اسلامي او جاهلي نظامونو ترمنځ توپير! ليکنه:حامد افغان.
د اسلامي او جاهلي
نظامونو ترمنځ توپیر 👇
سوسیالیزم، کمونیزم، پانګوالي او دیکتاتوري نظامونه د وخت جاهلي نظامونه دي، د دې مختلفو نظامونو تعریفونه، پېژندنه، تنقیص او ترجیح بیانول وخت نیسي او درته سختېږي، نو خبره په بېلګه او مثال سره روښانه کوو، چې په اساني سره د عامو، خاصو، ملایانو او عوامو سرونه پر خلاص شي. له لیکنې سره مې د غوا عکس د همدې لپاره راخیستی چې د غوا په بېلګه خبره روښانه کوو او غځوو.
سوسیالیزم : د بېلګې په توګه ستا سره دوه غواوې دي، د قانون له مخې به خامخا یوه ستا ګاونډي ته ورکوې او ستا دا یوه غوا به له نورو شل کسانو سره شریکوې، تاسو ټول چې غوا رالوشئ شیدې به حکومت ته ورکوئ او تاسو به هر یو سهار ماښام په کتار کې دریږئ چې خپله ټاکلې برخه ترلاسه کړئ.
کمونیزم : مثلاً ته دوه غواوې لرې، حکومت به د قانون له مخې دواړه درنه اخلي، ته به یې رالوشې، د حکومت لپاره به یې ټاکلیو ځایونو کې پلورې، ته به یې د پېرلو وس نه لرې، نو چرته به فاسدې شیدې یا ارزان بیه پوډر اخلې، هغه به دې معده خوړینوي او اخیر به دې وژني.
پانګوالي: د مثال په توګه ته دوه غواوې لرې، حکومت به زیاتې مالیې درباندې لګوي، ته به مجبوریږې یوه غوا به په کوم شتمن خرڅوې، هغه به د پیسو او واسطو به زور مالیې نه پرې کوي، له بازاره به یې نورې ډېرې غواوې هم اخیستې وي، پخپله خوښه به د شیدو نرخونه ټاکي، نو ته به مجبور شې هغه یوه غوا به هم په ده خرڅه کړې، نو د شیدو بیې به مکمل د هغه واک ته ولویږي، هغه به نرخونه ښه لوړ کړي، په دې توګه به هغه لا شتمن شي. د منځنۍ طبقې خلک به غریبان شي او غریبان به له لوږې مري!
دیکتاتوري نظام: د بېلګې په توګه ته دوه غواوې لرې، حکومت دواړه درنه واخلي، په تا به هم په زور غواوې ساتي او لوشي، نو که نیوکې او اعتراضونه کوې؛ هغه به هیڅ ځای نه نیسي او نه به یې څوک اوري.
اسلامي نظام : مثلاً ته دوه غواوې لرې، پخپله یې رالوشې، څومره دې چې خوښه یي خرڅوه یې او پخپله خوښه یې خوره، چې درزیاتیږي هغه خیراتوه، کله چې دې د غواؤ او شیدو له ګټې شتمنې زیاته شي او د زکات نصاب ته ورسیږي، معلوم زکات غریبانو ته ورکوه. نو د اسلام او د وخت جاهلي نظامونو توپیر درته روښانه شو؟
0 Response to "اسلامي او جاهلي نظامونو ترمنځ توپير! ليکنه:حامد افغان."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com