سالم فکر اوکړئ

د آخرت ساينسي ثبوت:

د آخرت ساينسي ثبوت:

د آخرت ساينسي ثبوت:

هر څه جوړه پيدا شوي دي:

ومن كل شيء خلقنا زوجين لعلكم تذكرون (الذريات:49)

 بې له جوړې هيڅ شي بشر نه دى ځکه نودا نړۍ هم بايد جوړه ولري. د قران کريم په زياترو اساسي ښوونو هغه وخت سړى لاښه پوهيږي چه د نوي علم په واسطه هم ثبوت کړل شي د بيلګې په ډول قران وايي چه دا نړۍ اخري نه ده او له دى څخه وروسته بله نړۍ راتلونکى ده ، دغه نړۍ په اوس وخت کى نه ليدل کيږي مګر په هر حال په حقيقي او مطلق ډول موجوده ده ، لمړنيو دين پوهانو ددې ادعا د ملاتړ لپاره له فکر او سوچ څخه کار اخيست ليکن کومه ادعا چه قرانکريم کړې ده که له ساينسي څيړنې لاندې ونيول شي نو دفکر پرځاى د عمل اوتجربى په واسطه په اثبات رسيږي قران فرمايي ( او هر څه مونږ جوړې جوړې پيداکړي ښايي تاسي پند واخلۍ: ٤٩ :٥) هر څه دطبعيت ددې قانون تابع دي هيڅ شى بې د جوړې بشپړ نه دى نو هله به دانړۍ بشپړه وي چې جوړه ولري او ددى نړۍ جوړه اخرت دى پخوانيو انسانانو ته يوازي دومره معلومه وه چه انسانان او حيوانات جوړې لري وروسته انسانان پدې وپوهيدل چه ونې او نباتات هم جوړې لري. 

 په ١٩٢٨ کال کې کشف شو چې جامد اجسام هم جوړې لري. په نوموړي کال کې برطانوي فزيک پوه Paul Diracثابته کړه چه د مادى د ذراتو تر څنګ ځينې نه ليدل کيدونکي ذرات وجود لري بيا په ١٩٣٢ کال کي K .Anderson کله چې د کيهاني وړانګو يا cosmic Rays مطالعه کوله کشف کړه چه د الکترون ترڅنګ نورې ذرې چه مخالف چارج لري موجود دي دي چې دغه ذرې Anti Electron ( د الکترون مقابلي ذر ي) ونومول شوې . دې پلټنې ته ادامه ورکړل شوه په پاى کې جوته شوه چه په کايناتو کې ټول ذرات د جوړو په ډول موجود دي لکه particles( بڅري) او Anti particle ، اتوم او anti atom، ماده او د مادي مقابل Anti matter او لکه چه Paul diracپه ١٩٣٣ م کې ثابته کړه ددې نړۍ په مقابل کې هم بله نړۍ وجود لري.

 زياتره نني ساينس پوهان داسې مفکوره لري چې دغه Anti world يا زمونږ ددين په اصطلاح اخرت زمونږ له نړۍ څخه جلا يو واقعيت دى چه ددې نړۍ تر څنګ او موازي وجود لري . دا نړۍ له مادې څخه جوړه شوې پداسې حال کې چې د ضد د قانون په اساس Anti worldبايد له Anti matter( له مادي پرته له کوم بل شي ) څخه جوړه شوي وي داسي اټکل شوې ده چه له نن څخه تقريبا شل ميليونه کاله پخوا کله چه Big Bang( لويي چاودني) صورت ونيوه نو دمادې فوټونونه او د غير مادې فوټونونه دواړه په جلاجلا ډول رامنځ ته شول چه له لمړيو څخه يې دنيا او له وروستيو څخه يې بله دنيا منځ ته راغله لمړني کسان چې پدې مفکوره يې کار وکړ يوه سويډني جوړه فزيک پوه Osker Klein) او Astro physicist (د ستورو فزيک پوه) Hannes Alven ؤ . ددوى د پلټنې نتيجه په ١٩٦٣ کال کې خپره شوه. روسي رياضي پوه Dr Gustav Naan دغه مفکوره لا پياوړې کړه د نوموړي په اند دغه Anti world د فزيک د اوسنيوتيوري ګانو او قوانينو په واسطه په بشپړه توګه څرګنديداى نه شي ليکن هغه پدې قانع دى چې Anti worldوجود لري حتى اوس هم. ددى نړۍ ذرات غير ثابت حالت لري ځکه چه داتومونو هستې يې دمثبت چارج لرونکي دي او الکترونونه يي منفي چارج لري پداسې حال کې چې د بلې نړۍ ذرات ثابت حالت لري ځکه چې د اتومونو هستې يي منفي او الکترونونه يي مثبت چارج لري ځکه نو دا نړۍ بايد فاني اوبله نړۍ ابدي وي ، لدې څخه معلوميږي چه د بلې نړۍ په هکله دنوي ساينس کشفيات پدې اړه دقران له انځور سره ورته لري.

 نو په پایله کې قرآن کریم موږ ۱۴۰۰ کاله پخوا په ډېر صراحت او واضح ډول موږ ته روښانه کړې دي چې پسله مرګ ژوند بیا سته چې ټول انسانان به د دوهم ځل لپاره بیا را پاڅول کیږي او د ټولو سره به حساب او کتاب کیږي.


ژباړه :ډاکټرسيد افتخار سادات

Categories: اعجازات علمي اسلامي

سالم فکر اوکړئ


 

0 Response to "د آخرت ساينسي ثبوت:"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article