سالم فکر اوکړئ

کمونستان او سیکولران څوک دي؟ ددي پیژندل پکار دي!

کمونستان او سیکولران څوک دي؟ ددي پیژندل پکار دي!

کمونستان او سیکولران څوک دي ددي پیژندل پکار دي

اول،:دسیکولردکومو نظریاتو واله خلک دي دوي اکثره ملحدين دي او کوم چي په الله

 د ايمان دعوي کوي،دوي وایی مذهب جُدا څیز دي او دنیا جُدا. دويم، دوي د هم جنس

پرستی قائل دي او ددي دپاره یی قانون جوړ کړی دي.دریم، دوي وایی ، چي دين ته دي په سياسي امورو کي حصه نه ورکول کيږي.څلورم ،په ديني اُمورو کي عقل ته په نقل زيات اهمیت ورکوي. پنځم ،دوي داسي عقیده لري، چي دين ددنیا تمدن سره مطابق نه دي،دوي وایی چي اسلام غفلت ته دعوت ورکوي(نعوذ بالله)،دوي وایی داکومه ترقی چي ده دا د سيکولرازم دبرکته شوي ده.شپږم، ددوي په نیز اخلاق صرف د ازادي مساواتو او ترقی پوری محدود دي. اووم ،دوي په مذهب باندي اعتراض کوي چي مذهب دترقی د پاره خنډ دي. 

اتم،په تعليمی ادارو کي دوي د یورپ تقليد کوي، لکه: موسيقۍاداکاری هنرمندۍ

غوښتونکي وي. نهم،ديورپی طرز او معاشری پشان باندي د سينماګانو، او ديورپی او فکري مرکزونو د جوړولو په کوشش کي وي. لسم،دوي ديورپ معاشری پشان ژوند تیروي دمذهب هیڅ پابندي نه کوي. یولسم،خپل ځان ته دماډرن ازم او دهوښیاره نسبت کوي او دا وايي، چي په دين باندی مونږ دټولونه ښه پوهیږو ، په دي سره دوي کوشش کوي، چي د دين د دائري نه ځان آزادکړی او دالله تعالی حق د ځان لري کړی. دولسم،د فقهي د اکثرو مسائلواو قواعدو په ذریعه دخپل د ځان دنفع دپاره او په اسلام کي د شبهاتو د پيداکولود پاره کار اخلي. دیارلسم، ازادۍ طرفته ته دعوت ورکوي په خاص د بيان آزادۍ طرفته ته! او دا په دين کي د تحريف دپاره ځان ته دټولونه ښه لاره ګوری. څوارلسم ،دين اسلام چي څومره شعبی دي که علماء دي او که اسلامی کتابونه دي دوي هر وخت کوشش کوي ددوي دبدنام کولو.پنځلسم ،په مسلمانانو باندي داسي تهمتونه لګوي چي دوي دهشتګرد دي تنګ نظره دي جاهل دي وغیره. شپاړلسم ،هميشه د کفارو سره د دوستۍ کوي ،او دکفارو سره صلح او تفاهم غوښتنه کوي، هغه که په هره لاره وي، دين ته په دي اُمورو کي حیثیت او اهميت نه ورکوي. اوولسم ،هميشه د یورپ د فائدي دپاره کار کوي اګرکه دمذهب سپکاوي یی کړی وي.اتلسم ،ديني مراکز او خدمات په ترټولو بدناموؤنکو نومونو سره بدنامه کوي.    

نورلسم،دښځو شرعي حجاب پوری خنداګانی کوي او دکور نه دښځو دويستلو کوشش کوي او ددي دپاره دهرممکن وسائلونه کاراخلی، لکه کنفرانس کول ،سوشل میډیا استعمالول وغیره. شلم ،دکفارو په هر قسمه دشمنۍ او ظلم باندي خاموشي اختیارکوي.

یويشتم ،په شرعي مسائلو کي بي علمه بحث او مناقشي کوي، دځانه فتواګاني ورکوي او کومه فتوي، چي دده له خواهشاتو او عقيدي سره خلاف وي، هغه په خپل ټول طاقت سره ردکوي او د تشدد نوم ورکوي،دمعتبرو علماءکرامودخوا ورکړی شوؤ فتواګانوتوهين کوي.

دوه ويشتم ،د مخکینو تمدنونو، لکه: فرعونيت، بابليت، زردشتيت او نورو د بيا راژوندي کولو په کوشش کي وي او اثارو قديمه ته د ديني مقدساتونه زيات احترام ساتي.

درويشتم،دا خبره کوي چي دين مصيبت دي (العياذبالله) اود لذاتونو نه ئي انسانان محرومه کړي دي،دین انسانانو ته د مرګ، حدودو جاري کوي او نوري سختي سزاګاني ورکوي.

څلورويشتم،د افضليت معيار دين نه دي بلکي ژبه وطن قوم او انتحابات دي هغه کس ته دټولو نه اوچت ګوری کوم چي وطن ته زيات خدمت کوي د دين او جنس په بنیاد دانسانانو په مينځ کی دفرق قائل نه دي.دوي وایی تقوي د افضليت له پاره څه معيار ندي.

پنځه ويشتم ،د هرهغه څیز تائيدکوي کوم چي د شريعت مخالف وي. په دين باندي د زنادقه وؤ او ملحدانو په شان لعن او طعن کوي. شپږويشتم ،د جهاد په ضد هره یوه حربه پکارراولی

اوه ويشتم، دښځواودنارينه وؤ دميراث دتعدد الزوجات او د سود د حرمت په شان په صريحو حکمونو باندي ردونه کوي.دا یوڅونښی او نشانونه مونږ بیان کړل چي دا اکثره په دي سیکولرانو کی موجود دي.﴿کتبه مفتي ابواسامه غلام حسن عفی عنه﴾

کمونستان او سیکولران څوک دي؟ ددي پیژندل پکار دي!

 

0 Response to "کمونستان او سیکولران څوک دي؟ ددي پیژندل پکار دي!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article