د تأسف نه ډکه حیرانتیا :
د تأسف نه ډکه حیرانتیا :
معلومه خبره ده چه د هغو سیکولرانو چه ځانو ته مسلمانان وایی مهمه نخښه ، بلکه اصلی دنده د شریعت په احکامو ډول ډول نیوکی دی ،هغه احکام چه یی د مزاج سره اړخ نه لګوی نو په یوی نه یوی پلمی به یی ردوی، د بیلګی په توګه:
- یا به وایی چه: هغه احکام اصلا په اسلام کی نشته او پخوانی ټول علماء غلط شوی وه ، لکه رجم ، او یا د مرتد حد ، یا حکومت ولی او ددین اقامت کول ، اویا د مشرکینو او دغیر مسلمانانو سره تعامل ، او داسی نور . آو ځینی نور یی بیا وایی چه دا او دی ته ورته ټول احکام سیاسی وه چه د بعثت په زمانه کی رسول الله صلی الله علیه وسلم عملی کړل او هغه د شریعت د تل پاتی آحکامو برخه نه ده .
- او یا به وایی چه هغه د هغی وخت عرف او عادت وو ، نه شریعت ، اویابه وایی چه د هغی احکامو علتونه اوس نشته ، او چون اصولی قاعده وایی چه ( الحکم یدور مع علته وجودا وعدما ) نو دغه احکام هم باید اوس ختم شی ، لکه د ږیری پریښودل .
- او یا به وایی چه : هغه احکام موقت ، او د هماغی وخت لپاره وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات نه وروسته یی دروازه بنده شوی ده ، لکه د جهاد آحکام ، او د نفاق او منافقینو اړوند توضیحات .
- او یا به وایی چه د اسلام ډیر احکام اوس د تطبیق وړ ندی ، نو لهذا باید لغوه او یا داسی ترمیم شی چه د ټولنو د اوسنیو حالاتو سره برابر شی ، لکه سود او نورو معاملاتو او جنایاتو احکام .
- او یا به وایی چه شریعت نیمګړی دی او د اوسنیو ټولونو اړتیاوو او نویو پیښو ته ځواب پکی نشته ، لکه د امام او خلیفه د نصب او عزل کولو احکام .
د سیکورلانو نه ګیله نه کوو ، بلکه ځواب ورته وایو .
خو سړی ته د تاسف نه ډکه حیرانتیا هله پیدا شی چه دا خبری د هغو ملا صاحبانو له خولی واوری چه نوی نوی یی د ( روشنفکرئ ) هوا په دماغ کی په چلیدو راغلی وی ، دوی ته بیا د سیکولرانو خبری زمزمه کول د پرمختګ نخښه او د روشنفکرئ معیار ښکاری !
نو وایی چه : ( په اسلام کی د امیر د نصب او عزل په اړه څه نشته ، که وای نو حضرت عثمان رضی الله عنه به په خپل کور کی نه شهید کیدلو .... او تر څو چه د جمهوریت قائل نشو نو په مسلمانانو کی به همداسی د وینو ویالی بهیږی) .
زه پدی پوهیږم چه د اسلام د سیاسی نظام اړوند ددغی خلکو معلومات بیخی نیمګړی او سر سری دی ، خو پدی نه پوهیږم چه دغی روشنفکر ملا صاحبانو ته به جمهوریت څه شی ښکاری چه وایی یوازی هغه د حکم اوحاکم اړوند ټولو ستونزو سحر آمیزه علاج دی ؟!
0 Response to "د تأسف نه ډکه حیرانتیا :"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com