سالم فکر اوکړئ

آيا خدای ماده دې؟

آيا خدای ماده دې؟

الحاد ته جواب :

#آيا_خدای_ماده_دی ؟ 

يو ملحد پوسټ کړی چی ، نوم اخيستل يي ښه نه ګڼم چی د شهرت سبب يې ونه ګرځي :

د ملحد پوښتنه : سږ کال ډير اورښت وشو ، واښه او ګلان پکې را شنه شو .

که ځواب هو دی ( يعنی که د اورښت یا باران په وجه که ګلان را شنه شوي وي ) نو دا کار چا وکړ ؟؟؟

منطقي( د الحاد ) ځواب : دا د طبيعت خپل خاصيت دی باد ، اوبه ، خاوره ... د طبيعت برخی دي ( يعنی باران ، خاوره او دانه سره يو ځای شو او واښه او ګلان را شنه شو ) .

ديني جواب : دا کار خدای وکړ .

الحاد : آيا خدای دهقان دی ؟ 

جواب : نه توبه اوباسه .

 آيا خدای ماده ده ؟  

جواب : نه   

 نو واښه خو ماده ده، يو غير ماده له مادی سره څنګه يو ځای کيدای شي ؟

ما ورته کمنټ کې وليکل چی : { آيا عقل او دماغ رابطه لري ؟ } .

 هر چا ته جواب ورکوي خو ماته يي له تيرو ۱۱ جمعو راهيسی جواب ندی راکړی ، انځورونو کی يي تاسو کتلی شی چی زما کمنټ له څومره وخت بی جوابه پروت دی .

جواب :

اکثر و بيشتر اورو چی دماغ او عقل په يوه معنی استعماليږي ، پدی اعتبار چی دا مترادف نومونه دي او معنی يې يوه ده ، مګر دا سمه خبره نده .

عقل : هغه معنوي کلمه ده چې د تفکير يا سوچ طاقت تری مراد دی او په همدی سره د انسان او حيوان تر منځ توپير کيدلاې شي ، عقل د سل( 100) نه تر يو نيم سل(150) مليارده عصبي خليي لري او يوه خليه شپيته زره ( 60000) عصبي شبکو خاونده ده ، دا هم امکان لري چی يوه عصبي خليه د يو مليون( 100000) نورو عصبي خليو پوری وصل شي .

دماغ : هغه مادي موجوده محتوی ده ، کومه چې د هر حيوان ناطق او غير ناطق په جمجمه کې موجوده وي ، او په جسم کی د ټولو عصبي عواملو تر سره کولو مسؤليت لري ، کوم چی ۸۰٪ له اوبو او پاتې برخه يې له غوړی مادی جوړه شوی او متوسط وزن يي ۱۴۰۰ ګرامه دی .


👈 ① اوس کچيرته نوموړی ملحد زما پوښتنې ته په ( هو ) ځواب راکړي يعنی ووایي چې هو عقل او دماغ رابطه لري، نو عقل خو يو غير مادي جسم دی او دماغ مادي جسم دی ، څنګه يو مادي جسم له يو غير مادي جسم سره رابطه یا ربط لرلی شي ؟ ملحد هم د الله تعالی په ذات همدا نيوکه کړی وه.

👈 ② مګر کچيرته ملحد زما پوښتنې ته په ( نه ) ځواب ورکړي ، يعنې عقل او دماغ رابطه نلري ، نو دماغ خو په حيوان کې هم موجود دي مثلا خر ، سپی غوائي ... وغيره ، نو بيا ولی دغه حيوانات د انسانانو په څير د ښو او د بدو تميز نشي کولی؟ نه مو حيواناتو کې کوم ساينس پوهه وليد ؟ نه مو کوم ليکوال وليد ؟ ... اګر چی حيوانات هم د انسانانو په څير مادي دماغ لري .

بناءا مونږ ويلې شو چی : هو مادي اجسام له غير مادي اجسامو سره رابطه لرلې شي، او صرف د الله تعالی واحد ذات دی چی په وسيله ( باران ) او بدون له وسيلې دښتۍ ، غرونه ، رغونه ، ونی ، بوټي ... وغيره را شنه کړي، او صرف د ( کُنْ فَيَکُوْنُ ) امر دی .

کچيرته کومه غلطي رانه سهوا پدی ليکنه کې شوی وي نو دا به زما په کم علمی دلالت کوي. 

الله تعالی دی زمونږ او ستاسی حامي او ناصر شي ... آمين .

ورور مو عبدالوکيل ( عظيمي ) 

2/اګست 2018 م 

سالم فکر اوکړئ

سالم فکر اوکړئ

سالم فکر اوکړئ


0 Response to "آيا خدای ماده دې؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article