د اسلامي دولتونو خزانې!
د اسلامي دولتونو خزانې
محمد بن عبدوس رحمه الله وايي، چې: کله د مسلمانانو د دولت پلازمینه بغداد و، نو هغه مهال یوازې د دمشق د یو ښار عاید (Income) څلور سوه او شل زره دینار وو.
او مدائني رحمه الله وايي، چې د حضرت معاویه رضي الله عنه د واکمنۍ پرمهال د دمشق ښار له عاید څخه د دولتي چارواکو، کار کوونکو، فقهاوو او د علماء کرامو له تنخواوو او د نورو ضروریاتو له پوره کېدو وروسته په بیت المال (ملي خزانه) کې څلور سوه زره دینار بچت پاتې کېدل.
مأخذ: تهذیب ابن عساکر: جـــ:۱، صـــ:۵۴
#يادونه: دینار د پخوانۍ زمانې د سروزرو روپۍ وه، چې د یوې دینار وزن 374۔4 ګرامه و او نن سبا د 374۔4 ګرامه سروزرو قیمت په مارکیټ کې څه د پاسه اتلس زره افغانۍ جوړېږي، یعنې د یو دینار قیمت نن سبا څه د پاسه اتلس زره افغانۍ دي، چې په دې حساب سره د دمشق ښار د دولتي چارواکو او د کار کوونکو د تنخواوو او د ښار د نورو اړتیاوو له پوره کېدو وروسته دولتي خزانې یا بیت المال ته (7,200,000,000) افغانۍ بچت پاتې کېدلې.
لیکنه: Abid Mohmand
0 Response to "د اسلامي دولتونو خزانې!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com