو رڼا ته راوباسي، د ظلم او دهشت څخه ئې منع او د رحمت او شفقت درس ورته ورکړي او د مسلسل بت پرست جاهلیت، فحشا، سحر، قمار او دې ته ورته نورو مصیبتونو څخه ئې د الله تعالی بندګۍ، فطرتي دین، سوچه انسانیت او اخلاقو ته راهنمایي کړي.

 

 نړۍ په دې افتونو کي راګیر وه او کلونه- کلونه له رڼا ورکوونکي ډېوې څخه محرومه وه، ځکه تیرو ادیانو خپل رسالت پرې ايښی او هیر کړی ؤ، تحریف شوی یهودیت او نصرانیت خپل مسؤلیتونه یوازي د خلکو تر نامه ایښوولو، نکاح تړلو، مړي ته په غسل ورکولو او د کلیسا او صومعې په جارو کولو کي منحصر کړي وه او نور د دنیا له حالاتو بې خبره او بې مسؤلیته پاته وه. 

د دې توان ئې له لاسه ورکړی وو، چي انسانیت رهبري کړي او بنده د بنده له بــــنده ګۍ څخه د الله تعالی بنده ګۍ ته راولي، ځکه کوږ لرګي هیڅکله مستقیم سیوری نه دی کړی.

 

 دینونه دونه منسوخ شوي وه، چي د خالق او مخلوق تر مينځ له فرق کولو څخه هم عاجز وه. خو بیا هم ځیني ویښ ضمیره کسان د پاک روحه او سپیڅلي قائد په لټه کي خپل وطنونه پرې ایښي وه او په مات زړه یوې او بلي خوا ته ګرځېدل.

 

همدا وو چي الله تعالی یو ځل بیا نړۍ ته د رحمت نازلولو اراده وکړه او د رسالت د منار د اخیري خښتي د ايښوولو له پاره ئې خپل اخیرنی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نړۍ ته راولیږی.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښت څخه تر رحلته پوري په خپل ټول درویشت کلن رسالت کي د نړۍ رنګ بدل کړ، انسان ته ئې انسانیت، اخلاق، عبادت او شخصیت ور وپېژندی او ټول بشریت ته ئې دا روښانه کړل، چي یوازي مؤمن مسلمان د نړۍ د راهنمایۍ توان لري.

سربیره پر دې ئې مؤمنانو ته د ژوند د هر اړخ او هر پړاو سره د ښه برخورد کولو روښانه او واضحي طریقې وروښودلې. که ئې له یوې خوا ټول انسانیت ته دا په پوره ډول په ډاګه کړل، چي دنړۍ سکون او آرام د مسلمان په قیادت موقوفه دی، له بلي خوا ئې مؤمنانو ته قطعي امر کړی تر څو د دې سکون او ارامښت لپاره پوره هلي ځلي وکړي. 

همدا مسلمان دی، چي کولای شي انسان ته د ده خالق او پالوونکی وروښيي او د ژوند کولو لاره، رحم او شفقت ور زده کړي، ځکه د مؤمن مسلمان سره داسي یو منهج او تګلاره موجوده ده، چي دټول انسانیت د کامیابۍ راز پکښي موجود دی.

 

رب عزوجل دا منهج له لوح محفوظ څخه د ټول انسانیت د هدایت له پاره راولیږی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ئې د دې منهج د معلم او لارښود په توګه راواستاوه، تر څو په نړۍ کي د الله تعالی نظام حاکم کړي او ټول پاشلی انسانیت د الله تعالی د بنده ګانو په حیث د ورورولۍ په تار و پېيي. 

 

دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل رسالت تکمیل کړی، د هغه صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته د قیادت دروند پيټی د مسلمانانو تر غاړي شو، تر څو انسانیت خپل تېر جاهلیت ته د ورګرځېدلو څخه وژغوري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري نړۍ ته راوړل سوې ډېوه بله وساتي.

 

خو دا ډېوه لکه څنګه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دور کي ئې د جاهلیت د پیروانو له خوا د مړه کېدلو کوښښونه کېدل، همدا شان بیا هم د دې ډېوې رڼا ته ډیري حریصي سترګي متوجه شوې او دمسلمان قیادت په ړنګولو ئې دا ډېوه چي دنیا ئې دظلم او وحشت څخه خلاصه کړې او نړۍ ئې روښانه کړې وه مړه کړه. 

 

د مسلمانانو په قیادت کې هغه که رسول الله ص خپله ؤ، که د خلفاء راشدینو دوره وه، که د آمویان خلافت وه، که عباسي خلافت او که یا هم عثماني خلافت حاکم ؤ، نړۍ تر بل هر وخته ښکلې وه او دې نړۍ د ژوند آرزښت درلود، د عثماني خلافت، چي اخیرنی اسلامي خلافت ؤ له ړنګېدلو وروسته متصل دنیا د جنګ او جکړو لمبو ونیوله او نړۍ یو ځل بیا د تېر جاهلیت په شان ظلم او دهشت ته لاس ورواچاوه، ځکه مسلمانان ئې له قیادته لیري کړل سول.


درود پر سرور کاینات فخر موجودات حضرت مصطفی صلی الله علیه وسلم. 



0 Response to "د مسلمان قيادت"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article