د مړو بېرته را ژؤندي کيدل دالحاد له نظره!
د مړو بېرته را ژؤندي دالحاد له نظره!
دوﺉ وايې چې مرګ یو مرض دی👇
کرایونیک اینسټیټیوټ یو امریکايي اینسټیټیوټ ده په کال ۱۹۷۴ کې تاسیس شوی. د کرایونیک اساسي وظیفه دا ده چې هغه خلک چې مړه شوي وي او د مرګ خوند یې څکلی وي بیرته یې راژوندي کړي.
هغه خلک چې غواړي د مرګ نه وروسته بیا راژوندي شي مخکی له دی نه چی مړه شي دی اینسټيټوټ کی ثبت نام کوي. لاتراوسه تقریبا ۲۰۰۰ ژوندیو خلکو خپل نومونه ثبت کړي دي او تر ۱۷۰ ډیر مړه شوي خلک دي پکی چی دوۍ طمع لري چی د ټیکنالوژي په پرمختګ سره به وکولاۍ شي دا مړي به بیرته راژوندي کړي.
دوۍ دا مړی په یوه داسی ټانکۍ کی اچوي چی د نایدروجن له مایع ډکه وي او دا مړی بیخي یخ ګرځوي. د دی اینسټیټیوټ موسس رابرټ ایټینګر نومیږي چی اوس مړ دی او دی یی هم په همدی ټانکۍ کی اچولی تر څو د وخت په تیریدو بیرته راژوندی شي.
دا اینسټیټوت حقیقت کی مرګ هیڅ پیژني نه او مرګ ته د مرض په سترګه ګوري او طمع لري چی اینده کی به د دی مرض علاج هم د ټینکالوژي په واسطه وکړاۍ شي او خلک به بیرته راژوندي کړي او جالبه یی لا دا ده چی دوۍ مړي ته مړی نه وايي بلکی مریض ورته وايي.
ځیني ډاکټران یې په اړه وايي چی دا هیڅ امکان نه لري او دا داسی مثال لري لکه یو څوک چی فریج یا سلاجی ته ورشي غوښته راواخلي او وغواړي چی له غوښی نه بیرته ژوندۍ غوا جوړه کړي.
خو بیا بل طرف ته د نبي علیه السلام ګڼ شمیر احادیث دي چی پکی فرمايي چی دجال ته به الله تعالی دومره قدرت ورکړی وي چی حتا مړه خلک به هم ژوندي کولاۍ شي.
یعنې مطلب دا چې دا اوسنۍ ټنکالوژي چی لا د پرمختګ او قوۍ کیدو په حال کې ده داسې نه چې دجال په لاس کی وي!!!
0 Response to "د مړو بېرته را ژؤندي کيدل دالحاد له نظره!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com