عمر عماد صيب ليکنه: کوم اسلام؟
کوم اسلام ؟
ځینی خلکو ته چه د اسلام حکم ته د غاړه ایښودلو او شریعت د پلی کولو بلنه وشی نو پوښتنه کوی چه :
کوم اسلام ته مو رابلئ ؟
ددی پوښتنی د ځواب نه مخکی باید یوه خبره د هرچا په ذهن کی رڼه او روښانه وی چه :
هیڅ فرد ، هیڅ سیاسی ګوند ، او هیڅ فقهی او عقیدوی ډله ، هیڅ فکری مکتب ، او هیڅ ټولنه هم د اسلام مطلق استازی اوټیکه دار ندی او نه دا ویلی شی چه یوازی دوی په حق او نور ټول په غلطه روان دی ، او که هر څوک دا دعوی کوی نو یا نه پوهیږی او غولول شوی دی او یا ځان غولوی .
ځکه چه اسلام څو ګزه ټوټه نه ده چه هر څوک تری د خپل ځان په اندازه جامی جوړی کړی ، اونه د شعر کوم بیت دی چه هر څوک دی یی په خپل اند تفسیر او تحلیل کړی او بیا دی ورته هغه د کاڼی کرښه ښکاره شی ، بلکه اسلام قانون دی چه پری پوهیدل او ورته ژمنتیا نسبی ده .
هو – من حیث الاصل والمبدا – هرهغه څوک چه ددغه قانون د تفسیر وړتیا او اهلیت لری دا حق لری چه دغه قانون د هغواصولو په رڼا کی چه د اسلام علماوو په ګوته کړی دی تفسیر کړی او خپل ځانګړی فهم تری واخلی ، خو هیڅوک دا نشی ویلای چه یوازی دده تفسیر سل سلنه سم او د بل ناسم دی ، بلکه داسی باید وویل شی – لکه امام شافعی رحمة الله علیه چه د مقال او نورو علماوود حال په ژبه ویلی دی - چه: ځما تفسیر ما ته سم ښکاری خو د غلطئ احتمال پکی شته دی ، او هغه بل تفسیر ما ته غط ښکاری خو د صحت احتمال پکی شته دی .
د پورتنئ لنډی څرګندونی معنی دا شوه چه د هیچا فکر، وینا او عمل نه پر اسلام حجت او دلیل ، او نه هم د نقد څخه پورته دی ، بلکه د هرچا فکر او کړنه او وینا به ارزول کیږی او تلل کیږی چه څومره داسلام سره اړخ لګوی او څومره ورسره مخالف دی .
البته دلته د یو ټکی یادول خورا مهم دی ، اوهغه دا چه اسلام تر ډیره بریده فکری او اجتهادی اختلافات زغملای او هضمولای شی ، ځکه چه دا ډول اختلاف طبیعی پدیده ده او دومره ډیر د نیوکی وړ هم نه دی ، مګر پدی شرط چه دغه کوچنی اختلافات د متعصبو او مغرضو اشخاصو او کړیو له لوری د مسلمانانو تر مینځ د کرکی او نفرت په لامل بدل نشی ، ځکه چه هغه وخت بیا په دنیوی کمزورئ اوناکامئ ، او په اخروی رسوایئ بدلیږی ، والعیاذ بالله (وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ) ، (وَلا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (31) مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكانُوا شِيَعاً كُلُّ حِزْبٍ بِما لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ).
نو هغه څوک چه پوښتنه کوی: کوم اسلام اومنو؟ هغوی ته وایو چه: که په خپله پوښتنه کی رښتینی وی نو اسلام یو اسلام دی ، هماغه اومنه ، نظری او اجتهادی اختلافات کومه اساسی ستونزه نه لری ، او نه څوک د اسلام ددائری څخه پری اوځی ، خو پام کوه چه په عملی اختلافاتو کی ښکیل نشی ، ځکه چه هغه د رښتینی اسلام سره اړخ نه لګوی .
لکن ځما د تجربی له مخی دغه پوښتنه عادتا هغه خلک کوی چه – هغه د چا خبره - په وړو کی یی شګه وی ، هغوی پوښتنه د ځواب میندلو په خاطر نه کوی ، بلکه هغوی په حقیقت کی مونږ ته پیغور راکوي چه تاسی په خپلو مینځو کی کوراکور او په دښمنئ اخته یاستئ .
د هغی ورځی په ارمان چه مسلمانانو ته ددغی پیغور ځای پاتی نشی .
0 Response to "عمر عماد صيب ليکنه: کوم اسلام؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com