ايا خداى جل جلاله سته ؟؟؟
ايا خداى جل جلاله سته ؟؟؟
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۱: څنګه هر شي له نه شي څخه پیدا سوه؟
که زه دا پوښتنه وکم چي (How everything created from nothing?) کېدای سي چي ملحد هیڅ ځواب رانکړي، او نه یې هم راکولای سي، دا ځکه خپله (nothing) چي په عربي کي ورته (لا شئ) یعني هیڅ شی شتون نلري، خپله په واضح ډول سره پر دې باندي دلالت کوي، چي هیڅ نسته، څنګه دا ټول کائینات له (لا شئ) څخه پیدا سول؟ ایا ددې لپاره ملحدین کوم عقلي او ساینسي دلیل لري؟ نه! هیڅکله نه. بلکې یو د الله ذات موجود وو چي هغه دا ټول کائینات پیدا کړل، هغه ددې ټولو مخلوقاتو خالق او الله جل جلاله ورته وايي؛ په عربي کي یوه مقوله ده ( فاقد الشئ لایعطیه) یعنی نېستي هیڅ شی نه ورکوي، کله چي یو شی شتون نلري، بیا د هر شي د پیداکېدو امکان څنګه سته؟؟!!! د تمسخر وړ خبره ده.
و ملحدینو ته چېلنج !!!
ملحدین وايي چي دغه د نړۍ ټول نظام د د ارتقاء د عمومي نظریې (GTE) له برکته پیداسوه، تر بګ بینګ مخکي یوه ماده پیدا سوه، بیا د کلونو د تیریدو وروسته دغه د بګ بینګ پیښه رامنځته سوه، چي ټول نظام رامنځته سو.
۱: سوال: دغه لومړنۍ ماده چا پیدا کړه؟
۲: ایا داسي امکان لري چي هیڅ شی دي موجود نه وي او هغه شی پخپله موجود سي؟
۳: د دغې مادې د خپله پیدایښت لپاره ستاسو سره کوم عقلي او ساینسي دلیل سته؟
۴: په دغه ماده کي د خوځښت او حرکت توان چا پیدا کړ؟ که خپله وي، لطفاً یې معقول ساینسي دلائل وړاندي کړئ.
۵: په هغه ماده کي دغه توان څنګه پیدا سو چي نباتات هم ورڅخه پیدا سوه، حیوانات هم ورڅخه پیدا سوه، کهکشان او سیاري هم ورڅخه پیدا سوه او داسي نور... معقول ساینسي حقایق وړاندي کړی، نه صرف خیالي ړانده نظریات او تخیلات.
۶: دغې مادې څنګه دا توان پیدا کړ، چي ځینو ته روح ورکړ او ژوندي موجودات سول او ځیني بې روحه سول؟
یادونه: ملحدین دي ددغو سوالو معقول ځوابونه په معقول ساینس سره راکړي، داسي نه چي صرف ساینسي تخیل او فرضیې وړاندي کړي، او جعلي د ارتقاء لپاره جوړ شوي فوسلونه وړاندي کړي.
0 Response to "ايا خداى جل جلاله سته ؟؟؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com